مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-19   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د افغانستان دجمهوریت ۳۶مه کلیزه(رپوټ)

 

میرویس جلالزی


له نن څخه ۳۶ کاله دمخه یعني د ۱۳۵۲ کال  د چنګاښ یا سرطان د میاشتې په ۲۶مه نیټه چې د ۱۹۷۳ زیږدیز کال د جولاۍ میاشتې ه اولسمې نیټې سره برابره وه، د افغانستان د لومړني ریاستي نظام د بنسټ ډبره د مرحوم داودخان له خوا کیښودل وه.

سردار داود خان د یوې پوځي کودتا په مټ په دې وتوانید چې د خپل تره د زوی ظاهر شاه واکمني ړنګه کړي او په افغانستان کې د لومړني ریاستي نظام بنسټ کیږدي.

د کودتا پر وخت ظاهر  شاه  په ایټالیا کې وو چې په دغه کودتا تر خبریدو څو ورځي وروسته یې  خپل رسمي استعفا لیک کابل ته راواستاوه.

د ظاهر شاه کورنۍ له کودتا  څو ورځي پس له افغانستان څخه ایټالیا ته کډه شوه.

مورخین  کاږي چې داود خان د کودتا دمخه ډیری پلانونه د پرچم  ګوند د غړو په مټ جوړ کړي وو او واک  ته له رسیدو وروسته یې هم یو شمیر  کلیدي پوستونه د دغې ډلي غړو ته وسپارل او همدا یې  لامل وو چې د پرچمیانو په مرسته یې له مسکو سره اړیکې ښې شوي.

خو د وخت په تیریدو له شوروې سره د داودخان اړیکې سړې شوې او د اړیکو د دغه سړوالي اصلي لامل له عربي او غربي ملکونو سره د سردار محمد داود نږدوالی وو.

سردار محمد داود خان تر  پینځه کلني واکمنۍ وروسته د ۱۳۵۷کال د ثور میاشتې په اومه نیټه د یوې پوځی کودتا په ترځ کې د خپلې کورنۍ له تقریباً شلو تنو غړو سره یو ځای د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې شهید کړای شو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery