د میرویس جلالزي رپوټ
ټاکل شوي چې تر راتلونکو څو میاشتو پوري د ۵۰ ملیارده په ارزښت د افغانیو نوي بانکنوټونه چاپ او بازارانو ته را ووزي.
د دغو بانکنوټونو د چاپ چاري دمګړۍ په انګلستان هیواد کې رواني دي او یوه افغان ډله هم انګلستان ته د بانک نوټونو د چاپ د څارنې لپاره استول شوي ده.
دغه نوي بانکنوټونه به د پخوانیو هغو په پرتله ښه کیفیت ولري.
دمګړۍ د لسو، شلو، پنځوسو او سلو افغانیو نوټونه په ډیر بد حالت کې قرار لري او داسي معلومیږي ته به وایې چې څو لسیزې پرې تیري شوي دي.
محمود د کابل د پښتونستان په واټ کې د کور د برقي وسایلو یو پلورنځی لري.
هغه وایې چې اوسني بانکنوټونه د پخواني حکومت د بانکنوټونو په پرتله له ټیټ کیفیت څخه برخمن دي او د لږې کاروني وروسته شړیږي او له مینځه ځي.
که څه هم دولت په وار وار د ټلویزیونونو له لاري له خلکو غوښتي چې بانکنوټونه په سمه توګه وساتي خو بیا هم بانکنوټونه د خراب کیفیت له امله د هرې ورځي په تیریدو به بي ساري توګه خپل خاصیت له لاسه ورکوي.
د مرکزي بانک ویاند ایمل هاشور وایې چې هغه پنځوس ملیونه نوي بانکنوټونه چې له یوې بریټانوي کمپنۍ سره یې د چاپ تړون لاسلیک شوی به تر څو میاشتو د افغانستان پولي دوران ته را ننوزي.
نوموړي وویل چې دمګړۍ اتیا ملیارده ا فغانۍ د افغانستان په اقتصادي نظام کې د چلند په حال کې دي او د افغانستان اقتصادي ودې ته په کتو سره باید د بانکنوټونو اندازه هم زیاته شي.
ښاغلي عاشور وویل چې نوي بانکنوټونه به په تدریجي توګه د افغانستان اقتصادي نظام ته را داخل شي او د پخوانیو هغو په پرتله له ښه کیفیت څخه هم برخمن دي.
د عاشور د وینا له مخې چې د نویو بانکنوټونو څنډي داسي جوړې شوي چې د بانکنوټ له قاطیدو مخه نیوی کوي چې په پخوانیو هغو کې دغه ځانګیړنه وه موجوده.