مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-15   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

دلمانځه په اخير کښي وښۍ اوچپه طرفته سلام ګرځول

دارالافتآء ابوالفضل .

فتوی نمبر (۲۷) :

مستفتي    :   رحمت الله عابد .
ځائ         :   زابل ولايت مرکز قلات  .

ښاغلي مفتي صاحب تاسو ، د بينوا ويب پاڼي ټولو همکارانو او لوستونکو ته سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم  .
زما پوښتنه پدې ډول ده چي د لمانځه په اخير کښي فقط ښۍ (راسته) خواته په سلام وتلو کښي کومه ستونزه سته او يا دا چي لمانځه ته کوم نقصان رسيږي ؟ ځیني خلګ فقط ښۍ طرف ته په سلام ګرځولو بسنه کوي ، کومه طریقه يې غوره ده  ؟ د ځواب په هيله  .

الجواب وهو الملهم للصواب  .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .
په اخيري ناسته کښي وروسته له دې چي «اللهم ربنا الخ» هم وويله سي نو سنت طریقه داده چي اول وار به وراسته طرفته سلام ګرځول کيږي ، او دوهم وار به وچپه طرفته سلام ګرځول کيږي ، که په هیره څوک اول وار وچپه طرفته سلم وګرځوي او بيا وراسته طرفته نو دا پروا  نلري ، او که سړئ يواځي و راسته طرفته سلام وګرځوي او وچپه طرفته يې سلام هير سي او ولاړ سي نو تر څو چي مخ يې له قبلې څخه نه وي اړولئ بيرته به راګرځي کښيني به او و چپه طرفته به سلام ګرځوي ، او که سړئ په قصد سره و چپه طرفته سلام ګرځول پريږيدي نو که څه هم لمونځ خويې صحيح سو خو ترک د سنتو يې وکړ ، نو په دې وجه هغه بدي او سزا يې په برخه کيږي کوم چي هغه په ترک د سنتو سره د انسان په برخه کيږي   .
(مراقي الفلاح علی حاشية الطحطاوي مع الطحطاوي ص ۱۴۹ )  . 

حرره  :  احقر المخلوقین محمد معين الدين أبوالفضل ، أفغاني کان الله له  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery