مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهارکي سړک ته نژدې کورونو ارزښت له لاسه ورکړى

سپين (نورزى)،کندهار

 کندهارښارکي دسړک دغاړي کورونوخپل ارزښت له لاسه ورکړى دى
لکه دافغانستان سياست چي دنوري نړۍله سياست څخه جلااوڅوک يې هيڅ وړاندوينه نه سي کولاى ، همداسي زموږدهيوادنوري چاري هم اوسمهال له نوري نړۍڅخه ډيرتوپيرلري اوهيڅ له نوري نړۍسره دپرتلې وړنه دي .

تاسوبه اوريدلي ياليدلي وي چي په نوروهيوادونوکي دښارمځکه،کور،دوکان اومارکېټ دکليواو ولسواليوپه پرتله په لوړه بيه پلورل کيږي، په همدې ترتيب په ښارونوکي بياهغه کورونه اودوکانونه په لوړه بيه پلورل کيږي چي دواټونو ياسړکونوپرغاړوباندي پراته وي خوپه افغانستان اوپه  تېره بياپه کندهارکي داخبره ډېره سرچپه ده ځکه اوسمهال په کندهارکي مېشت خلګ هغه سرايونه اودوکانونه چي دسړکونوپرغاړه موقيعت لري په ښه زړه اولوړه بيه نه رانيسي ځکه ددوى په ويناچي ډيرى مهال ړندې چاودني اوځانمرګي بريدونه دسړکونوپرغاړه ياهم سړکونوته نيژدې رامنځته کيږي چي په دي سره ددوى ژوندته  سترګواښ متوجه وي .

په کندهارښارکي دلومړۍناحيې يوتن اوسيدونکي سيدمحمدکبيراغادمرکي پرمهال راته وويل : (( زما يوباب کورچي مخکي يې له پنځلسولکوڅخه ترشلولکوکلداروپوري بيه درلوده خواوس يې خلګ په لس لکه کلداري باندي رانيولوته لاسم زړه نه ښه کوي اوزماهم سم زړه نه غواړي چي ګذاره پکښي وکړم ،اوس حيران يم چي په دي کورڅه وکړم  ؟؟))


خودکندهارښاردسټډيوم دسيمي يوتن پخواني اوسيدونکى حاجي کريم الله بياپه دي ډيرخوښ دى چي خپل دسړک دغاړي کوريې څوکاله مخکي په ښه بيه پلورلى اواوس په چوڼۍسيمه کي له سړک څخه ليري په يوه کوڅه کي ژوندکوي ، دى وايي : (( مخکي مي خوابده وه چي دښارپه زړه کي مي خپل دپلاراونيکه راپاته مېنه په ارزانه بيه پلورلې وه خواوس چي حالاتوته ګورم نوخپل  خداي ته  شکراداءکوم، ښه سوچي دسړک دغاړي له سراى څخه مي ځان بېغمه کړاواوس کرارپه يوه کوڅه کي له سړک څخه ليري ژوندکوم ډيرخوښ يم . ))

داچي دکندهارښاريانودغه اندېښنه څونده پرځاى ده؟

 په کندهارښارکي د(رهنمايي معاملات )ددفترونو استازى ( توريالى) هم دښاريانودغه اندېښنه پرځاى ګڼي اووايي : (( اوسمهال دهغوودانيوچي دسړک پرغاړه موقيعت لري ارزښت ډيرلږسوى دى . )) دده په خبره چي مخکي  به شتمن اوغيري  شتمن کسانوهڅه کول چي داسي کوردځان لپاره غوره کړي چي دسړک پرغاړه اودموټرلارولري خواوس هغه خبري نسته ځکه داچاودونواوځانمرګوبريدونوهرڅه ګډوډکړه

په کندهارښارکي ديوې بلي رهنمايي معاملات دفترلرونکى (عبدالحميد)دتوريالي دخبري په تائيدزياتوي: (( تاسوباوروکړى اوس له لويه سره په کندهارښارکي دهغوسرايونو،مځکواوکورونوچي سړک ته نيژدي پراته وي  خپل پخواني قيمتونه له لاسه ورکړي دي اوترټولوغټه سبب يي همدغه ناڅرګندي چاودني اوځانمرګي بريدونه دي . ))

درنولوستونکوته دي ياده وي چي په کندهارښارکي له يادي ستونزي سره خلګ لاس اوګريوان دي اوپه ولسواليوکي بياله ړندوبمباريو،جنګونو،دبهرنيانوله تلاښيواودطالبانوله سنګرونوڅخه خلګ خپل کورونه پرېږدي اوکندهارښارته کډي کوي اوپه ښارکي له بېکارۍسره سره ديوعالم ستونزوپېټى پرسرګرځوي نوداچي داستونزي به ترکومه رواني وي ؟

يوالله ښه پوهيږي نورد چاسرځکه نه په خلاصيږي چي دافغانستان سياسي وضعه ديوچاپه لاس کي نه ده،له ګاونډيانوڅخه ترراغلوبهرنيانوپوري هريوخپل ځانته له دغه اسلامي او تاريخي هيوادڅخه چي کلنو،کلنوسختوجګړوډيرځپلى ، خپلي ګټي پورته کوي . 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery