د مڼې ګل نهمه دودیزه مشاعره د
۳۸۸ د غبرګولي په ۸ چې د ۲۰۰۹ د مې د ۲۹ نیټې سره برابره ده د وردګو او میدان د ولایت په مرکز میدان ښار کې د
زرګونو ګډونوالو په حضور د یو لړ شاندارو او نوښتیزو مراسمو په ترځ کې و نمانځل شوه.
دمڼې ګل مشاعره د ۳۵۰
شاعرانو په ګډون د (غزل شپه او سندرېز ماښام) تر عنوان لاندې د جمعې په شپه پیل او د محلي سندرغاړي عبدالحمید
کندهاري په ښکلو سندرو او ملي اتڼ بدرګه کېده. وروسته د جمعې په ورځ د ۲۱۰۰ شاعرانو، لیکولانو، حکومتي او
دولتي استازو، ولایتي شورا، محلي شوراګانو او ګڼو فرهنګي ټولنو په ګډون د سهار په ۹:۳۰ بجو پیل د ماسپښین تر
۳:۳۰ بجو یې دوام وکړ.
د مڼې ګل مشاعره چې بنسټ یې د لومړي ځل لپاره د ۱۳۷۸ هجري لمریز کال د وردګو او میدان
د ولایت د چک په ولسوالۍ کې د یو شمیر هیوادپالو ځوانانو په لاس ایښودل شوی دی هر کال د نوموړي ولایت په ولسوا
یو او مرکز کې جوړیږي.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله په میدان ښار کې جوړه شوې وه د هیواد له ګوټ ګوټ څخه په
زرګونو پوهانو، استادانو، لیکوالانو، شاعرانو، د پوهنتونونو محصلینو او مینه والو ګډون کړی وو.
د مڼې ګل
نهمه مشاعره د سهار په ۹ بجو او دیرش دقیقو د قرآن کریم د تلاوت او د ملي سرود په اورولو سره پيل شوه. ورپسې
د هیواد د ولسمشر پيغام د نوموړي ولایت د والي ښاغلي محمد حلیم فدایي له خوا ولوستل شو چې له هغه وروسته یې خپ
ه پیلیزه وینا وړاندې او د شعري هنر په ژبه یې د ټولنې روزنیز اهمیت تشریح کړ. د اطلاعاتو او کلتور د وزارت
پیغام د نوموړي وزارت د سلاکار ښاغلي مطیع الله اباسین له لوري د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شو.
د مخدره م
وادو په وړاندې د مبارزې د وزارت د معین او نومیالي استاد حبیب الله رفیع ویناوې د مڼې ګل د نهمې دودیزې مشاعرې ب
ه برخه وه چې هیوادوال یې د سولې، مدني ټولنې، ورورګلوۍ او د شعر د هنر اهمیت ته را وبلل.
د شعر برخه د ښاغلي ګل
رحمان رحماني په نظم پيل او ورپسې د وردګو او میدان د ولایت او د هیواد له ګوټ ګوټ څخه لسګونو شاعرانو خپل شع
ونه، غزلې او نظمونه د غونډې ګډونوالو ته واورل چې د ګډونوالو له خوا په تودو چکچکو بدرګه کیدل. د هیواد نامتو
سندرغاړي ښاغلي عبدالحمید کندهاري د خپلو خوږو سندرو په وسیله د مڼې ګل د نهمې دودیزې مشاعرې په ګډونوالو د
خوښۍ او موسکا څپې هوارې کړې.
د مشاعرې د ارزونې وینا د هیواد د ادبي ډګر د مخکښ استاد محمد آصف صمیم له لوري
وړاندې شوه چې نوموړې مشاعره یې بریالۍ و بلله او د هیواد فرهنګیان یې د سولې او روښانه پيغامونو د سفیرانو په
نومونو یاد کړل.
د مڼې ګل د نهمې دودیزې کلنۍ مشاعرې بله برخه د مډالونو، ستاینلیکونو او ډالیو ویش ته ځانګړې
وې وه او په دې لړ کې نوموړې غونډې ته د راغلیو مشرانو او استادانو په سرونو باندې د ویاړ پګړۍ ور کیښودل شوې او
یو شمیر مخکښو میرمنو ته د عزت پوړني ورکړل شول. همدارنګه د هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې د فدارسیون غړي او تنکي
لوبغاړي، د والیبال د ټیم لوبغاړي او د وردګو او میدان د ولایت یو شمیر فرهنګیان په ستاینلیکونو او ډالیو و
نازول شول. همدارنګه د هغو دیارلس عنوانه کتابونو یوه یوه ټولګه هم په مشرانو وویشل شوه چې په همدې مناسبت چاپ
شوي وو او وروسته به یې نومونه یاد شي.
د وردګو او میدان د ولایت د مقام له خوا یو شمیر هغو مخکښو میرمنو ته د
عزت د پوړنو تر څنګ ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې چې د ژوند په مختلفو برخو کې یې د خپل زیار او هڅو له کبله
په نړیواله کچه د بریالیتوب مډالونه په نصیب شوي دي چې د آغلې حمیرا حقمل، انارکلي هنریار، فریده نیکزاد او
وږمه فروغ نومونه یادولی شو.
د غونډې په پای کې د وردګو او میدان د ولایتي شوری له خوا د محمد ګل خان مومند په
نامه مډآل د ولایت مقام ښاغلي محمد حلیم فدايي، د غازي محمد جان خان وردګ په نامه مډال مډال د باختر آژانس
ییس ښاغلي ضیا بومیا او د ډاکتر عبدالوکیل په نامه مډال آغلې لیلا خرم ته ورکړ شو.
د دې خبرې یادونه اړینه ده
چې د مڼې ګل د نهمې دودیزې کلنۍ مشاعرې په مناسبت د وردګو او میدان د ولایت په مرکزي سټیدیم کې د مخدره م
وادو په وړاندې د مبارزې د وزارت له لوري د والیبال د سیالیو یو تورتمنت هم پيل شو او د مشاعرې په لړ کې ځینې
وبغاړي د ستیج مخې ته تیر شول.
غونډه د ښاغلي محمد حسن حقیار په دعاییه سره رسما پای ته ورسیده.
لکه چې مخکې
یادونه وشوه د مڼې ګل د نهمې دودیزې کلنۍ مشاعرې په مناسبت د وردګو او میدان د ولایت د مقام له خوا د هیواد له
ګوټ ګوټ څخه د لیکوالانو ۱۳ عنوانه کتابونه هم چاپ شوي وو چې د هغه کلیکسون د غونډې په ځینو ګډونوالو او مشرانو
باندې وویشل شو.
هغه کتابونه چې د مڼې ګل د نهمې دودیزې کلنۍ مشاعرې په ویاړ چاپ شوي دي نومونه یې په لاندې
ول دي:
ګڼه د کتاب نوم لیکوال ژباړن موضوع
۱ هینداره حبیب الله رفیع . تاریخ او
کلتور
۲ محمد ارسلان سلیمي د افغانستان پیاوړې څیره ګل آغا احمدي وردګ . تاریخ او ژوند
یک
۳ لرغونی افغانستان رسول باوري . لرغونی تاریخ
۴ اندونه منفلوطي امین الله عاد
ژور افکار
۵ میږیان نیلسنټ سیسن سید عبدالله ولي زی د ماشومانو کیسې
۶ ټو
نپوهنه پیټر کویسټو جلال آشنا ټولنه او اقتصاد
۷ کاروان خبرې کوي بازمحمد عابد . کلتو
ي راپورونه
۸ وروستی ساه محمد آصف عمر . ناول
۹ د پنجرې شاته احمد تکل . پښتو شعر
۱
از آزادي بیان تا تروریزم ذهني لیلا خرم . د مقالو ټولګه
۱۱ د..... فلسفه محب الله زغم
. لنډې کیسې
۱۲ د بدیع فن او پښتو شاعري محمد ابراهیم همکار . پښتو شعر
۱۳ د ښیښې
زړه محمد حسن حقیار . شعري ټولګه
د ۱۳۸۸ د مڼی ګل د کلنۍ دودیزې مشاعرې نوښتېز اړخونه چې دا مې
ه یې په ریښتنې بڼه بډایه کړه او خپل هغه دودیز رسالت یې تر سره کړ چې د فرهنګ وده پکې نغښتې ده په لاندې ډول خلاصه
کیږي:
1. د نورو مشاعرو په پرتله د مڼې ګل سږنۍ مشاعره په بشپړه توګه ادبي، هنري او یوه غیر سیاسي مشاعره وه
او د ولس، شاعر او حکومت ترمنځ یې مینه او ورورولی هڅوله.
2. د وردګو او میدان د ولایت د والي ښاغلي محمد
حلیم فدایی په نوښت او لګښت د افغان لیکوالو ۱۳ عنوانه کتابونه چاپ او په ګډونوالو باندې وویشل شو
.
3. ددې مشاعرې د غزل شپه، سندرېز ماښام او د جمعې ورځی د مشاعرې لپاره چې کومه خیمه جوړه شوې وه د فضا او ادبي
ښایست له پلوه یې تر دې مهاله په هیواد کې ساری کم لیدل شوی دی.
4. دکرکټ د فدراسیون غړي، د کمکیو ځوانانو
د کرکټ او والیبال لوبغاړي د ولایت د مقام له خوا په ډالیو او ستاینلیکونو ولمانځل شول او د ټولو شاعرانو او
یکوالانو له خوا تشویق شول.
5. هغه څلور افغان ښځې چې ملي او نړېوال مډالونه یې لاس ته راوړیدي، د ولایت مقام
په ډالیو او ستاینلیکونو ونازولې او د ټولو ګډونوالو او شاعرانو له خوا په چک چکو بدرګه شوې.
6. د وردګو او
میدان د ولایتي شورا له خوا د دغه ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایی ته د وزیر محمد ګل خان مومند مډال، آغ
ې لیلا خرم ته د کرنې د پخواني نوښتګر وزیر ډاکتر عبدالوکیل مډال او ښاغلی ضیا بومیا ته د هیواد د آزادۍ د لارې
د ستر اتل غازي محمد جان خان مډال ورکول نوموړې مشاعرې ته ځانګړی خوند ورکړ.
7. دمڼې ګل مشاعره د امن په
ېره ښکلی فضا کې ولمانځل شوه چې ددې ولایت د رهبري ارګانونو ترمنځ د همغږۍ یو ډېر ښه مثال وو.
8. .په نوموړې م
اعره کې د ګڼو پښتو غزلونو تر څنګ په ترکي او دري ژبو هم شاعرانو شعرونه ولوستل چې د ملي یووالي یو ښه مثال
وو.
9. زموږ هیله داده چې د افغانستان د ګلونو د لړۍ مشاعرې همداسې د مینې او ورورګلوۍ د خپرولو په موخه و
مانځل شي او د ادبي ګلونو لړۍ به په ټولیزه توګه زموږ د فرهنګ او کلتور په بډاینه کې ډېر ستر رول و
وبوي.
10. نوموړې مشاعرې ته د هیواد د ولسمشر حامد کرزی او د اطلاعات او کلتور وزیر عبدالکریم خرم را لېږل
شوی پیغامونه هم ولوستل شول چې د مڼې د کلنۍ دودیزې مشاعرې اهمیت نور هم ورسره زیات شو.
دمڼې ګل د نهمې
دودیزې کلنۍ مشاعرې ټول جریانات، ویناوې، شعرونه، د کتابونو معرفي او انځورونه به په کتابی بڼه دګل آغا احم
دي لخوا ترتیب، د ولایت د مقام په لګښت به د چاپ په ګاڼه سمبال او له لیکوالانو او شاعرانو سره به شریک شي. له
همدې کبله دې د مهربانۍ له مخې هغه شاعران خپل شعرونه، لنډې بیوګرافۍ او عکسونه زموږ د بریښنالیک په پته راولیږي
چې ترې دې مهاله یې خپل شعرونه او غزلې موږ ته ندي سپارلې څو په نوموړې ټولګه کې چاپ او د هیواد د ویاړ تاریخ ته و
سپارل شي.
د بریښنالیک پته: gulaghaa89@gmail.com
نوټ: د نوموړې مشاعرې د راپور نورې برخې
به د نوو چاپ شوو کتابونو د معرفي او انځورونو سره یو ځای ډیر ژر خپرې شي له موږ سره اوسی