د پارلمان د وکیل د تښتولو
هڅه شنډه شوه(رپوټ)
په کابل کې د پارلمان د یوه وکیل هلال الدین هلال د اختطاف هڅه شنډه شوه.
پو
یس وایې چې دری تنه هغه شکمن تښتونکي یې نیولي چې د شپې له تیارې څخه په ګټې اخیستني د هلال کور ته ور دننه شوي ول
او غوښتل یې نوموړی له ځان سره په نامعلوم لوري وتښتوي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ یوې سرچینې د خپل نوم د
نه اخیستلو په شرط وویل چې له تښتونکو سره یې یوه میل میکاروف تمانچه، د بي هوښه کولو مایع درمل، دری پیچکارۍ
او دری سیټه ګرځنده ټلیفونونه نیولي دي.
هلال الدین هلال هم دا پیښه تاید کړه او دا چې پولیسو د هغه
ژوند ژغورلی له دغه کار څخه یې مننه وکړه.
تر اوسه د دغې ناکامه هڅي انګیزه نه ده روښانه
وي.
د یادولو وړ ده چې هلال الدین هلال په پارلمان کې د بغلان د خلکو استازي توب کوي خو دمګړۍ په کاب
کې اوسیږي.