مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-14   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

ښځي ونارینه و ته امامت نسي ورکولاۍ .

دارالافتاء أبوالفضل .

فتوی نمبر  (۲۵) .

 

مستفتي      :  احمد جان  .
ځائ           :

 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  .
پوښتنه مي دا ده چي ايا ښځه و نارینه و (سړیانو) ته لمونځ ورکولاۍ سي   او که يا ؟
والسلام  .


الجواب وهو الملهم للصواب  .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .
امامت  د ښځو لپاره د سړيانو ، هلکانو او  نرښځيانو ناروا دئ  ، که يو سړئ ياهلک او يا نرښځئ په ښځه پسي لمونځ وکړي نو لمونځ يې باطل دئ او راګرځول د لمانځه باندي فرض دئ  ، او دا امامت يې په عام شکل ناروا دئ ، یعني که په فرضي لمانځه کښي وي او  که په لمانځه د جمعې ،  تراويحو او د جنازې کښي وي  .
پر دې باندي د ټولو أهل علمو اتفاق دئ ، ماسوی له مزني ، أبوثور او طبري څخه ، چي دوۍ په تراویحو کښي د ښځو امامت جائز بللئ دئ  ، او ددوۍ درو قول په اتفاق د علماوو مردود دئ .

قال ابن عابدين الحنفي في ردالمحتار  ج۱ ص ۴۲۷  : «ولایصح اقتدآء رجل بامرأة ، اي في الصلاة » .
وقال ابن ابي زيد القيرواني في رسالته المشهورة (المطبوع مع شرحه الفواکه الدواني) ج ۱ ص ۲۰۵ : «ولاتؤم المرأة في فريضة ولانافلة لا رجالا ولا نسآءً »  .
وقال الحطاب المالکي في التاج والاکليل ج ۲ ص ۴۱۲ : « قال المازري : لاتصح امامة المرأة عندنا وليعد صلاته من صلی ورائها وان خرج الوقت »  .
و قال الشافعي فی الأم ج۱ ص۱۹۱ :« و لايجوز أن تکون امرأة امام رجل في صلاة بحال ابدا » .
وقال النووي الشافعي في المجموع ج۴ ص ۱۵۱ :  «اتفق أصحابنا علی أنه لاتجوز صلاة رجل بالغ ولاصبي خلف امرأة ، وسواء في منع امامة المرأة للرجال صلاة الفرض والتراويح وسائر النوافل ، هذا مذهبنا و مذهب جماهير العلمآء من السلف والخلف  » . و حکاه البيهقي عن الفقهآء السبعة ، فقهآء المدينة التابعين ، وهو مذهب مالک وأبي حــــــنيفــــة وسفيان وأحمد وداؤد »  .


حتی د فقهي په ځينو معتبرو کتابو کښي يې امامت د ښځو ، ښځو لره هم روا نه دئ بللئ :
جآء في البحر الرائق لابن النجيم ج۱ ص ۶۱۴  : «وکره جماعة النسآء لانها لاتخلو عن ارتکاب محرم ، وهو قيام الامام وسط الصف فيکره کالعراة » .
وجاء في بداية المجتهد لابن ارشد ج۲ ص ۲۸۹ : « و منع من ذالک (یعني امامة المرأة للنسآء ) مالک  » .

او هغه چا چي د ښځي امامت يې جائز بللئ دئ په فرضي لمانځه کښي ماسوا له جمعې څخه نو هغه په حديث د أم ورقة سره دليل نيولئ دئ کوم چي ابوداؤد يې روايت کړئ دئ  ، چي په هغه کښي داسي راغلي دي چي نبي (عليه السلام) ودېته امر وکړ پدې سره چي دا به په جمع سره لمونځ ورکوي و أهل ، يعني و خلګو د کور ددې  ته ،نو په اهل د کور کښي خو نارينه او ښځينه دواړه داخل دي .
علماوو له حديث څخه په دوه ډوله جواب ورکړئ دئ :  اول په ډې ډول چي دا حديث ضعيف دئ ؛ ځکه چي باجي په منتقی شرح موطا کښي ويلي دي چي دغه حديث له هغو حديثو څخه دئ چي په اعتماد او باور لايق نه دي .
او ابن حجر په تلخيص الحبير ج۲ ص ۵۶ کښي ويلي دي چي : «په اسناد ددغه حديث کښي عبدالرحمن بن خلاد دئ ،  او هغه مجهول الحاله دئ  .
دوهم جواب يې دادئ چي مقصود په أهل د کور دده سره ښځي وې نه نارينه ، ابن قدامة په مغني ج ۲ ص ۱۶ کښي ويلي دي چي: د أم ورقة په حديث کښي له «اهل دارها» څخه «نسآء اهل دارها » مراد دي ، لکه چي دارقطني يې په همدغه شکل روايت کړئ دئ   .
  
تمت  .


حرره   :  أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery