مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جرمني کې دشهيدداؤد خان دسلمې کليزې نړیوال سیمینار

د ټولنې د مشر تابه جرګه

په جرمني کې د شهيد داؤد خان د سلمې کليزې نړیوال سیمینار ونمانځل شو
   د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په نوښت  د روان کال د لړم په اتمه (د اکټوبر 30 مه ) نېټه د جرمني د (( هيورت )) په ښار کې د شهيد داؤد خان سلمه کليزه د يوه علمي سيمينار په  ترڅ کې  ونمانځل شوه .
  غونډې ته له امريکا او اروپايي هېوادنو برسيره له ګران افغانستان نه هم ځينې ميلمانه راغلي وو .
  دغه سيمينار دوه برخې درلودې ، چې په لومړۍ برخه کې يې علمي مقالې ولوستل شوې او د شهيد داؤد خان په هکله  خاطرات  بيان شول .

  دپروګرام چلوونکې آغلې میرمن شغله وه،چې پروګرام یې په رسمي توګه پرانیسته  او ښاغلي محمد هاشم هاشمي ته یې بلنه ورکړه، سیمینار د عظیم الشان قران دپاکو آیتنو په تلاوت سره سپیڅلی کړي .
 او همدا راز د افغانستان په وروستيو لسيزو کې د ازادۍ او په هېواد مينو شهيدانو روح ته دعاګانې وشوې .
   د ټولنې په استازيتوب استاد سيد حسن پرانيستونکي وينا واوروله . نوموړي ميلمانو ته د هرکلي د ويلو تر څنګ  د دغه سيمينار موخې او د جوړيد د اړتيا په هکله يې  مالومات وړاندې کړل . همدا راز په دې ټينګار وشو ، چې د مقالو لوستونکي او نور ويناوالو نظريات د ټولنې د رسمي دريځ څرګندويي نشي کولی .
همدا راز سیمینار ته ښاغلي استاد عبدالروف خپلواک او ښاغلي عبدالجلیل جمیلي هم مقالې رالیږلې وې، چې د مقالو په ټولګه کې به چاپ شي .

  د سيمينار د چارو د ښه تنظيم او پرمخ بيولو لپاره پوهاند استاد محمد حسن کاکړ د مشر په توګه ، ډاکټر خوشال روهي د مرستيال او ښاغلی داکټر  شيرولي شير د منشي په توګه وټاکل شول .
  پوهاند حيدر داور  د (( سياست اقتصادی سردار داؤد خان )) تر سرليک ﻻندې مقاله درلوده او د ارواښاد داؤد خان د جمهوريت  پر اقتصادي  پلانونو او ستراتيژيو ، پنځه کلن پلانونو او د رهبري شوي اقتصادي پاليسۍ د پلويتوب په هکله هر اړخيزې خبرې وکړې .

  د سيمينار بله ويناواله ميرمن قمر وکيلي اڅکزۍ ، د ((د سردار محمد داؤد د صدارت دوره او د ښځو نهضت )) تر سرليک په ليکنه کې د ارواښاد داؤد خان لنډې پېژندنې د وړاندې کولو تر څنګ د ده مدبرانه سياستونو په هکله څرګندونې وکړې . نوموړې په دې ټينګار درلود ، چې شهيد داؤد خان د ښځو حقوقو او په ټولنه کې د دوی رول ته ډېر ارزښت ورکولو . مېرمن وکيلي په دې هکله وويل : ((. د ښځو شتون يې د ټولنې په جوړ ښت او رغاوی کې لکه د نړۍ د نورو هېوادوپه شان اړين باله ٬ ځکه ښځې د ټولني نيم اړخ  جوړه وي . او پاک خداي (ج) پخپل پيدايښت کي ښځه او نر د انسان تر سرليک لاندې  ياد کړي . موږ  وينو چې یوه کورنۍ  بيا د يوې ټولنې بنسټ او په پای کې د نړۍ جوړښت  د همدې دو موجودو څخه تشکيل شوی دی . په دې مانا چې نر او ښځه د يو بل لازم او ملزوم دي .  ))  نوموړې همداراز په دې دوره کې د ښځو د نهضت او نامتو څېرو په هکله هم مالومات وړاندې کړل .

د يادونې وړ ده ، چې په همدې ورځ په کابل کې هم د افغانستان کلتوري ودې ټولنې لخوا يوه غونډه جوړه شوې او همدا راز د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخوا د شهيد داؤد خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوه . د دغې بهير ثبت شوې ويډيو په  جرمني کې د سيمينار ګډونووالو ته وښودل شوه .
  د هېواد نامتو قانون پوه او ټولنيز شخصيت پوهنوال استاد محمد عثمان روستار تره کي د (( کيش شخصيت  در قانون اساسي اولين جمهوريت ))  تر سرليک مقاله درلوده ، چې د شهيدداؤد خان  د حکومت د دورې او د ده په شاوخوا راټول شويو اشخاصو باندې يې کره خبرې وکړې  نوموړي همداراز هغو تيروتنو ته يې ګوته ونيوله ، چې د شهيد محمد داؤد خان د حکومت د نسکورولو ﻻملونه بلل کيدی شي .

ښاغلي تره کی په خپله مقاله کې د ارواښاد داؤد خان د ملي شخيصت په هکله توضيحات ورکړل ، د شاهي کورنۍ په مقابل کې د ده دريځ او د چپي حرکتونو اغيز ، د داؤد خان کودتا او په هېواد کې د ناخوالو او غميزو د لړيو پيلامه او نورو موضوعاتو باندې هر اړخيزه شننه درلوده .
  د سيمينار په بهير کې د شهيد داؤد خان د لور آغلې درخانی داؤد سره  ټيلفوني اړيکې ونيول شوې او نوموړي د افغانستان کلتوري ودې ټولنې د فرهنګي هلو ځلو د ستاينې تر څنګ له ټولنې څخه د سيمينار د جوړيدو له امله مننه وکړه . په لومړي سر کې په  پام کې وه ، چې مېرمن درخانۍ داؤد سيمينار کې ګډون وکړي لېکن  ونه توانيده .
پوهاند استاد محمدحسن کاکړ  د ارواښاد داؤد خان د تقوا او دکورنۍ د عالي اخلاقو په هکله نوي مالوت  او ځينې بيلګې يې په لنډه توګه وړاندې کړل .

  د سيمينار يو بل وينا وال پخواني ديپلومات ښاغلی محمد ګل وطنپال ديانی و . ښاغلي دياني (( د شهيد محمد داؤد خان بهرني سياست ته يوه کتنه ))  تر سرليک مقاله کې درلوده او د هغه مهال د اوضاع او پر افغانستان باندې د سياسي فشارونه په هکله توضيحات وړاندې کړل او همدا راز يې د هغه مهال حکومت بهرنۍ کړنلاره ، له ګاونډيو هېوادنو سره اړيکې تر څنګ د پښتنو او بلوچو د برخليک سره د شهيد داؤد خان د بې کچه مينې په هکله خپل خاطرات او مشاهدات وړاندې کړل .
 له امريکا څخه د وينا د اورولو په موخه ښاغلي زرغون شاه شينواري ته هم بلنه ورکړل شوې وه . د (( افغانستان له 1352  _ 1388 کلونو او له دغه دورې څخه د راتلونکې لپاره ګټه اخيستنه )) په مقاله کې زياتره د هېواد د راتلونکي برخليک ، سياسي رياليزم ، په هېواد کې د جګړې پر عواملو او همداراز د افغانستان غميزې ته د پای ټکي اېښودلو لپاره په راتلونکې کې د يوه پروګرام جوړولو په هکله هر اړخيزې څرګندونې وکړې  .

  پوهاند استاد سيدحسن کاکړ (( د افغان پرون او سبا )) تر سرليک ليکنه کې  د افغانانو په تاريخي بهير رڼا واچوله او همداراز يې د افغان او افغانستان د کلماتو په هکله مالومات وړاندې کړل . نوموړي  همدا راز د اريانااو خراسان د کلمې په هکله توضيحات ورکړل . پوهاند کاکړ د خراسان کلمې په هکله وويل ، چې دغه يوازې يو کوچنی وﻻيت د پارس تر ولکې ﻻندې و او په هېڅ توګه د افغانستان د کلمې ځای ناستی نش کيدی او هغه کسان ، چې ځانونه خراسانيان بولي په حقيقت کې پر افغانستان باندې د ايران تسلط غواړي .

 پوهاندصاحب  کاکړ د افغانستان د اوسنۍ کړکېچن حالت په هکله او همدا راز په سيمه کې د روانې لوبې به هکله مالومات وړاندې کړل او د افغانستان د راتلونکي برخليک په هکله يې پر احتمالاتو خبرې وکړې .
 ادب پوه او کار پوه استاد اسحاق نګار ګر هم د شهيد داؤد خان د شخصيت او اند په هکله خپلې انګيرنې وړاندې کړې او همدا راز يې د هېواد په هکله د ارواښاد بې کچې مينې او لوړ غرور ستاينه وکړه . همدا راز يې په هېواد کې د رامنځته شوي ناورين اړوند خبرې وکړې .

پياوړي خبريال ډاکټرداؤد جنبش هم د ګډوانوال په توګه په غونډه کې حاضر و او نوموړي مخکې له مخکې کومه چمتو شوې مقاله نه درلوده ، ځکه چې د ارواښاد داؤد خان په هکله يې تازه يو کتاب له چاپه راوتی دی .  له دې سره سره د سيمينار مشر تابه جرګې دې ته ليواله وه ، چې نوموړی يو څو خبرې وکړي .
ښاغلي جنبش له ګډون والو وپوښتل که اوس شهيد داؤد خان راژوندی شوی وای نو موږ به کومه لومړنۍ پوښتنه مطرح کړې وای ؟ د ډاکټر جنبش  په اند بايد ورڅخه پوښتل شوي وای ، چې تاسو به  اوس د کودتا پرېکړه بيا هم کړي وای ؟ د ښاغلي جنبش انګيرنه دا وه ، چې د شهيد داؤد خان ځواب به هرو مرو نه وای !
  ښاغلي جنبش د افغانستان په تاريخ کې د دريو واکمنانو شاه زمان ، اميرامان الله خان او داؤد خان  د ورته برخليک پرتله هم وکړه .

يو له هغه کسانو څخه ، چې له شهيد داؤد خان سره يې نږدې اړيکې درلودې او د چنګاښ مياشتې د کودتا په تر سره کولو کې يې فعاله ونډه درلوده هغه ښاغلی ګل پاچا وفادار دی ، چې حاضرينو ته يې په زړه پورې مالومات او د سترګو ليدلی حال بيان کړ .
  نوموړي د ښاغلي داؤد خان د لوړ شخصيت په هکله خبرې اترې وکړې او د خپلو زده کړو او مقام ته رسيدل يې د شهيدداؤد خان پيرزوينه او احسان وبللو او دا يې هم وويل ، چې دی د افغانستان د کوم بډای ، ملک يا چارواکي زوی نه و او د نور افغانانو په څېر يو عادي ژوند يې درلود . نوموړي په دې  ټينګار کولو ، چې د داؤد د نسکوريدلو اصلي عاملين  پر ده راټولې شوي کړۍ وې .
د سيمينار لومړۍ برخه  د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره پای ته ورسيده ، چې د ښاغلي امين باوري له خوا ولوستل شو  .
د سیمینار دوهمې برخې چلولو ته آغلې شغلې، ځوان خوشال انځور ته بلنه ورکړه ، چې د سیمینار کلتوري برخه پرانیزي .
  د افغانستان کلتوري ودې ټولنې د ځوانانو څانګې ددې برخې په سمبالولو کې فعاله ونډه درلوده  .
  د دې برخې په پيل کې ښاغلي ډاکټر خوشال روهي له پوهنوال ډاکټر روستار تره کي نه هيله وکړه ، چې د ټولنې ستاينليکونه غوره فرهنګي خادمانو ته ورکړي  .

 لومړی ستاينليک د ښاغلي عبدالحميد بهيج لپاره و ، چې ښاغلي ډاکټر ملک زي ته وسپارل شو ؛
دوهم ستاینلیک ،په افغانستان کې د مېرمن ټولنيز بهير لپاره وو ،چې  مېرمن ګلالۍ شير ته وسپارل شو ؛
اودریم ستاینلیک ښاغلي اسدالله ساپي دانش لپاره ځانګړی شوی ستاينليک ښاغلي امین باوري ته وسپارل شو .
  د ټنګ او ټکور او کلتوري په برخه کې لومړۍ د پيغلې شينواري او بيا د تکړه شاعر نذير احمد نذير لخوا شعرونه ولوستلو شول .
  دجشني برخې ځانګړی مېلمه تکړه تانداو ځوان سندرغاړی او کمپوز جوړونکي ښاغلی ميوند لعلپورال و ، چې د ده ښکلې سندرې په  مستو اتڼونو بدرګه شول .
 د افغانستان کلتوري ودې ټولنې لخوا ميوند جان ته  هم د زياتو همکاريو له امله يو مننليک ورکړل شو ،نوموړي تل  د ټولنې غونډې  په خپل هنر سره ښايسته کړي دي .
سیمینار د شپې په درې بجو پای ته ورسید.
په درنښت


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery