Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-15 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
د لنګ سوي څاروي غوښي حلالي دي .
دارالافتآء ابوالفضل .
فتوی نمبر (۳۰) .
مستفتي : ضيآء الحــــــــق وردګ .
سلامونه اونيکي هيلي مي ومنۍ ، ستاسو ددې کارونو اجر درته د خداۍ تعالی څخه غواړم .
پوښتنه مي داده چي د لنګي شوي میږي يا هم بل څاروي غوښه خوړل روا دي او که نه :
زموږ يوه ميږه لنګه سوې د يوې میاشتي نه دلږي مودې وري لري ، اوس د ناروغۍ له امله موحلاله کړېده ايا ددې ميږي غوښه څه حکم لري چي وې خورو او که نه ؟
ډيره زياته مننه خداۍ تعالی د ي ستاسي د زحمتونو اجر درکړي .
ستا ورور وړوکئ ضياء الحق وردګ .
الجواب وهو الملهم للصواب .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم .
محترمه وروره ميږ چي تازه لنګه سي بيا يې يا سړئ پخپله ذبح کړي ، يايې د ناجوړۍ په وجه حلاله کړي ، پر دواړو تقديرو باندي يې غوښه حلاله ، د شریعت له لاري هيڅ نقصان پدې کښي نسته .
دارنګه د ميږي تازه بچئ ذبح کول او د هغه غوښه خوړل هم حلال دي ، ځرنګه چي د انسان طبيعت د تازه لنګي سوي میږي وغيره له غوښي څخه ، او دارنګه د تازه ځيږول سوي حيوان له غوښي څخه کرکه کوي نو پدې وجه وسړي ته دا وهم پيداسي چي دا غوښه بې ښه نه وي .
د ابوداؤد او ترمذي په يوه حديث کښي راغلي دي چي نبي (صلی الله عليه وسلم) د هغه کوچني حيوان په باره کښي چي مور يې ذبح کړه سي او دَي يې په نس کښي وي ، بيا يې له نس څخه ژوندئ راوايستل سي داسي وفرمايل چي دغه کوچنئ حيوان ذبح کړۍ او وې خورۍ ؛ځکه دده د ذبح کيدو همغه طریقه ده لکه دده د مور د ذبح کیدو چي ده .
حاصل د جواب د مذکوره پوښتني دادي چي د هغه کوچني حيوان چي مور يې ذبح کړه سي او دَي د مور له نس څخه ژوندئ راو ایستل سي ذبح کول او خوړل صحيح دي ، نو د لنګي ميږي غوښه به له ذبح کيدو څخه وروسته ولي حلاله نه وي .
(فتاوی محموديه ص ۴۰ / عزيز الفتاوی ج۲ ص ۱۸۲ ) .
حرره : احقر المخلوقین محمد معين الدين أبوالفضل ، أفغاني کان الله له .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ