مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-12   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د برقي آشپزانو رستورانت( رپوټ)

 

رپوټ ورکونکی: میرویس جلالزی

په جاپان  کې د  یوه وړکي رستورانت  ټولي چارې برقي انسانانو (روبات) ته سپارل شوي دي.

د  دغه سټورانټ مالک وایې چې په خپل  دغه نوښت  سره یې  په سلګونو مشتریان  موندلي او د رسټورانت عواید یې د هرې  ورځي په تیریدو مخ پر زیاتیدو دي.

په دغه رستورانت کې آشپزان، ګارسونان، پیسې ټولونکي، سندرغاړې او ډانسران واړه  روباتان دي.

دغه رسټورانت ( فوامین) نومیږي او د جاپان په ناګویا ښار کې  موقیعت ل ي.

دغه وړوکی رسټورانت اشپزان دوه ماشیني سړي دي چې په ورځ کې ۸۰ ډوله خوندور خواړه پخوي.

په دغو خواړو کې  د جاپاني خوړو سربیره افغاني قابلي هم شامل دي.

د رستورانټ مالک  جوبیان  جونګ  ویلي چې یو مهال یې په افغانستان  کې د جاپان په سفارت کې  کار کاوه او افغاني قابلي ( ممیز لرونکي وریژې) یې ډیري خوښي وي نو همدا یې دلیل دی چې د ده په رسټورانت کې  یو ډول خواړه  قابلي دي.

په دغه رسټورانت کې  ځکه له روبات څخه د میلمه پالو په توګه کار اخیستل کیږي چې  په ډیر  کم وخت  کې او په خورا دقت  سره  خپله دنده تر سره کوي او په دې سربیره  یوشمیر نارینه او ښځینه روباتونه  چې ښه سینګار شوي د رسټورانت  مشتریانو ته د مانزایې په نامه هغه جاپاني ننداره وړاندي کوي چې  په دغه هیواد کې خاص  شهرت لري.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery