مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-26   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د کندهار وروستۍ چاودنه( رپوټ)

رپوټ ورکونکې: مریم بارکزۍ

ایډیټ:میرویس جلالزی

پرون ماښام د روژې  دمبارکې میاشتې  په څلورمه نیټه د کندهار ښار د نوې ښار په دننه کې ورزشي لوبغالې ته څیرمه او د سیتا په نامه د یوې رغنیزې پاکستانۍ کمپنۍ  مخې ته  د لارۍ بم په چاونه کې  لیږ تر لیږه پینځه څلویښت  تنه مړه او نږدې پینځه شپیته  نور ژوبل شول.
په مړو او ژوبلو کې ډیری کسان ښځي، ماشومان او بوډاګان ول.
ډیری ژوبل شوي کسان د کوما په حالت کې دي.


د کندهار د میرویس روغتون چارواکي وایې چې دوي ته هم ګڼ شمیر مړه او ژوبل کسان ور وړل شوي او د ژوبلو شویو ډیری کسانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی.


عیني شاهدان وویل چې د ډیری ژوبلو کسانو بدونه سوځیدلي دا ځکه چې له  چاودنې سره سم په سیمه کې پراخ اور ولګید او د اور وژني مامورین له پيښې یو ساعت وروسته سیمې ته را ورسیدل.

په ورته وخت کې یو شمیر نور ټپیان د کندهار شخصي کلینیکونو او د چینایانو روغتون ته یوړل شوي دي.

د سیتا په نامه د پاکستانۍ کمپنۍ یوه امنیتي افسر د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط وویل چې د دوي د دفتر له پینځه ویشتو امنیتي کسانو یوازي دوه تنه روغ پاتې نور له چاودنې سره سم تري تم شوي او دوي نه پوهیږي چې مړه او یا ژوبل شوي دي.

په پیښه کې د هند، پاکستان او ایران د قونسلګریو ودانیو ته هم مالي ځيان اوښتی دی.

د بینوا ویب پاڼي همکار چې نن سهار د چاودنې سیمې ته ورغلی وایې چې چاودنه دومره ځواکمه وه چې په سیمه کې یې د واده یو صالون، د پاکستانیانو د سرک جوړونې د یوې کمپنۍ ودانۍ او شاوخوا ۴۰ دوکانونه او یو شمیر کورونه وران کړي دي.
زمونږ د همکار د څرګندونو په اساس چې نن سهار هم د کورونو او دوکانونو په پاتې شونو کې د مړو او ټپیانو لټون دوام درلود او یو شمیر کسان د خپلو  عزیزانو په لټه کې ول.
تر اوسه د  دغې پیښې  عاملین نه دي معلوم شوي خو تر دې دمخه دغه ډول بریدونه د طالبانو له خوا تر سره کیدل.
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو یوه ځایې قوماندان چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د بینوا ویب پاڼي ته وویل چې په دغه لارۍ موټر کې چې پرون وچاودید د دوي له خوا ۲۵۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړای شوي وو چې موخه یې  د کندهار یو مهم حکومتي ساختمان وو چې دغه پلان سر ته و نه رسید.
نوموړي قوماندان وویل چې د دوي یو شمیر پیاده جنګیالي هم د دغه پلان برخه ول چې له چاودنې  وروسته به په مشخص ساختمان باندي چریکي یرغل کوي خو کله چې دغه موټر بي ځایه وچاودید پلي طالبان بیرته خوندي سیمو ته ستانه شول.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery