مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-25   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د امریکا اقتصاد مخ په ښه کیدو دی(رپوټ)

 

د امریکې  جمهور رئیس براک اوباما وايي، په آینده څو میاشتو کې به په ملک کې خلکو ته د کار روزگار زمینې مخ په زیاتيدو شي.

وروستۍ ا قام ښيي چې په امریکا کې د بې کارئ اندازه نهه نیم فیصده ده.

له بلې خوا، د جون په میاشت کې په امریکا کې د پرچون فروشئ اندازه لوړه شوې وه او علت یې د موټرو د نرخونو

راکمیدل او د تیلو د قیمت لوړېدل گڼل شوی دی.

په هغه رپوټ کې چې نن د ارمریکا د سوداگرئ وزارت خپور کړ، ویل شوي چې د مشتریانو په لگښت کې څه باندې نیم فیصد زیاتوالی راغلی دی.

د خوراکي موادو او تیلو پرته چې قیمتونه یې اکثره وخت کښته یا پورته ځي، د نورو توکو قیمتونه یو څه رالوېدلي دي.

اقتصادي ماهرین له دې امله په امریکا کې د مشتریانو لگښت له نږدې څاري چې ددغه ملک له دریو نه دوه برخې اقتصاد په همدې ټکې ولاړ دی.

امریکا غواړي عرب سوداګر مطمئن کړي

 
په پایتخت جده کې سوداگرو ته د خبرو پر وخت، گایتنر وویل، اقتصادي رکود بیرته مخ په کمیدو دی.
 
د امریکا د مالیې وزیر ټیمتي گایتنر چې دا وخت سعودي عربستان ته په خپل لومړني رسمي سفر تللی دی، کوښښ کوي د فارس د خلیج اندېښمنو پانگه اچوونکو ته د روانې اقتصادي وضعې په اړه اطمنان ورکړي.

په پایتخت جده کې سوداگرو ته د خبرو پر وخت، گایتنر وویل، اقتصادي رکود بیرته مخ په کمیدو دی.

خو ټیمتي گایتنر خبرداری ورکړ چې تر اوسه دا نه ده معلومه چې په بشپړ ډول د اقتصاد بیا پر پښو درول به څومره وخت نیسي.

ټاکل شوې ده چې گایتنر به سبا د متحده عربي اماراتو له مشرانو سره به ابوظبي کې وگوري.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery