د جمهوري رياست
سلاكار او د پكتيا والي جمعه خان همدرد د وياند روح الله سمون له خوا تیره ورځ جنرال دوستم يو داسي كس وبلل
شو چي د افغانستان په ټولو ناخوالو كي لاس لري .
دوستم همدا پرون په را روانو انتخاباتو کی د کرزی څخه م
اتړ څرگند کړ.
روح الله سمون وويل تاسو ټولو ته معلومه ده چي دوه كاله دمخه په اووم د غبرګولي
د يو تعداد معلوم الحال اشخاصو په لمسون شبرغان ښار كي د دولت پرضد توطيئه جوړه شوه چي په ترڅ كي يي په تآسف س
ه بايد ووايو يو شمير بي ګناه وكړي مړه او ټپان شول ، چي مونږ قربانيانو سره وار دمخه همدردي ښودلي او
ددي پيښي عاملين مو غندلي
سمون زياته كړه دا فسوس خبره دا ده چي څو تنه د دولت پر ضد پورته كيږي ملي
جنډي او د ولسمشر حامد كرزي انځور راكوزوي د هغوي يادونه كيږي او ورځ يي لمانځل كيږي ولي زه افسوس كوم چي د
زرګونو بي ګناه انسانانو په وينو د ليلي دښته سره ده خو تر اوسه هيڅ كوم فرد د افغانستان و دي مظلومو
هيدانو كورنيو ته تسليت نه دي ويلي او نه يي يادونه شوي ؟؟
دده په خبره اووم د جوزا پيښه د دولت
او مركزي حكومت پر ضد يوه جوړه او نه پټيدونكي توطيئه وه او دا پيښه ټولوته معلومه ده چي ښاغلي جنرال صيب
دوستم يي مسئول دي او مظلوم اولس د ده په لمسون را پارول شوي وو.
سمون وويل د ښاغلي جنرال صيب دوستم څيره
ټولو هيواد والو او په ځانګړي ډول ، د لوګر د تنګې واغه جان او د كابل ولايت د پغمان ولسوالۍ خلكو ته معلومه ده
، په دي برخه كي تاسو كولاي شي له جهادي رهبرانو او قوماندانو څخه پوښتنه وكړۍ چي پر وليشت وليشت ځمكه به
يي د وخت له حكومت څخه پيسي اخيستي؟
سمون د خپلو خبرو په لړ كي دي ته اشاره وكړه چي د جنرال صيب دوستم د
جرمونو نوري بيلګې د ليلي د دښتي په وينو لړل او د ځينو شريفو كسانو پر كور يرغل دي
دده په خبره همدا اوس
هم د نوموړي ښاغلي د لاسه په زركونه كورنۍ ، د جوزجان ، فارياب او سر پل څخه آواره دي او د هرات په ژيړۍ كمپ كي
اوسيږي، چي جايدادونه يي اوس هم ددوي په ولكه كي دي . او هغه خلك نشي كولاي خپلو ځمكو ته راشي
سمون د سانچاره
كي په ځواب كي داسي وويل (د ښاغلي فاضل سانچاركي په ځواب كي دا كافي ده چي ووايو د دوي د حكومت په لسيزه كي
افغانو پيغلو د خپل عزت د ژغورني لپاره په كابل كي له څو پوړو څه ځان ښكته واچاوه )
دا په داسي حال كي ده چي په
اووم د جوزا د شبرغان ښار كي د دوه كاله د مخه پيښي يادونه وشوه او په هغه غونډه كي لطيف پدرام ، فاضل سانچاره
كي ، رحمان اوغلي ، او ځينو نورو كړيو برخه اخيستي وه .