مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-15   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دګلبدین حکمتیار درسمي استازي سره دبېنوا ځانګړې مرکه

اداره

دبېنوا انټرنیټ پاڼي  مسؤل مشر خالد هادي حیدري په امریکا کي د حزب اسلامي دګوند دحکمتیار دخاښې د رسمي استازي ښاغلي محم دداود عابدي سره  اوږده مرکه کړې ده چي په ترڅ کې دامریکا د متحده ایالاتو د چارواکو سره دحزب   خبري ، دسنډې ټایمز دمقالې دخبرو ردول  او دافغانستان دغه  روان کرکیچ ته دممکنه سولي دراوستلو پرلارو چارو یو میر پوښتني پکښي مطرح شوي دي چي په مکمله  بڼه ئې بېنوا پاڼه خپروي .

خالدهادي :ښاغلی عابدي که په سره کي راته وویاست چي  په دې ورستیو کي د لندن مشهوري ورځپاڼي سنډې ټایمز لیکلي  دي (کرزی له حکمتیار سره واک ویشي ) ایا دغه خبره څومره حقیقت  لري ؟

محم دداود عابدي : بسم الله الرحمن الرحیم ، اول خو باید ددې خبري تاید وکړم چي زموږ خبري په مستقیم ډول د ام یکا د بهرنیو چارو دوزارت سره دوام دلود . او هغه ټوله حقیقت لري . دوهمه خبره  داچي لکه څنګه چي سنډې ټایمز لیکي  زموږ خبري د کابل د دولت او یا د دکابل دمشرانو سره شوي کامله دحقیقت څخه لیري خبره ده.  نه موږ د کابل ددولت سره یوځای کیږو نه به په راتلونکي کي یوځای شو او نه هم دکابل دولت داسي یو اداره ده چي دهغه سره یوڅوک یوځای  کیدای شي . نه موږ دوزارتونو پر سر ویش کړدی او نه مو کوم ایتلاف کړی دی . داچي حزب اسلامي په خبرو اترو  باور لري خو دهغه طرف سره چي هغه یو صلاحیت ولري او دکابل اداره چي ده هغه یو بې صلاحیته اداره ده  هغوئ خپل واک په لاس کي نه لري نو ځکه د هغوسره خبري اتري هم کومه معنا نه لري . او داسي خبري چي  په سنیو کي خپریږي دا ټوله داستخباراتي کړیو تبلغات دي ،چي لمخي د حزب اسلامي چي الحمدالله د ولس په منځ کي یو ښه کریډیت  لري او یو ښه جهادي اعتبار لري دخلکو په زړونو کي  مشکوک کړي او بدنامه کړي . ترڅو دمجاهدینو په منځ کي دنفاق او تفریقې لامل پیدا کړي . دریم خبره داده چي دا څه معنا لري چي انجینر صاحب ددریو کلنو لپاره سعودي ته ولاړسي  او هلته دهغه نوم له تور لیست څخه ویستل شي . داخو هیڅ معنا نه لري  او ددې څخه خو دا تعبیریږي چي هرڅوک چي په تور لیست کي وي هغه سعودي ته ولاړ سي  درې کاله تیر کي هلته له تور څخه سپین ته  اړول کیږي  ایا سعودي کومه تصفیه خانه ده چي تروریستان  تصفیه کوي؟؟  دهغه تبلغات دي چي  قابل دقبول ندي  او دداسي خبري خپرول هم زما په نظر یو ګناه ده .

خالدهادي :ستاسي دخبرو په تړاو چي تاسي دامریکا ددولت  سره رسمي خبري کړي  دي ددغه خبرو اصلي موخه څه وه ؟ او زما دپوښتني بل اړخ به داوي چي  تاسي دکابل دولت سره ایتلاف ردوئ  که چيري امریکا سره توافق ته ورسیږئ  او امریکا ستاسي څخه دا غوښتنه وکړي چي د کابل دولت سره یوځای شي  په هغه  حالت کي به دحزب اسلامي  عکس العمل څه وي ؟

محمدداود عابدي  : داسي پیشنهادونه په وارو وارو د حزب سره شوي دي په تیرو اته کلونو کي په کراتو کراتو دحزب څخه همداسي غوښتني شوي  او دامتیازاتو د معملو وړاندیزونه شوي خو حزب اسلامي  په ایتلافي حکومتونو باندي باور نه لري  او کومي خبري چي موږ د امریکا سره لرلې  یا ئې لرو هغه دا دي  چي افغانستان دي  ژرترژره داسي یو حالت ته راسي چي سوله پکښي حاکمه سي . او سوله څنګه حاکمه کیداسي هغه دا چي بهرني قوتونه دي په عاجله توګه د افغانستان څخه ووځي . او د حزب طرحه داوه چي  یوویش مهاله وخت یا  تقسیم اوقات دي تعین شي . او دهغه لمخي دي دا قوتونه دافغانستان څخه ووځي . یو بین الافغاني مذاکرات جوړ سي .دهغه لمخي یو انتقالي حکومت منځ ته راسي . دیو دولس میاشتو یا اتلس میاشتو لپاره . او دهغه نه وروسته دهمدغه انتقالي ادارې ترنظار ت لاندي  په افغانستان کي انتخابات وسي  او یومنتخب اسلامي حکومت چي دخلکو دارادو منبعث ئې  صحنې  ته راسي او واک په لاس کي ونیسي ددغه  موضوعاتو په سر دامریکایانوسره زموږ خبري رواني دي .

خالدهادي :ستاسي دخبروپه تړاوکه چیري دیو مهالویش سره سم بهرنیان ووځي او انتقالي ادا ه منځ ته راسي ایا فکر نه کوئ  دابه د ۱۹۹۰یمو کلنو یوځل بیا تکرارول  نه وي  ؟ځکه هغه وخت هم روسان  ووتل او عبوري حکومت منځ ته راغئ او واک مخالف  ځواکونو ته ولیږدول شو خو مجاهدینو چي څنګه تمه ترې کیده هغسي د ملت  دارادو سره سم حکومت جوړنشو کرای . ایا داستاسي اوسنئ  طرحه به دهغه وخت پښتو ته دیوځل بیا تکرار موقع په لاس ورنه کړي ؟

محمدداود عابدي  : یا دا هغسي نده ځکه یو، فعلا افغانستان  دبین المللي ټولني سره مخامخ دی  او بل داباید هیر نه کړو چي افغانستان او مجاهدین دهغه وختو مجاهدین  یعني د ۱۹۹۲ کلنومجاهدین ندي  . ځکه هغه وخت  دوی دیو بین المللي توطیې سره مخامخ وه چي نتایج ئې نن ګورو هغه جنګونه چي وشوه په دې وجه وشوه چي نړیوالې توطيې وی چي د لمخي ځیني ورانکار ټوپکیان دزاړه کمونسټانو سره یوځای دمجاهدینو په نامه دمجاهدینو په لیکو ورګډ شول  او بلاخیره داصلي مجاهدینو په مقابل کي وجنګیدل . م وږ ولیدل چي وروسته بیا هغه قوتونه د طالبانو سره وجنګیدل . اوبیا هم هغه قوتونه دي چي نن ورځ په حکومت کي حاکم دي او قوي برخه ددوئ په لاس کي ده . خو که نن ورځ د نړیوالي ټولني سره په توافق یو اداره رامنځته کیږي  نو دابه نړیواله ملاټر لري اوبلخواملت اوس په دې خبره پوه سوی دی چي په خپلو منځنو کي جنګ کومه ګټه نه لري ولي چي جنګ یوازي بهرنیان په موږ باندي حاکم کوي . بله خبره داده چي هغه وخت قوتونه ډير واو اهداف ویشل شوي و اوس خو دمخا فینو په سطحه دوه قوتونه په افغانستان کي موجود دي یو دانجینرصاحب ګلبدین حکمتیار په مشر دحزب اسلامي  م اومت دي چي دهغه محبوب امیر  په مشري ئې په سپېڅلي جهادلاس پوري کړی او تر نن ورځي پوري الحمدالله روان دی  او بل دطالبانو د اسلامي امارت مقاومت دي  چي هغو هم الحمدالله د افغانستان بچیان دي او دافغانستان دسوکالی او ازادۍ لپاره جهاد کوي . دغه دوه قوتونه چي ددواړو ارمان یو دی ، فکر نه کوم چي بیا به دیو بل په وړاندي دریږي او یو دبل ګریوان ته به لاسونه اچوي  ځکه دواړي ډلي پوهیږي چي دا دوطن په ګته نده دولس په ګټه نده اوپه اصل کي  داسلا م په ګټه نده . دلته دمرام او اهدافو یوالئ موجوددی چي مخکي نه و.زموږ وطن اشغال شوی دی او موږ دواړه دکفاره سره جنګیږي  دلته دکوم تصادوم وجود نه لیدل کیږي  نو په دې خاطر داطرحه هغسي کیدای نشي .

خالدهادي :  دلته یوبله پوښتنه هم پیداکیږي هغه داچي که چیري دحزب اسلامي افغانستان خبري دامریکا دمتحده ایالاتو سره یو توافق ته ورسیږي ایا په دې باور یاست چي دغه توافق به طالبانو ته هم دمنلو وړ وي .

محمدداود عابدي  : دطالبانو وړونو سره موږ خبري کړي ، زه خپله تل ی وم او دطالبانو سره مي لیده کاته کړي دي  طالبان هم هغه څه غواړي چي حزب اسلامي ئې غواړي هغوئ هم همدا غواړي چي افغانستان ازاد سي ، افغانستان دپردو دکنټرول نه ووځي ، اودخپلو افغانانو په لاس کي وي . طالبانو هم داڅو ورځي مخکي دمولوي صاحب مهتصیم لخوا دمذاکراتو په هکله خپل شرایط وړاندي کړل ،هغوئ هم همداشئ غواړي چي م وږ ئې غواړو زموږ او ددوی دغوښتني ترمنځ کوم توپیر نشته .

خالدهادي : ستاسو په اند دغه دامریکا او د حزب اسلامي ترمنځ  رواني خبري به د هیواد دسولي اوثبات په لار کښي څومره اغیزمني تمامېدای سي  ؟

محمدداود عابدي : داخبري  به حتماٌ بېله شکه اغیزمني  وي ولي چي دافغانستان کشاله د جنګ له لاري امریکایان نشي حل کولائ او هغه ده موږ تاسي ټول ئې وینو چي ورځ تر بلي ددوئ ضعف راڅرګندیږ ي  او پورن دا اول ځل و چي میکرنان ددوئ پوځي قومندان دوئ تبدیل کړ . دلومړي ځل لپاره د جنګ په دوران کي چي دوئ ورسره لاس او ګریوان دي دوی خپلي قومندې ته تغیر ورکوي  چي دا خپل د نظامي ضعف یو ښکاره مثال دئ نو په دغه وجه  زموږ نظر دادی چي دوضع حاکمیت چي دچاسره ورسره دئ دهغو سره  خبري اتري ګټوري دي  او داخو یوښکاره حقیقت دی چي امریکایان او غربیان هیڅ کله نسي کولای چي د نظامي زور له لاري څه ترلاسه کړي  او ددوئ دخپلو اپورو  لمخي تاسي که د تحقیقاتي موسیسې نظریات  مطالعه کړی  دوه میاشتي مخکي ۷۲ په سلو کي دافغانستان  خاوره د کابل دادارې د تلسط څخه وتلې وه خو نن ورځ دوي خپله دامني چي ۷۵ په سلو کي دافغانستان خاوره د اشغال نه وتلې ده یعني هلته د کابل دادارې واک نشته  او له مجاهدینو سره ده . نو په دغه وجه  اطم ینان سته  که مجاهدین دخبرواترو له لاري   او دغسي سیاسي  لاري  ته توجه وکړي چي دنیا ته دمنلو وړ وي  فکر کوم چي بهرنیان هم دغه حالت ته رسیدلي دي چي نور په افغانستان کي دزور دلاري نشي کولای چي حکومت وکړي .  او که دا فکر ورسره وي باید دا دخپلو مغزو څخه وباسي ځکه افغان ملت داسي یو قوم دي چي په طول دتاریخ کي دا نشي منلای چي ددوی هیواد دي دپردو لخوا اشغال وي . نه افغانان کولای شي چي دچا دایمي اډې ومني او نه افغانان کولائ سي چي د چا لاسپوڅي  حکومتونه ومني . او یا غیري اسلامي حکومت باندي حاکم سي . موږ اسلامي شریعت غواړو او متنخب اسلامي حکومت غواړو تر څوچي دا لاس ته رانسي  که یوه ورځ که سل کاله دافغان ولس  مبارزه اوخوصوصاٌ دحزب اسلامي قیادت به دوام لري .انشا الله

خالدهادي :دراتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په هکله دحزب اسلامي لیدلورئ څه دی او په وړاندي به  ئې غبرګون څه وي ؟

محمدداود عابدي  :  دا انتخابات خو دحزب له خوا رد شوي دي او دحزب دسیاسي چارو ریاست او دطالبانو داسلامي اما ت مقام درې اوونۍ مخکي  درسمي اعلامیو له لاري  اعلان وکړ او دخلګو ئې غوښتنه وکړه چي په دې انتخاباتو کي ګډون ونکړي . دا خوشي غولونکي انتخابات دي  او تاسي به وګورئ چي کرزئ به د پنځو کالو لپاره بیا پر خلکو تحم یل سی . داچي  احمد او محمود ځانونه  کاندید کړي دي دا هسي یو ساختګي کارونه دي چي غواړي  دنیا ته وښئ چي دادي دلته ډیموکراسي ده او دلته انتخابات دي  او غواړي له دې لاري خپل لاسپوڅي حکومت ته د درواغو مش وعیت ورکړي حزب په اوس وخت کي نه انتخابات په رسمیت پیژني  او نه هغه حکومت په رسمیت پیژني چي ددغسي حا اتو په منځ کي  پرسر دقدرت راځي .

خالدهادي :سنډې ټایمز لیکلي چي امریکا دمخالفینو سره د خبرو په موخه دعارف خان نورزي په مشرئ یوې ادارې ته ۶۹ میلونه ډالره ورکوي  ایا تر اوسه نوموړي ادارې ستاسي سره دحکومت له اړخه کوم تماس نیولی دی  ؟ ایا فکرکوئ چي ددغه ۶۹ میلونه ډالره سره به دغه اداره په دې لار کي لاسته راوړني ولري ؟

محمدداود عابدي  : اول خو موږ د دغه ۶۹ میلونه ډالره خبري نه خبر نه یو داباید دسنډې ټایمز ورځ پاڼي نه پوښتنه وشي چي دغه معلومات ئې د کومي مرجې څخه ترلاسه کړي دي . دوهم داچي د کابل اداره او حزب اسلامي یو توافق ته ورسیږي دابیخي غیري دقیق او دنه منلو وړ خبره ده حزب اسلامي اصلاٌ په اصولو کي  ایتلافي حکومتونوطرفدار ندی حزب اسلامي غواړي د انتخاباتو له لاري د یو متناسبو غړو او متناسب فېصدي لمخي  حکومت جوړ سي چي ناکام او کامیاب کاندیدانو داوړي برخي معلومي وي او بل د عارف خان نورزي په هک ه  باید دونه ووایم موږ دهغه سره څوځله خبري کړي دي خو دداسي یو مشخصي پروژې په هکله نه بلکې په عمومي ډول چي څنګه په افغانستان کي سوله راتلای سي هغه دافغانستان په خلکو کي د ښه  نفوذ خاوند دي او خلک ورته درانوی ل ي   او موږ دغه خبري ورسره دوه درې میاشتي مخکي په انفرادي شکل کړي دي هغه وخت د اوباما د نوي پالیسئ اع ان لا نه وشوی دوئ زموږ سره منلي وه چي په دوه کاله کي به دوی د افغانستان څخه وځي او په سعودي کي به یو ګډ مجلس جوړیږي  او ټوله ښکیلي غاړي به پکښي کډون کوي او یو متنخب حکومت لپاره به لاره پرانیزي .  او دوئ  دا زموږ سره منلي وه زه خپله شخصاٌ هلته ولاړم او خبرو کي شامل وم . خو متاسفانه  ددغه خبرو اعلان د ځینو اهدافو په خاطر اعلان نه شول ځکه حزب اسلامي نه غوښتل چي داسي یو څه وکړي چي یوازي دوئ په دې خبرو کي شامل سي حزب اس امي تل دا غواړي چي په هغه کي طالبانو وړونه هم برخه واخلي او په ملي کچه د ملت ټول اړخونه پکښي مطرح وي . خو هغه خبري بیا د یوشمیر نړیوالو کنفرانسونو د جوړیدو له کبله وځنډېدې  او کله چي د اوباما نوې طرحه وړاندي سو ه په هغه کي د نظامیانو واک ډیر زیات دي  بلخوا د ریس جمهوراو خارجه وزارت واک د نظامیانو په پرتله کم دئ  او فعلا نظامیانو چي پرېکړه کړې چي ۲۱ زره عسکر افغانستان  ته  نور لیږو او پر دې هم  غور کوي چي د څنګه دافغانستان څخه ووځو . په دې وجه دا مسله ځنډیدله  دا که اوس دوئ د افغانانو غوښتونواو ددې ولس نظریاتو ته غاړه کښېنږدي  شپږ میاشتي  یا کال وروسته  به  پته ولګیږي  ددې نورو عسکرو سره سره به دوئ  نشي کړای چي مقاومت وځپي .

خالدهادي : اوسني افغان دولت  ته څه کول په کار دي چي  لم خي ئې مخالفین وسله په مځکه کښیږدي او په دولت  راګډ سي؟

محمدداود عابدي  :مجاهدین به هیڅکله  تر هغو وسله په ځمکه  کښښېنږدي تر څو پوري چي وطن ئې ازاد شوی نوي  که څوک دا هیله د حزب څخه ري  یا د طالبانو څخه دا خو یو ډول تسلمي ده  افغانان ددښمن په مقابل کي هیڅ کله  نه تسلیمیږي .  نوا چي د کابل حکومت څه باید  وکړي  اول خودکابل حکومت څه کولاس نشي ځکه  هغه بېچارګان خو اکثره اسیران دي او بل دهغو وزیران اکثره د خاریج څخه راغلي دي  هغه خپل ځان نشي ساتلی نو ر خو دخبرو اختیار نه لري .  خو بیا هم د یو انسان په حیث دوی کولای سي چي په رسمي توګه دوه کاره وکړي .  یو دنیا ته دي داسي اعلان وکړي چي م خالفین چي مخالفین زموږ سره خبري نه کوي موږ ددنیا نه دا تقاضا کوؤ چي مخالفینو سره دي دنیا خبري وکړي  او ددوئ قناعت حاصل کړي . فعلا د دنیا او امریکا هر وخت دا نارې وهي چي هري خبري اتري دي د کابل دادارې لخوا وسي چي دا حزب او طالبان دواړه هیڅکله نه مني . او دوهمه خبره داده چي حکومت چي هیڅ نه شي کولای نو دي استعفا ورکړي ض وري نده چي ښاغلي کرزي په داسي یو بې سلاحیته  حالت کي  یو وار بیا ګډون و کړي . دی دي د خپل وجدان څخه دا وپوښتي چي ده په دا اته کلنو کي  دافغانستان لپاره څه کړي دي . په افغانستان کي حالات څنګه دي تاسي ولیدل چي دا څو ورځي مخکي  ۱۴۷ کسان زموږ بې ګناه ښځي او ماشومان په ډیر وحشیانه توګه په شهادت ورسیدل . دا خو اصلا هغه غچ او انتقامونه دي چي دی ئې  دافغان ملت څخه اخلي ځکه دوئ پوهیږي چي دکومو کليو څخه چي پر دوئ باندي بریدونه کیږي  په دغه کلیو کي د دوئ فامیلونه دي  ددوئ ښځي دي ددوی اولادونه دي نو په دغه وجه دوئ هغه یومخیزه بم باروي  او دا کارونه روسانو هم کول روسانو به هم بسته بسته کلي ورانول  او په همدې ډول به ئې خپل غچ اخیسته . نو کابل هم  داغه دوه کاره کولای شي یادي استعغا ورکړي یادي دنیا ته رسمااعلان وکړي چي  مذاک ات دي دنیا وکړي  تر څومخالیفین د دنیا سره په یو تفاهم ورسږي او یو انتقالي حکومت ته غاړه کښېږدي .

خالدهادي : ښاغلی عابدي صاحب که یوڅه شخصي پوښتونو ته راسو داچي نن ورځني رسنۍ ستاسي نوم دح کمتیار سره دهغه دیو نږدې ملګري په توګه تړي او تاسي دهغه استازي توب هم کوئ  داراته ویلای سئ چي دغه ملګ تیا دکومه وخته  موجوده ده ؟

محمدداود عابدي  : زه الحمدالله ۲۹کاله کیږي چي دحزب اسلامي افغانستان غړی یم په ۱۳۵۸ کال کي دوري په ۲۴مه نېټه مي په کابل پوهنتون کي دحزب دغریتوب افتخار مي حاصل کړی دی  او انجینرصاحب حکمتیار مي دخپل امیر په حیث منلی او بیعت ورسره لرم ، بلي داچي انجینر صاحب زموږ دوست دی په دې کي هیڅ شک نشته  خو دوستي مو دخدای په خاطر ده او داچي دئ زموږ امیر دی او نن هم زه دلته ددغه ح زب نمایندګي کوم او دامریکایانو د دخبرو لپاره دیومسؤل حیئت تر نظارت لاندي کار کومه  زموږ حیئت چي زموږ یو بل ورور ئې مشرتوب کوي او یو بل دریم غړئ هم لري  چي درې کسان په دغه شورا کي یو او دا کار مخته بیایو . او موږ دلته دحزب دیومسولین په حیث  داصلاحیت موږ ته راکړه سوې دی چي دلته دامریکایانو سره دا خبري پرمخ بوځو . 
 
خالدهادي : په وروستي ځل مو دانجینر حکمتیار سره چيري او څه وخت لیدلي دي . ؟

محمدداود عابدي  : دانجینر صاحب حکمتیار سره ما اخیري ځل نهه کاله وړاندي هغه وخت ولیدل چي ده په ایران کي تشریف درلودي او ما ورسره هلته لیدلي وه  .

خالدهادي : ستاسو له مع وماتو لمخي ښاغلئ حکمتیار اوس چیري دئ ایا هغه په افغانستان کي دی او که په کوم بل هیواد کي  اوسیږي ؟

محمدداود عابدي  : انجینرصاحب داولي ورځي څخه چي په افغانستان کي دغربیانو په ضد جهاد پیل شو دایران څخه افغانستان ته راغلئ او تر ننه ورځي پوري الحمدالله د یو ستر لاښود په هیث په افغانستان کي  دافغان جهاد رهبري کوي او دحزب ټوله نظامي او سیاسي وروڼه تنظموي  او موږ په دې ویاړو چي  انجینر صاحب د۴۰ کلني جهادي تجریبې په استفادې سره دګوند مشرتوب کوي  او انشاالله ډیر ژر به خپل موفقیت ته رسیږي .

خالد هادي : دبېنوا پاڼي سره د مرکې کولو له امله له تاسو مننه کوو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery