مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-19   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د کابل ځانمرګی برید (رپوټ)

میرویس جلالزی

د کابل ښار له یوې اوږدې چوپتېا وروسته دپنجشنبې په ورځ یوې ځواکمني چاودنې  ولړزاوه او په سلګونو کورنۍ د دغې چاودنې له امله د روژې په مبارکې میاشت کې د غم په ټغیر کښینستي.

چاودنه  د پنجشنبې په ورځ شاوخوا دولس نیمې بجې هوايي ډګر ته په غزیدلي واټ د ( دهن حمام بي بي مهرو) په سیمه کې وشوه.

په پیښه کې د شپږو ايټالوې سرتیرو په ګډون ۱۶ تنه افغانان مړه شول او شاوخوا ۶۰ نور ژوبل شول.

چاودنه دومره ځواکمنه وه چې په سل مترې  واټن کې یې د ولاړو ودانیو او دوکانونو خیښې ماتې  کړي.

عینی شاهدان وایې  چې ځانمرګی برید کونکی په یوه ګړندې موټر کې ناست وو چې د عامې روغتیا د څلور لارې له استقامت څخه د هوايي ډګر په لور روان وو خو د ایټالوې سرتیرو موټریز کتار بیا دهوايي ډګر له لورې د عامې  روغتیا د  څلورلاري په لوري را روان چې ناڅاپه ځانمرګي موټر د دواړو سرکونو د منځ له کانکریټي ټیټ دیوال سره وجنګاوه او پیښه رامنځ ته شوه.

د واټ کیڼې غاړې  ته د فاتحې یو زنانه صالو او یو پخوانی زیارت سخت ویجاړ شوي او د واټ ښې اړخ ته بیا یوه دوه پوړیزه خامه ودانۍ چې پکې د یو شمیر  ډاکټرانو معاینه خانې او درملتونونه موقیعت لري وران ویجاړ شوي دي.

چاودنه دومره زوروره وه چې د مکرویانو په مارکیټ کې یې هم د ډیرو دوکانونو کړکۍ او دروازې ور ماتې کړي.

د چاودنې له سیمې  څخه شاوخوا پنځوس متره جنوب لوري ته د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو وزارت ته هم سخت مالي ځيان رسیدلی او په مکمله توګه یې خیښې او یو شمیر  کړکۍ ماتې شوي دي.

په دغه دولتي ودانۍ کې پينځه مامورین د هغو خیښو په ټوټو ژوبل شوي چې د چاودنې پر وخت ماتې شوي وي.

له چاودنې شیبه وروسته د شهید محمدداود خان ( څلور سوه بستریز روغتون)   امبولانسونه سیمې ته را ورسیدل او د ټپیانو اومړو په انتقال یې پیل وکړل.

د روغتون چارواکو وویل چې په پیښه کې د ژوبلو شویو ډیری کسانو ټپونه کاري دي او روغتیایې حالت یې  نازک دی.

د کابل  د پولیسو قوماندانۍ جنایې مدیر وویل چې په پیښه کې څلور ایټالوي سرتیري هم ژوبل شوي دي.

دغه چاودنه په داسي وخت کې رامنځ ته شوه چې د کابل  ښار د  اختر را رسیدو ته تابیا نیوله.

په وژل شویو کسانو کې  د وکیل په نامه د یوې لس کسیزې کورنۍ یواځنی ډوډۍ راوړونکی هم  شامل وو.

د وکیل څلور کلنه لور له هغې پس چې پلار یې په دغه پیښه کې وژل شوی په ژړا ده او د خپل پلار د راتلو لار څاري.

دغه نجلۍ شبنم  نومیږي  .

هغې په خپله ماشومانه ژړا کې له خپلې مورې څخه  خپل  پلار غوښت او ورته یې  ویل چې کله به دې ته جامې  راوړي.

وکیل  هغه کس وو چې په بي بي مهرو سیمه کې یې د کرایې لوښو دوکان درلود او مشر زوی یې د اتو  کلونو دی.

له نوموړي څخه یوه زړه مور، یوه میرمن، څلور لوڼي او دوه کوچني زامن پاتې دي.

د وکیل لوراني د خپل پلار قاتلینو ته د لوی خدای له دربار څخه د دوزخ د سرو لمبو غوښتنه کوي، او وایې چې  د دغه برید تر سره کونکي په هیڅ دین نه دي برابر او  د پردیو له خوا په پیسو اخیستل شوي غلامان دي.


یادونه: دا رپوټ د بینوا ویب  پاڼي د نامه ذکر په صورت کې بیا ځلي خپریدای شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery