د نړۍ تر ټولو ستر تیلسکوپ فعال شو(
پوټ)
میرویس جلالزی
د جی تي سي په نامه د نړۍ تر ټولو ستر تلسکوپ چې د هسپانیې د قنارې
ټاپو ګانو په لوړه څوکه ایښودل شوی د فزیک پوهانو له څو کلنو هڅو وروسته فعال شو.
څیړونکو دغه
تلسکوپ د ستورو، کهکشانونو او نورو سماوې موجوداتو د دقیقې مطالعې او لید لپاره فعال کړی دی.
د نشنل
جیوګرافیک چینل په رپوټ چې دغه تلسکوپ د نړۍ په کچه د خپل ډول لومړی ستر تلسکوپ دی چې تیره ورځ د هسپانیې د
پادشاه خوان کارلوس له لوري فعال او ګټې اخیستني ته وسپارل شو.
د دغه تلسکوپ د جوړولواو
نصب په چارو ۱۸۰ ملیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی چې اوس به ترینه د هسپانیې په ګډون د مګزیک او ف
وریدا ایالت ستور پیژندونکي هم ګټه اخلي.
د جي ټي سي تلسکوپ داسي ترکیبې آینه لري چې وسعت
یې ۱۰اعشاریه ۴ متره ته رسیږي .
نشنل جیوګرافیک چینل رپوټ ورکړ هغه څوکه چې پکې دغه تلسکوپ
ځای پر ځای کړای شوی د سمندر له سطحې ۲۴۰۰ متره لوړ ده.
هسپانیوې او امریکایې محقیقین
وای چې دوي تمه لري د جي ټي سي په مرسته د کهکشانونو او ستورو د پیدایښت او مړینې په اړه داسي معلومات تر
لاسه کړي چې تر اوسه له نړۍ څخه پټ پاتې دي.