مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دلیکوالي دزده کړي دکورس بری لیکونه وویشل شول

ناهید سمسور

دمیرمن کلتوري بهیر له خوا دلیکوالي دزده کړي دکورس بری لیکونه وویشل شول

د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرله خوا دجوړشوي دوه میاشتني کورس بری لیکونه تیره ورځ دیوې غونډې په ترڅ کې دلیکوالي دزده کړي دکورس پر ګډونوالو وویشل شول.
په هغه غونډه کې چې دپوهنې وزارت په تالار کې د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیردغړو او افغان میرمنو په ګډون جوړه شوې وه،په مطبوعاتي چارو کې دمالیې وزارت سلاکارنامتو لیکوال او شاعر استاد نجیب منلي هم ګډون کړی و.
دغونډې په پیل کې لیکوال او شاعر علم ګل سحرد ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرله خوا دلیکوالي دکورس په اړه خبرې وکړې، دپښتو ادب له هغو محترمو استادانو څخه یې مننه وکړه چې دلیکوالي په دغه کورس کې یې دبیلابیلو موضوعګانو په اړه دمیرمن بهیر غړو ته نوي معلومات وړاندې کړي دي.نوموړي په راتلونکې اوونۍ کې د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرله خوا دژورنالیزم په برخه کې دیوه بل دوه میاشتني کورس دپیل کیدو خبر هم ورکړ.

ورپسې داستاد نجیب منلي له خوا دمیرمن بهیر پر هغو غړو چې په دغه کورس کې یې فعاله ونډه اخیستې وه بری لیکونه وویشل شول.

دلیکوالي دزده کړي دغه کورس دوه میاشتې دمخه د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرله خوا جوړ شوی و، چې پکې محترمو استادانوهر یوه استاد سعدالدین شپون،استاد اسدالله غضنفر،استاد نورالحبیب نثار،استاد منلي،علم ګل سحر،نصیراحمد احمدي،محبوب الله محبوب دلیکوالي داساساتو په اړه معلومات وړاندې کړل. د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرله خوا دژورنالیزم په برخه کې کورس دلړم میاشتې په ۲۳ نیټه دپوهنې وزارت په تالار کې پیلیږي ټولې افغان میرمنې او مینه والې کولای شي په دغه کورس کې شاملې شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery