مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-18   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

په تهران کې د اعتراضاتو بله څپه( ګزارش)

تهران کې یو ځل بیا د اعتراضونو لړۍ زور واخیست.

رپوټ ورکونکی: میرویس جلالزی

په تهران کې د مخالف مشر میر حسین موسوي په زرګونو پلویانو یو ځل بیا د ناندریزو ټاکنو د پایلو په  اړه لاریون وکړ.

که څه هم د مخالفینو په احتجاجونو بندیز لګول شوی او د خلکو دغه ډله د جمعې له لمانځه وروسته را ووتله او د یوه ځواکمن ملا او د ایران د پخواني ولسمشر هاشمي فسنجاني د هغې وینا تر تاثیر لاندي راغله چې د جمعې د لمانځه څخه وروسته یې دوي ته واوروله.

د ایران د ته ان په پوهنتون کې د موسوي  له خوا وینا واورول شوه او دغلته هم په زرګونو  کسانو د هغه په ملاتړ شعارونه ورکول.


میر حسین موسوي په پوهنتون کې خپلو پلویانو ته پارونکي وینا وکړه او هغوي د ټاکنو د پایلو په اړه د اعترضونو بیا ځلي پیل ته را وبلل. له بل لوري هاشمي رفسنجاني وویل چې ایران په کړکیچ کې ښکیل شوی او حالات ډیر ترخه دي او زه فکر کوم هیچا نه غوښتل چې حالات داسي شي او مونږ ټولو ضربه وخوړه او مونږ تر هر څه زیات باور او اعتماد ته اړتیا لرو دا ځکه چې د خلکو باور په پراخه کچه د ټاکنو له پایلو وروسته ځیانمن شوی دي.


فسنجاني د هغو کسانو د خلاصون غوښتنه هم وکړه چې د وروستیو لاریونونو پر مهال نیول شوي دي.
له ایران څخه د تازه  اعتراضونو عیني شاهدانو وویل چې پولیسو یو ځل بیا په سلګونو معترضین ونیول او د هغوي پر وړاندي یې له اوښکې بهونکي ګاز څخه کار واخیست.


ناسپین شوي رپوټونه وایې چې په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو یوه فعاله شادي صدر هم شامه ده .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery