د بښنې نړیوال سازمان رپوټ
د بښنې نړیوال
سازمان د لسو ټکو اجندا خپره کړې
رپوټ ورکونکی: میرویس جلالزی
د بښنې نړیوال سازمان ( ایمنستی
انترنیشنل) په افغانستان کې د انساني حقونو د وضیعت د ښه والي په موخه د لسو ټکو خپله یوه نوې اجندا
اعلام کړې.
د لسو ټکو دغه اجندا تر ډیره د ولسمشرۍ په سیالۍ کې کاندیدانو ته متوجه ده.
د عفوې
نړیوال سازمان د اسیا پاسفیک د څانګې مشر سام ظریفي وایې د افغان پارلمان په غړو ډیر خلګ باور نه لري
د هغوي کړنو ته د شک په سترګه ګوري، جنګي مجرمین آزادکرځي او نورې ستونزې هم موجودي دي.
ظریفي وایې افغانان
د یوه ښه حکومت له نه لرلو او له اقتصادي فساد څخه کړیږي.
د ښاغلي سام د وینا له مخې، په داسي حال کې چې
افغانان له مخ پر زیاتیدونکي نا امنۍ سره مخ دي خو هغوي په هیواد کې د امن په پرتله د قانون د واکم
نۍ مسلې ته ترجع ورکوي.
د بښنې د نړیوال سازمان د لسو ټکو په دغه اجندا کې راغلي چې د ولسمشرۍ
کاندیدان باید په هغو مسلو خبري وکړي چې د خلکو د قهر او نا هیلۍ لامل ګرځيدلي.
هغه لس ټکې چې د بښنې د
نړیوال سازمان په دغه اجندا کې ذکر شوي په لاندي ډول دي.
لومړی: د بشري حقونو په برخه کې د
افغانستان د نړیوالو زمه واریو پلي کول.
دوهم: په عدلي او قضایې سیستمونو کې اصلاحات.
دریم: د خود سرو نیولو
او ناقانونه سزا ورکولو خطمول.
څلورم: پخوانیو مجرمینو ته د معافیت پر ځای د سزا ورکول
پینځم: د بیان آزادۍ
ته درناوی.
شپږم: په کور دننه او له بهر څخه را ستنیدونکو مهاجرو سره مرسته
اوم: د اعدام د سزا درول او د
وخت په تیریدو د دغې سزا خطمول
اتم: د ماشومانو د حقونو درناوی
نهم: په قانون او عمل کې د ښځو د حقونو د
ناوی
لسم: د جنګي بندیانو سره د ناوړه سلوک خطمول او له بندیانو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چال چ
ند.