مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-14   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

د هيواد درې تنو فرهنګيانو ته ستاينليکونه ورکړل شول

نورګل شفق


د چهارشنبې په ورځ ٢٣ غويي ١ ٨٨ لمريز کال دکابل ښار د دهمزنګ په څلورلارې د غريب نوازحسيني په هوټل کې د افغانستان د کارپوهانو نړيوالې ټولنې په نوښت يوه ادبي غوڼده جوړه شوې وه . غوڼده د په ٥ بجې مازديګر مهال د قران پاک په تلاوت پيل او د شپې تر ٩ بجو يې دوام وکړ.  چې د هيواد ګڼ شمير علمې ، سياسي ، ټولنيزو ، دولتې او غيردولتې . د ولسي جرګو غړيو . شاعرانو ،ليکوالانو ، ژورناليستانو او ادب ميناوالو په ګډون کړى وه .
غونډه د افغانستان د کارپوهانو نړيوالې ټولنې مشر ښاغلي ډاکټر ظاهرمعارج پخپله وينا پرانيستله . ورپسې  استاد حبيب الله رفيع د هيواد په ادبياتو په ځانګړي ډول په پښتني ادبياتو مفصلې خبرې وکړې . ورپسې د غزنې پخوني والې استاد معراج الدين پټان  د فرهنګيانو هڅې وستايلې او خپله وينا يې واوره ولې . او بيا
په ولسې جرکې د پکتيا دخلکو استازې اغلې شريفې زرمتۍ خبرې وکړې او ورپسې د هيواد ځوان شاعراو ليکوال محمد صابرخان بې ريا په ځوان ليکوال او ژباړونکې سيدنظيم سيدي او  همدا نګه ځوان او نوښتګر شاعرسيدجيلاني جلان د هنر په اړه خبرې ورکړې .

د غونډې په دويمه برخه کې د افغانستان د کارپوهانو نړيوالې ټولنې لخوا استاد ميرا جان سيقي ته د مشر او تکړه ليکوال ، سيدنظيم سيدي ته د  تکړه ژباړونکې
او سيدجيلاني جلان ته د تکړه او نوښتګر شاعر په توګه ستاينليکونه او جايزې ورکړل شوې  .
ورپسې ازاده مشاعره وشوه چې ګڼ شمير شاعرانو په کې برخه واخيسته او

او بايد يادونه وکړو چې د غونډې ګډون والو ته د هيواد تکړه هنرمند غمخوار صيب لخوا په زړه پورې سندرې وويل شوې او د هيواد ځوانانو ورته اتڼونه وکړل . او غون ه د شپې په ٩ بجې پاى ته ورسيده .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery