مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ناروی کی ادبي ناستې غونډه وکړه

رحمت زهیر


اسلو : لکه څرنګه چی پتیل شوې وه ، د ناروې هیواد په پلازمینه اسلو کې د ادبې ناستې غړیو یوه لویه کلتوري او ادبی غونډه ترسره کړه .
نوموړي  غونډې دوې برخې د لودې ، لومړي برخه یی ژوندۍ مشاعره وه چې ددود سره سم د پاک څښتن په نامه د سهار به لسو بجو پیل شوه چې دافغان غږ راډیو له څپو په مخامخ ډول خپره شوه ، چې په ځایی ښاغلو شاعرانو برڅیره ، یوشمیر ښاغلیو د بیلابیلو هیوادونو د ټیلفون په لیکه خپل خواږه شعرونه د افغان غږ راډیو درنو اوریدونکو ته واورول .
دغوندې دویمه علمي برخه وه چې په کلتوري او ادبي مسایلو بحث ته ځانګړې شوې وه .
نوموړي غونډه چې د افغان غږ راډیو په تالار کې ترتیب شوې وه د ژوندۍ مشاعرې پسې پیل شوه چې په ترڅ کی یی د یو شمیر ښاغلو ، ادب پوهانو او علمي شخصیتونو لخوا دافغاني کلتور ، ښیګڼو ، ځانګړتیاو او نیمګړتیاو باندې تاوده او ژور بحثونه وشول .
دغونډې په پاې کې ټولو ښاغلو په یوه خوله پ یکړه وکړه چې دغه ډول اړینې او ګټورې غونډې باید وخت په وخت جوړې شي .
غونډه په ځایی وخت د ماسپین په یوه بجه پای ته ورسید.
دیادولو وړده په پورتني غونډه کې دغو ښاغلو او آغلو برخه درلوده ، جنرال غلام رباني وطنیار ، ډاکټر جاوید ربانی صافی ، حکیم کرنزی ، اجمل اټک یوسفزی ، ډاکټره مسعوده وزیري ، احمد جاوید خان ، شکران الدین یوسفزی ، کامل علی زی ، ظهیر پکتین ، ډاکټر پاییز ، شفیع الله هوتک ، خدمتګار مزدورزوی ، شمشیر خان ، ډګروال اکبر پکتین ، استاد منصور حبیب خیل او یو شمیر نورو...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery