مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-10   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د اسقاط د مسئلې شرحي حکم .

فتوی نمبر ( ۱۱)  . 

مستفتي        :            عطآء الله  ننګ  .
ځائ             :             ولايت ننګرهار ، ولسوالي کوټ د بري شګي کلئ  .

 

دبینواڅخه په مننی چی داسی زمینه یی مساعده کړه چی لدی لاری خلک خپل ټول اسلامی مسئلې  حل کولئ  شي  . 
پوښتنه   :
دقدروړه !  څرنګه چي  نن مونږ ګوروپه هرځائ  کي خلګ د غټي  مسئلې سره مخامخ دي ، چی هغه عبارت ده  د مړی دسقاط اودمړی داولی ورځي دخیرات د  مسئلې څخه  ، کوم چي یواختلافي شکل يې  غوره کړئ دئ  ، که پدې هکله لږ معلومات راکړۍ  نوخوښ به شو   . 
په احترام
 
 الجواب بتوفیق الملک الوهاب  .
له مخه تردې چي دمحترم مذکورمستفتي ورور دپوښتني جواب وکړم دمقدمې په توګه دیوه بیان ذکرکوم ،هغه دادئ چي اکثرمسائل کوم چي نن صبا دمسلمانانو په منځ کي داختلاف اوتنازع موارد ګرزېدلي دي ، په حقیقت کي چي د اختلاف  وهر جانب  ته په دقت سره وکتل سي نوله دغو دوو کارو څخه  یوحتماً پکښي موجودوي  :  هغه داچي یاافراط (ترحدتېرَئ)  کوي او یاتفریط (ترحدکمَئ ) کوي  چي له همدغومسائلو څخه دمرده داسقاط اوپه ده پسي داولي ورځي دخیرات مسأله ده ؛  ځکه ځینوخلګو په دغودواړو مسألوکي دتفريط جانب نیولَئ دئ ، په دې ډول چي پرمخ ور‎څخه منکردي او کوم دلائل چي ددغودواړوکارواثبات کوي په هغوسترګي پټوي اوپه کوم شي سره چي دوۍ دلیل نيسي نوله هغه څخه خپل اصلي مفهوم نه اخلي بلکه دغلط مفهوم په ورکولوسره دخپل مسلک اثبات کوي .
اوځینوبیا په دې باره کي افراط غوره کړَئ دئ  هغه داچي درسم اورواج اودنمایش اوریاکارۍ وکار ته (مثلا) په مرده پسي دخیرات رنګ ورکوي ، اوکوم چي شریعت ئې خیرات بولي هغه نکوي دارنګه په کوم ډول چي علماؤ دشریعت ودورې د اسقاط ته جوازورکړَئ دئ په هغه ډول اسقاط ګرزَول بيخي  خلګ نکوي ، اوپه کومه طریقه سره  چي نن صباپه مردګانوپسي خلګ اودمسجدوامامان اسقاطونه ګرځوي  دانه یوازي داچي بې فائدې دئ  بلکي  دا (العیاذبالله) په دین اوپه شریعت پسخندوهل دي.

له دې بيان څخه وروسته اوس پدې پوه سه ! چي له کوم مسلمان عاقل او بالغ څخه لمنځونه يا روژې په قصد یا بې قصده قضا سي نو پر ده باندي راګرځول فرض دي ، او د قضا نه راوړلو په صورت کښي دَي ګنهګار دئ ، او کله چي د خپلي زندګي څخه مايوسه سي نو بيا پر ده باندي دا وصيت کول ضروري دي چي دده دترکې (اموال منقوله او غير منقوله ) د دريمي حصې څخه د هر لمانځه او د هري روژې په مقابل کښي تخمینا دوه دوه کيلو غنم يا ددې قيمت و مسکینانو ته ورکړه سي ، او که يې دا وصيت ونه کړ نو ګنهګار مړ سو .
کچيري ددغه سړي مال نه ؤ او يا يې مال ؤ خو د هغه دريمه حصه د فراغت د ذمې دپاره ناکافي وه ، او يا يې دريمه حصه  هم کافي وه خو د فسق او جهل له وجي يې وصيت ونه کړ ، نو وارث  وغيره دده له طرفه څخه باقاعده حيله د اسقاط کولاۍ سي  . (رد المحتار  ج ۱  ص ۴۹۲ )  .
حيله هغه مباح کار او ګفتار ته ويل کيږي چي په هغه سره و يو مقصود ته په پوشيده او پټه طريقه سره رسیدګي وسي  ، لکه چي صاحب المُفردات ويلي دي: « الحيلة مايتوصل به الی حالة ما في خفية » (ص ۱۳۸)  . او ابن حجر (رحمه الله) فرمايلي دي :« هي ما يتوصل به الی مقصود بطريق خفي » (فتح الباري ج ۱۲ ص ۲۷۴)  . دارنګه په الأشباه والنظائر ص ۴۱۷ کي راغلي دي : «هي تقليب المنکر حتی يهتدي الی المقصود .
د حيلې مختلف قسمونه دي ، خو دلته صرف په دوو قسمو باندي اکتفآء کوم : اول قسم هغه حيله ده چي لپاره د حلالوالي د حرام شي او لپاره د ابطال د شريعت وي ، لکه کومه حيله چي أصحاب سَبت د ښکار د تحليل دپاره کړېوه (القرآن) او لکه بعضي یهودو چي د وازګي د حلالوالي دپاره کړې وه (بخاري شريف)   دا قسم د حیلې بلا شک حرام او ناروا دئ  .
دوهم قسم هغه حیله ده چی له حرامو څخه د خلاصیدو ، د فراغت دذمې او د واجب د ساقطيدو دپاره وي ، لکه کومه  حيله چي حضرت أيوب (عليه السلام) کړې وه لکه چي الله پاک فرمايي :«وخذ بيدکَ ضغثا فاضرب به ولاتحنث (سورت ص) او لکه چي د اسلام  پيغمبر (صلی الله عليه وسلم)  د يوه مريض غیر شادي شده  د زنا د حد د جاري کولو دپاره کړي وه : « قالوا مارئينا بأحد من الناس من الضر مثل الذي هو به لو حملنا اليک لتفسحت عظامه ، ما هو الا جلد علی عظم ، فأمر رسول الله (صلی الله عليه وسلم) أن ياخذوا له مأة شمراخ فيضربوه بها ضربة واحدة (رواه أبوداؤد ص۶۱۴)  .
او لکه حیله کول د يوسف (عليه السلام) لپاره د راګرځولو د ورور خپل چي يوه کاسه يا پيمانه يې پټه د هغه په بار کښي کيښووله  او بيا يې د هغې په ذريعه سره دَي له وروڼو څخه راوګرځوئ ، لکه چي الله پاک فرمايلي دي :« کذلک کدنا ليوسف » الاية   . امام بخاري د بخاري شريف (ج۲ ص ۱۰۲۸ )کښي يو کتاب په نامه د «کتابُ الحيلة» ذکر کړئ دئ  .  او ځموږ د مبارک حنفي مذهب په معتمدو کتابو کښي د ډيرو جائزو حيلو مثالونه سته ، لکه حيله لپاره د اسقاط د شفعې ، لپاره د تحليل د قسمو او غيره  .
او د اسقاط  د حيلې جواز  د مذهب په ديرو معتبرو او عمده کتابو کښي راغلئ دئ چي ځيني د هغو کتابو پدې ډول دي  :
جامع الرموز ج۱ ص ۱۶۱ / رد المحتار ج۲ ص ۱۲۳ / نور الايضاح / مراقي الفلاح / طحطاوي ص ۱۰۱ / بحر الرائق ج۲ ص ۲۸۴ / فتاوی الهندية ج۱ ص ۲۲۰ / منة الجليل ص ۲۲۰  )  . 
دغه قسم حيله جائزه او روا ده ، نه مخصوصه ده او منسوخه ، دارنګه روايت سوئ دئ له عطا او شعبي څخه ، او دغه  حيله أحنافو ، شافعيه ؤ او حنابله ؤ غوره کړې ده ، البته د مالکينو او د وهابیانو په نزد غير مشروع ده  . فليراجع الی تفسير القرطبي ج ۱۵ ص ۲۱۳ / شرح الأشباه للحموي ص ۴۱۸ / فتح الباري ج ۱۲ ص ۲۷۵) .
دغه دوهم قسم د حيلې لکه چي باصلها ثابت دئ دارنګه فقهاء کرامو (رحمهم الله) ددې په مشروعيت باندي تصريح کړېده ، ددې خبري د اثبات دپاره دي دغه لاندي کتابونه وکتل سي :
( رد المحتار ج۱ ص ۶۸۷ / الطحطاوي ص ۲۶۳ / شرح الکبير ص ۴۹۷ / خلاصة الفتاوی ج ۱ ص ۱۵۳ / بحر ج ۲ ص ۹۱ / الاشباه والنظائر  ص ۴۱۸ ) وغير ذلک    .

البته ددغه قسم حيلې د مشروعيت دپاره ځانته شرطونه دي چي د هغوۍ مراعتول ډير ضروري دئ :
(۱) : د وصيت نه کولو په صورت کښي به په وارثانو کښي نابالغ او غايب نه وي ، ددوۍ د مال څخه تبرع جائز نده  .
(۲) : په قطار يا دائره کښي به مساکين ناست وي ؛ ځکه چي وغني ته په ورکړي سره فراغت د ذمې نه راځي  .
(۳) : کومه فدیه چي و مسکینانو ته ورکوي نو په نيت او قصد دزړه کښي بې دا وي چي و کوم مسکین ته چي زه دا فديه ورکوم نو دا د هغه سوه او هغه يې مالک سو ، مطلب دا چي په رشتيا ډول بې ورکوي نه صرف په زباني الفاظو سره  چي په زړه کښي يې د ورکولو په وخت کښي دا وي چي ته به بد کوي که دي نه کړه را بلکي حتمًا بې راکوې  ، لکه چي په دې خبره باندي ابن عابدين په منة الجليل ص ۲۲ کي تصريح کړېده چي :« و يجب أن يدفعها حقيقة لا تحليلا ملاحظا ان الفقير اذا أبی عن الهبة الی الوصي کان له ذلک و لا يجبر علی الهبة انتهی »  .  نو کچيري دا حيله د حج په مياشتو کي وسي نو پر ټولو قبض کونکو باندي به حج فرض سي ، بل چاته بې په بخشش سره د حج ذمه نه ساقطيږي  .

او کله چي په دې مروجه حيله کښي ددغو شرايطو خصوصًا د دريم شرط مراعت نه وسي نو په دې سره د مړي د ذمې فراغت نه راځي ، نوم بې حیله د اسقاط وي  خو په حقيقت کښي حیله د استحصال ده .
د علم پر خاوندانو باندی دا لازمه ده چي ددغو مفاسدو اصلاح وکړي او يا ددې حيلې انسداد وکړي چي عوام د غلط فهمي او خوش ظني څخه وساتل سي   .   

خلاصــــــــــــــــه  د مطلب داده چي مطلقا له جواز څخه د حيلې د اسقاط انکار کول د بې مذهبه خلګو ، دارنګه د هغو خلګو کار دئ چي د اياتو او د أحادیثو د صحيح فهم او ادراک صلاحيت پکښي موجود نه وي ، او دغه ډول ناشولټه ، د لګي درګي اسقاط ګرځول چي اوس يې په هدیرو کښي د هديرو بلبلان په مرده ګانو پسي ګرځوي د هغو خلګو کار دئ چي له مذهب څخه ناخبره وي او يا د طمع او لالچ په وجه د عوامو په سَلَطه کښي راغلي وي او صرف د هغوۍ د رسم او رواج د تابعدارۍ په وجه  په حق باندي سترګي پټوي او پر اصلي شرعي طريقه باندي (چي په هغې کښي د اسقاط د حيلې د جواز ټول شرطونه موجود وي ) اسقاط نه ګرځوي . لکه چي ځما یو شعر دئ   :
چي خيټه له لالچه څخه ډکه د ملا سي  ــــــ  کعبه او مدينه ارض و سمآء وهي په بډه .
ډير خيال کړه أبوالفضله چي اوس ته تر ګنډه نه سې ــــــــ پر دهر يې فرق نسته فضلآء وهي په بډه .
او لکه يو بل عالم مرحوم مولانا عبدالسلام (رحمه الله) چي فرمايلي دي  :
ملايان په زکات اړ دي + پر اسقاط سره اتنړ دي +  په اسقاط لا مرورو سي + توري خاوري دې پر سر سي  .

په مرده پسي د صدقې او د خيرات کولو  کوم چي د مذکور مستفتي ورور  د سوال بل جزء دئ د جواز او د ضرورت شرعي تحقيق به په بل نمبر فتوی کښي انشاء الله په مفصل ډول راسي   .


حرره   :  أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery