Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-05 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
درضعي خور له خور سره درضعي ورور د ورور نکاح روا ده .
أبولفضل
فتوا نمبر (۲) .
مستفتي : M. Dawood
پوښتنه :
کچيري أحمد د فاطمې د مور شيدې وخوري نو د أحمد د ورور نکاح د فاطمې د خور سره جواز لري که نه ؟
Thanks
الجواب والله ملهم الصواب :
دخودي فاطمي نکاح هم داحمدله ورورسره رواده نو د فاطمي د خورنکاح خوپه طریق اولی رواده ؛ ځکه درضعي ورور له خورسره یا درضعي ورور له ورورسره نکاح رواده اواحمدد فاطمې رضعي ورور دئ .
في ا لهدایة (ج۲ص۳۳۰) : ویجوزان یتزوج الرجل باخت اخیه من الرضاعة / و کذا في فتاوی السراجية ص ۴۰ / و خلاصة الفتاوی ج۲ ص ۱۲ .
اصلي خبر داده چي کومه ښځه چي ويوې انجلۍ يا يوه هلک ته تئ ورکړي نو ددغي ښځي اصول او فروع (یعني پلرونه او مندي او اولاد) صرف له همدغه هلک او انجلۍ سره اړه لري کوم چي و هغوۍ ته يې شيدې ورکړيدي ، او ددغه انجلۍ او هلک و ورڼو ، خویندو ، پلار او مور ته حرام والئ نه ورشامليږي ، البته ددغه هلک او انجلۍ و اولاد ته د رضاع حراموالئ ورشامليږي .
والسلام
حرره : احقر محمد معين الدین أبولفضل .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ