رپوټ ورکونکی میرریس جلا
زی
په ایران کې د انتخاباتو د پایلو پر ضد د احتجاج لړۍ روانه ده
د سیاسي چارو شنونکي په دې باور
دي چې دغه مظاهرې کولای شي د ایران ریښې له بیخه ولړزوي..
په سلګونو زره کسان پرون لارو کوڅو
ته را ووتل او د مړه د وي دیکتاتوري شعارونه یې ورکول.
په مظاهرې کې د ډزو د اوریدو رپوټونه ورکړ شوي چې
پکې یو تن مظاهره کونکی وژل شوی او ګڼ نور کسان ژوبل دي.
مظاهره چیانو ویل چې د ټاکنو پایلي نه مني او
په دغو ټاکنو کې پراخي درغلۍ شوي دي.
په دغه ټاکنو کې میر حسین موسوي هم شتون درلود.
هغه وویل چې نن مظاه
ه چیان د خپلو رایو د احترام لپاره لارو کوڅو ته راوتلي دي.
د ایران د ساتونکي شورا مشر وویل چې
دوي به نن ورځي څخه د ټاکنو د پایلو په اړه څیړني پیلوي او هغه څیړني چې د کورنیو چارو وزارت له خوا تر سره شوي
لومړنۍ څیړني دي .
د امریکې ولسمشر بارک اوبهاما وایې چې دی په ایران کې د تیرې او تشدد څخه سخت خوا
ینی شوی دی.
اوبهاما د احمدي نژاد په حکومت غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي.
د بریټانیا
ومړي وزیر دیوید میلبند وویل: مونږ دا حق نه لرو چې د ایران د هیواد د برخلیک په اړه پریکړه وکړو خو دا مهم
ه ده چې د دغه حساسې موضوع په اړه یو څه ووایو.
میلبنډ وویل چې ایراني چارواکي باید له مظاهره چیانو س
ه سخت چلند و نه کړي او دغه ناوړه چلند د غندلو وړ دی.
د تهران په ښار کې د مظاهره چیانو سربیره د
احمدي نژاد په زرګونو پلویان هم کوڅو ته را ووتل او هغوي د لویدیځ ضد شعارونه ورکول.
د احمدي نژاد پلویانو
ویل چې نړیوال باید د ایران په کورنیو چارو کې لاس وهنه و نه کړي او په دې سره خپلي اړیکي له ایران سره
پیاوړي کړي.
اوس تر ډیره خبره، د هغه هیواد د ساتونکي شورا تر پریکړي پوري محدوده ده.
دغه شورا
به له یوې خوا د ټاکنو پایلي قطعي کوي او له بل لوري به د میر حسین موسوي او یوه بل پاتې راغلي کاندید
کایتونه اوري.