مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-23   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د میرمن کلتوری _ ټولنیز بهیر۶۶ اوونیزه غونډه

راحله نوري

 

د میرمن کلتوری ـ ټولنیز بهیر شپږشپیتمه اوونیزه غونډه د ۱۳۸۸لمیریز کال د لړم پر ۳۰مه نیټه په ده افغانانوکې د معارف وزارت په کلوپ کې د لسګونوخویندو په ګډون د آغلې پاریسې خزان په ویاندي او داغلې ستورۍ معارج ستانیکزۍ په مشرۍ ترسره شوه د تل په شان د غونډی په لومړی برخه کې د تیری غونډې ریپوټ د آغلې سولې نیازۍ له خوا ولوستل شو ورپسې د بهیر پرکاری مسایلو خبرې وشوې په دی برخه کې د میرمن بهیر له خوا د ښځینه شاعرانو د لنډو کیسو د ټولګې دچاپولو او راټولو په اړه خبری وشوې اومسولې یی آغلې وږمې فضلي خپل لنډ رپوټ وړاندې کړ، له ټولو خویندو هیله وشوه چې خپلې کیسې له خپل لنډ ژوند لیک سره دمیرمن بهیر په ایمیل  یا دآغلې وږمې په برښنالیک پته او یا همدغو اوونیزو غونډو ته راواستوي او  د بهیر له غړو نه هم وغوښتل شول چې خپلی لنډې کیسی د یادې شوې ټولګې مسولې وږمې ته وسپاري او تر څنګ یې باید هڅه وشي چې د هغه لیکوالې خویندې چې به کلیو او بانډو کې ژوند کوي د هغوی کیسې دې راټولی او په دې ټولګه کې دي ځای ورکړل شی .
ورپسې د بهیر له غړو هم وغوښتل شول تر څو خپلې ژباړی شعرونه او داسې نور په زړه پورې مطالب د بهیر سایت ته راولیږي.  
همداراز د بهیرله خوا د کتابونو د چاپ په اړه د ښاغلی آریوبی سره هم خبرې وشوې.دبهیر له خوا دچاپ شوي (دسپوږمۍ ترکلي) دکتاب قیمت (۵۰) افغانۍ وټاکل شو، او کاروان مطبعې نه هیله وشوه چې کتاب په ټاکل شوې بیه خرڅ او په پیسو دمیرمن بهیر یوبل کتاب چاپ کړي. او همداراز دمخکیني چاپ شوي ناول دخرڅلاو په اړه هم خبرې وشوې.
د غونډی د کره کتنې په برخه کې د آغلې سوسن نایل شعر کرکتنې ته وړاندې شوآغلې سوسن نایل خپل شعر ولوست:

توانګری    

دعلم او پوهی مفیدجوهرجوړسه
توانګری پریږده توانګرجوړسه
توری شپی پریږده ځلانده لمرجوړسه
توانګری پریږده توانګرجوړسه
 
ملګرتیانکوی هیچاسره وخت
ځاندی چمتوکړه بیابه سی ډیرناوخت
دادځوانۍ عمرلری ډیرارزښت
بیابه ارمان درسی په وخت دزړښت
 
دکاڼوبوټونه سره زرجوړسه
توانګری پریږده توانګرجوړسه
 
وشاته پریږده دفکروټالونه
مخ زمانی ته کړه ګوره هالونه
دعلم په  خزانه کښی دی لعلونه
په دریابوکې اچوه جالونه
 
دڅاڅکوڅاڅکونه لوی سمندرجوړسه
توانګری پریږده توانګرجوړسه
سوسن نایل
 دغونډې د ګډونوالوهرې یوې نجیبې زمان ،ګلالۍ امرخیلې،نظیفې نیازۍ،پاریسي خزان،ماریا نیازۍ،لطیفې لالهاند،عاطفې اشنا،صحابې مالک له خوا پرې بیلابیل نظرونه ورکړل شول،
آغلې  ګلالی امرخیل ددې د شعر په اړه داسی وویل، شعر یې له معنی او مفهوم ډک وو خو ځینې نیمګرتیاوې یې لرلی چې هغه به له زیاتې مطالعی او تمرین وروسته تکمیل شی همداراز آغلی نظیفی نیازی وویل په کل کې د شعر پیغام ښه وو خو د جوړښت له لحاظه یې ځینې نمګړتیاوی لرلې.
ورپسې پاریسي خزان د اغلې نظیفی خبرې تایید کړی او زیاته یې کړه کله چې مونږ شعر لیکو اول باید هغه ته ښه چوکاټ جوړ کړو لکه چې مونږ غزل، نظم او داسې نور د متنوي، مخمس او مسدس په شکل یې لیکو په عموم ډول د پیغلې سوسن نایل په شعر کې احساسات او عالی اهداف کارول شوی ووخو جوړښت ته یې باید ډیر پام وشي خو بیا آغلې لطیفې زیاته کړه   په شعر کې ځینی وخت چوکاټ ته هم ضرورت نشته ځکه خو بیا مونږ ورته آزاد شعر لرو او ښه شعر هغه شعر دې چي د هغو په ویلو سره ځای پر ځای پر انسان تاتیر وکړي اوددی لپاره باید ډیره مطالعه او کوښښ وشی،
د مشاعری برخه  چی اختریزو شعرونو ته ځانګړی شوی وه د بهیرد ګډونوالو هرې یوې نعیمې غني،ګل مینې یوسفزۍ،بصیرې حمیدي،ناهید سمسور، ګلالۍ امرخیلې،وږمې فضلي ،عزیزې،نجیبې اشنا،لطیفې وردګ،ستوري معارج ستانیکزۍ،نظیفې نیازۍ،پاریسي خزان،نجیبې زمان،لطیفې لالهاند،آرزو کبیري،اوښکلامومند له خوا شعرونه او ښکلې لنډۍ ولوستل شوې او د غونډې په پای کې د (ستورو کې سکروټې) د عبدالجمیل ممتاز شعری ټولګه ، د( کیسه ډایجست) او د( ښکلا) د مجلو او (نړۍ) اوونیزې ګڼې د بهیر غړو ته وویشل شوې او د اوونۍ نیکمرغه نجلۍ آغلی (نعیمه غني) د پچې په اساس وټاکل شوه او دمیرمن بهیر ځانګړی سوغات ورته ډالۍ شو.  او غونډه د مازدیګرنۍ له خوړولو وروسته پر دری نیمو بجو پای ته وروسیده .
یاده دې وي چې د میرمن بهیر راتلونکې غونډه د لیندۍ پر(۲۱) مه نیټه تر سره کیږي،دنیکمرغه لوی اختر په مناسبت به له اختره یوه اوونۍ وروسته هم اوونیزه غونډه نه جوړیږي،او دقوس یا لیندۍ له ۲۱ نیټې څخه اوونیزې غونډې او کورسونه پیلیږي. 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery