مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-08   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

پښتوڅانګې محصلينوته دفراغت سندونه ورکړل شول.

رفیع الله نیازی

 

دليندۍ مياشتې په شپاړسمه نېټه دکابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځې د شپې څانګې د څوارلسمې دورې فارغانو ته  له پوهنتون څخه د فراغت سرټيفيکېټونه ورکړل شول.

غونډه د کابل په اريا پېنځه ستوريزه هوټل کې د قاري صاحب عبدالله کامه وال په ويندويي په يوولسو بجو د قران کريم په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې يو تن فارغ شوي محصل سلطان محمد ثبات د غونډې ګډوون کوونکو ته ښه راغلاست ووايه.  د فارغو شوو محصلينو په استازولۍ رفيع الله نيازي په خپلو خبرو کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي او پښتو څانګې د تاريخي بکګرونډ په دغه څانګه کې د خپلو زده کړو د پيل او پای ته رسولوپه اړه رڼا واچوله، ورپسې په نوبت سره  د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې مشر پوهنوال احمد شاه زغم ، ملي مبارز، د قام خادم او د پښتو څانګې استاذ پوهندوی محمد اسماعيل يون، د نوموړې څانګې بل استاذ پوهنمل محمدا جان حقپال ، د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاذ پوهندوی  نظرمحمد بهروز، خوږ ژبي، ټولمنلي او داسلامي فکر خاوند شاعر پير محمد کاروان، پياوړي ژورناليست او اديب ډاکټر محمد اکبر اکبر، مجاهد ليکوال استاذ عبدالباري غيرت اود حسين خېلو شورا وياند قاضي صاحب حيات الله  فارغو شوو محصلينو ته مبارکي وويله او دوی يې په راتلوونکې کې د خپلې ژبې، ټولنې او هېواد مسووليتونو ته متوجه کړل، دټاکنو د شکايتونودکميسيون غړي مولوي مصطفی بارکزي د غونډې د پای دوعا وکړه ، ورپسې فارغو شوو محصلينو ته سرټيفيکټونه او د محصلينو له لوري خپلو استاذانو ته د تحفو په ورکولو   او و د غرمنۍ په خوړلو غونډه پای ته ورسېده .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery