مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-20   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

دوې لسيزې وروسته د خاورې پيژندلو لابراتوار

 دوې لسيزې وروسته د خاورې پيژندلو ابراتوار

نن چې د روان كال د جوزا د مياشتې له ديرشمې سره سمون خوري د خاورې پيژندلو لابراتوار د
كرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست او مالي او اداري معين سليم خان كندزي لخوا افتتاح
او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړى لابراتوار چې ټولې اته خونې لري ساختماني كار يې د كرنې وزارت د پراختيايي بوديجې څ خه
 د420,ooo  امريكايي ډالرو په لګښت د جاپان د جايكا مؤسسې لخوا په اصولي او عصري بڼه تر سره
شوى.

په هغه غونډه كې چې په همدې مناسبت د بادام باغ په تحقيقاتي فارم كې جوړه شوې وه د كرنې وزارت
سرپرست او مالي او اداري معين سليم خان كندزي وويل: د کرنې وزارت د تحقیق او ترویج اهمیت ته
په کتو د هغه د لا پراختیا او ودی په هڅه كې دى، چې نن يې تاسې  په ياده برخه كې د مهم ګام د اخيستو
شاهدان ياست. 

د كرنې وزارت د تحقيق او ترويج د عمومي رئيس ډاكټرمحمد عزيز عثمانزي په وينا چې د ياد شوي لابراتوار
 ډيرى سامانونه د هند، جاپان او تايلند هيوادونو څخه پيرودل شوي او يوه اندازه نور يې د نايتروجن او
اوبو د تصفيې د ماشينونو په ګ ون د كرنيزو تحقيقاتو د منسوبينو په هڅه د نړيوال اتومي انرژى سازمان
(IAEA) له لوري مرسته شوې دي.
 
هغه همدا شان وويل چې په نوموړي لابراتوار كې به د خاورې ماسوا اوبه، بوټي، سره او غذائي توكې
د تحقيقاتو د تكړه كارپوهانو لخوا تجزيه شي چې د كرنيزو محصولاتو د كيفيت او كميت په لوړولو كې
به ډير ښه رول و لوبوي او دا به د كرنې وزارت لخوا افغان كروندګرو ته د ځمكې په في واحد كې د
توليداتو د لوړيدو لپاره لويه مرسته وي.

د يادولو وړ ده چې د خاورې پيژندلو لابراتوار مخكې هم د كرنې وزارت په چوكاټ كې شتون درلود خو
 د تيرو دوو سيزو جګړو په ترڅ كې له مينځه تللى وو چې اوس به يې د بيا فعاليدو سره له دې پلوه د مركزي
سيمو د بزګرانو ډيرى ستونزې اوارې شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery