مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زما له مړينې وروسته به زما نوښتونوته وده وركړل شي

حيات الله حليم

محمدصديق مخترع:زما له مړينې وروسته به زما نوښتونوته وده وركړل شي

په نوره نړۍ كې مخترع، كاشف، اتل، هنرمند او نوښتګر هڅول كېږي نازول كېږي او د كار د پراختيا لپاره يې امكانات وركول كېږي، خو په افغانستان كې بيا نه يوازې دا چې دې نوښتونو ته پاملرنه نه كېږي بلكې په ټول توان هڅه كېږي چې دا ډول تحركات په نطفه كې خنثى شي.
محمد صديق مخترع زموږ د هېواد د نوښتونو په ډګر كې هغه پېژندل شوې څېره ده چې له پنځوسو كلونو را په دې خوا يې خلك له نامه سره بلديت لري هغه د صنعت په ډګر كې د ۴۰۰ داسې نوښتونو بېلګې رامنځ ته كړې دي، چې ځينې يې بهرنيو سرچينو هم تاييد كړې خو دا چې پراختيا او ودې ته يې زموږ مالي مسوولين پاملرنه نه كوي يوه تر پوښتنې لاندې موضوع ده.
صديق مخترع د وخت او زمان له غوښتنې سره سم اختراع ګانې كړې. د بېلګې په توګه كله چې د هغه پام شو چې زياتره وسايط (د تايرايد) د وتلو له امله چپه كېږي نو يې د دې كار د مخنيوي لپاره د تايرايد داسې ګولۍ جوړې كړې چې نقليه واسطه به يې له احتمالي چپه كېدو څخه ژغورله. د هغه بله په زړه پورې اختراع د يخ د ټوټې په واسطه د اور بلول و، چې دا نوښت يې اوږد داستان لري د لمر د انرژي پواسطه د موټرو په حركت راوستل او همدارنګه د لمر د انرژي په واسطه د څو دقيقو په ترڅ كې د كباب پخول بله لاسته راوړنه وه، چې چا ورته پاملرنه ونه كړه د غلو نيولو دستګاه چې د كور خاوند په خواږه خوب ويده وي او كله چې سهار را پاڅي چې غل يې په دام كې نښتۍ وي دا هم د صديق مخترع له نوښتونو څخه وه. له ژور كوهي نه د باد د انرژۍ په واسطه د نښتا ساده تخنيك په واسطه د اوبو را ايستل چې دا نوښت يې زياتره د هغو سيمو لپاره اغېزمن دى چې هلته موسمي بادونه لګېږي. غلام صديق مخترع وايي زما تخنيك پيچلى نه دى او جوړښت يې ډېر ساده دى كه اوس څوك زما نوښتونو ته وده نه وركوي خو كله چې ما سترګې پټې كړې هغه څوك چې پيسې لري حتمي به زما تخنيكونو ته وده وركوي. هغه د اوبو را ايستلو دستګاه ته چې د ده تر څنګ وه اشاره وكړه او زياته يې كړه دا دستګاه نه تېل خوري او نه برېښنا مصرفوي كه وده وركړل شي او په هغو سيمو كې چې هلته د ځمكې په سر اوبه نشته په كار واچول شي ښايي په زرګونو جريبه ځمكه خړوبه كړي. دې ده په وينا چې ما خپل دا نوښت عملاً چارواكو ته وروښود خو چا پرې غوږ ونه ګراوه. محمد صديق مخترع وايي چې په هېواد كې مو د دريو سېندونو امو، هلمند، كابل تر پريمانه اوبو لاندې په ميليونو هكتاره كرنيزې ځمكې شاړې پرتې دي. خو د غلو دانو كندو مو په پرديو هېوادو كې دى كله چې هغوى غله را باندې بنده كړي نو موږ دلته په ترپكو شو چې خدايه پاكه اولاد مو له لوږې مړ نه شي نو زما دولت ته سپارښتنه دا ده چې د سيندونو اوبۀ راپورته كړي او يا دې زما له خوا اختراع شوې دستګاه ته پراختيا وركړي.
محمد صديق مخترع په هره برخه كې اختراع كړې د هغه بله اختراع له سېلاب نه د راتلو د مخه د خبر وركولو دستګاه ده چې د انسان له تصرف پرته په هغه خوړونو كې چې د سېلاب راتلو امكان په كې ليدل كېږي اېښودل كېږي او د سېل په مسير كې د پرتو كليو اوسېدونكي د يوه مخصوص زنګ په واسطه خبروي ځكه د سږ كال په اوږ دو كې موږ وليدل چې د هېواد په شمالي برخو كې د سيمې له خوا په ناخبرۍ كې زموږ يو شمېر هېوادوالو ته مالي او ځاني زيانونه ور واړول. د محمد صديق مخترع دا دستګاه د هېواد د پېښو ضد ادارې مسوولينو هم تاييد كړه او د دې نوښت د پراختيا لپاره يې د يو څه مالي مرستو ژمنه سپارلې ده. د مركې په وروستۍ برخه كې محمد صديق زياته كړه، چې په پيل كې د ده نوښتونه چې هر څوك وګوري نو زياتې ژمنې او ټټرونه وډبوي خو كله چې يو څه موده تېره شي بيا دا هر څه ټول له ياده و ايستل شي دى وايي چې ما خپله ټوله هستي او كرنيزې ځمكې خپلو نوښتونو ته د دې په لار كې له لاسه وركړې خو بيا هم ناهيلى نه يم، ځكه كله چې د مخه وويل شول زما له مړينې وروسته به ضرور زما نوښتونو ته پراختيا وركول كېږي او هغه څوك به پراختيا وركوي چې پيسې لري.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery