اچ ۱ ان ۱ وایرس څه ته وایې؟
میرویس جلالزی
اچ ۱ ان ۱ وایرس د انفلونزا ناروغۍ لیږدونکی وایرس دی چې انسانان، الوتونکې اوڅاروې پرې اخته کیږي
.
دغه وایرس هغه وایرس ته ورته دی چې په انسانانو کې د موسومې والګي د زیاتوالي سبب شوی (( موسومي والګی په
افغانستان کې د ژمې په میاشتو کې خپلې وروستۍ کچې ته رسیږي ، خو د والګي دا نوی ډول د ویروسونو یو مخلوط دی چې په
خوکونو( خنځیرانو) الوتونکو او انسانانو کې لیدل کیږي او هغه د خوکي انفلونزا په نوم یادیږي ځکه د دغو وی
وسونو جوړښت ډیری خنځیران تر هدف لاندي راولي لکه مخکیني وایرس چې د مرغانو د انفلونزا په نوم یادیږي.
آیا د دغې ناروغۍ کومه پیښه په افغانستان کې لیدل شوي ده؟
ځواب یې نه دی.
د اچ یو ان یو وایرس څرنګه
انسانانو ته انتقال کیږي او آیا پرې اخته کس د درملني وړ دی که څنګه؟
ځواب: د اچ یو ان یو نوی ډول د
موسومي والګيا په بڼه د ټوخې او پرنجا له لاري د یوه انسان څخه بل انسان ته خپریږي.
د درمل جوړولو ش
کتونه د دغې ناروغۍ لپاره د یوه واکسن د موندلو په لټه کې دي ښایې د ویروسي ضد درملو څخه ګټه واخیستل شي
خو دا ناروغي لنډه او د ترینګلي حالت حالت څخه وباسي .
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وایې چې په بشپړه
توګه درمل په واک کې لري څو د هیواد د ټولو وګړو درملنه پرې وکړې.
د دغې ناروغۍ نښې نښانې څه دي؟
د دغې
ناروغۍ نښې نښانې د موسومي والګي سره ورته دي او پکې تبه، ټوخی، د ستونې درد، د سر درد او د ستړیا احساس شامل
دي.
تر اوسه پوري د اچ یو ان یو ویروس ډیري پیښې په کمزوري ډول لیدل شوي او ګڼ شمیر خلک د یوې او دوه اونیو
په ترځ کې خپله روغتیا تر لاسه کوي.
څرنګه کولای شم له دغه وایرس څخه خپل ځان خوندي وساتم؟
ځواب: د
ټوخي او پرنجا پر مهال خپله خوله وپوښوۍ، اوپه منظم ډول خپل لاسونه په صابون او اوبو ومینځي چې دا کار ستاسو په
ساتنه کې مرسته کوي.