د درد ضد نوې ماده کشف شوه(رپوټ)
رپوټ
ورکونکی میرویس جلالزی
د انسان د وجود د درد ضد یوه نوي ماده وموندل شوه.
د امریکې د روغتیایې
مطالعاتو د دفتر ډاکټرانو موندله چې د وجود طبیعي فعالیت کولای شي درد کم کړې.
د وروستیو څیړنو له مخې څ
ګنده شوې ده چې د انسان بدن په طبیعي ډول داسې مسکن تولیدوي چې اغیزي یې د درد د ضد تولیدونکو درملواو مورفیثنو
څخه څو چنده زیات دي.
دغه ماده چې په موږکانو ازمویل شوې ده ښه نتیجه یې ورکړي او تر مورفینو
یې اغیز ډیر زیات دی. د دې مادې نوم اوپیورفین دی.
امریکايي څیړونکو ویلي دي چې په دې
استه راوړنو سره به د نویو درد زیږونکو ناروغیو سره ډغري ووهل شي.
خو یو شمیر نور څيړونکي لا هم د دې
نویو موندنو په اړه شکمن نظر لري او وایې چې دغه ماده لا زیاتو څیړنو ته اړتیا لري او کیدای شې چې د دې مادې تطبیق
کلونه کلونه وخت وغواړي.
دغه راز دغه څیړونکي په دې باور هم دي چې اوپیورفین د انکفالین د تخریب مخ نیوی
کوي.
انکفالین هغو موادو ته ویل کیږي چې د انسان په مرکزي اعصابو کې شتون لري او د وجود د غبرګون
پر مهال په بدن کې د درد د کمښت لامل ګرځي.