مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کابل کې د شهيد داود خان د سلمې کليزې غونډه

قدير رسا ، کابل

د اکتوبر پر 30  (د لړم پر اتمه نېټه) په کابل کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې او د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له خوا د شهيد محمد داود خان د سلمې کليزې ياد غونډه په دارالامان کې د هغه پر مزار جوړه شوه . څرنګه چې پر همدغه ورځ په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له لوري  د شهيد داود خان د سلمې کليزې په مناسبت يو نړيوال سيمينار جوړېدونکی و ، په کابل کې دغه غونډه د جرمني د غونډې پيلامه وه.
په پيل کې د قران عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو تلاوت وشو او بيا څو تنو مشرانو د شهيد داودخان پر مزار د ګلانو ګېډۍ کېښودې .
د کابل په غونډه کې چې ځوان ليکوال او څېړونکي ښاغلي عبدالغفور لېوال چلوله ، لومړی ښاغلي زرين انځور د افغانستان دکلتوري ودې ټولنې په استازيتوب خبرې وکړې او پر هغو اهدافو يې رڼا واچوله چې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د دې سيمينار له جوړېدو څخه لرل .هغه وويل چې شهېد داود خان د افغانستان د معاصر تاريخ يوه نه هېرېدونکې څېره ده او څرنګه چې د هغې دورې ډېرې مهمې څېرې لا تر اوسه ژوندۍ دي ، له همدې کبله لازمه ده چې دهغه په اړه او د هغه د صدارت او جمهوريت د دورو په اړه لومړی لاس مواد راټول او مورخينو او د سبا ورځې نسلونو  ته وسپارل شي .
ورپسې نوميالي ليکوال ښاغلي حبيب الله رفيع د داود خان د دورې پر کلتوري او علمي هلو ځلو رڼا واچوله او په تېره بيا د هغه د دورې علمي سيمينارونه يې بې جوړې وبلل چې د افغانستان په معاصر فرهنګي تاريخ کې ساری نه لري . بيا ښاغلي ډاکټر کريم باز دشهيد داود خان  په اړه ځيني په زړه پورې خاطرات بيان کړل او له وطن سره د هغه د مينې په اړه يې خبرې وکړې . د غونډې وروستی ويناوال د کابل پوهنتون  استاد پوهنوال محمد رسول باوري و ، هغه د افغانستان په معاصر تاريخ کې د شهيد داود خان پر نقش خبرې وکړې او دسرطان پېښې يې د يو لړ بدلونونو  لپاره نظامي مانور وګاڼه او ويې ويل چې د هغو دورو څېړل له تاريخي پلوه موږ ته ډېر اهميت لري .
غونډه د مولوي خالقداد له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېدله .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery