مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-10   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د نیویارک ټایمز د خبریال مرموز مرګ(رپوټ)

د نیویارک ټایمز د خبریال مرموز مرګ(رپوټ)

میرویس جلالزی


د لومړي ځل لپاره یو افغان خبریال په شمالي ولایت کندز کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

که څه هم افغان او بهرني چارواکي په دغه وژنه کې د طالبانو لاس دخیل بولي خو تر اوسه په دقیقه توګه نه ده معلومه چې د غه خبریال د چا له خوا وژل شوی دی.

د نوموړي د مرګ د مرموز والي په اړه وروسته تر هغه شکونه رامنځ ته شول چې له هغه سره ملګری بریټانوی خبریال د ناټو ځواکونو پر وینا د هغوي په یو لړ عملیاتو کې روغ رمټ ژغورل شوی دی.


افغان ولسمشر حامد کرزي او په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازي په دوو جلا جلا اعلامیو کې په کندز ولایت کې د افغان خبریال سلطان محمد منادي وژنه وغندله .

سلطان محمد منادي د دې اونۍ په سر کې له یوه بل بریټانوي خبریال سره د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ ته په دغه سیمه کې  د وروستۍ بمبارۍ څخه د رپوټ د جوړلو لپاره ورغلی وو چې د وسله والو کسانو له خوا وتښتول شو.

د نیویارک ټایمز د دغه ځوان خبریال مړی د چهارشنبې په ورځ له چهاردرې ولسوالۍ څخه وروسته تر هغه وموندل شو چې د هغه بریټانوی ملګری د بریټانيي د ځانګړو سرتیرو د عملیاتو په پایله کې آزاد شو.

حامد کرزي ویلي چې دغې پیښې سخت خواشینی کړی دی او عاملینو ته یې د شدیدي جزا غوښتنه کوي.

د ناټو بریټانوي ځواکونو د چهارشنبې په شپه هغه سیمه کلابند او پرې یې عملیات وکړل  چېرته  چې دغه دوه خبریالان ساتل کیدل.

د یادولو وړ ده چې سلطان احمد منادي د پنجشیر ولایت اوسیدونکی وو او په دې ورستیو کې یې د آلمان په یوه پوهنتون کې د ماسټري په درجه د عامه اړیکو له پوهنټون څخه سند تر لاسه کړی وو.

تر اوسه نه ده معلومه چې منادې د چا په ډزو وژل شوی خو جسد یې افغان ځواکونو سهار دوخته موندلی دی.

 د افغانستان د مطبوعاتي کورنۍ د غړو تر مینځ داسي ګنګوسي هم موجودي دي چې د نیویارک ټایمز بریټانوی خبریال د  یوې معاملې له مخې تښتونکو آزاد کړی خو د هغه د  ملګري سلطان احمد منادي په برخه کې بیا معامله نه وه شوي .

دا په داسي حال کې ده چې څو کاله دمخه په هلمند کې هم یوه ورته پیښه رامنځ  ته شوي وه.
هغه مهال طالبانو ایټالوی خبریال ماسترجیاکومو او د هغه افغان ملګری اجمل نقشبندي وتښتول چې وروسته ماستر جیاکومو د پیسو او ځینو طالب قوماندانو د خلاصون په بدل کې آزاد شو خو اجمل نقشبندي ووژل شو.

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery