مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-29   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د کلان ساله پر ذمه د نذري روژې حُکم .

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۴۸) .

دارالافتآء علامه محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


پوښتونکی   :  عطاالله ننګ
ځای   :  ننګرهارولسوالی کوټ کلی بره شګی


دبینواڅخ په مننی اودمولانا صاحب دروغ صحت په اطمنان یوه بله پښتنه مطرح کومه :
که چیرته یوشخص داسی نذرومنی چی که دافلانی نفرالله له دی مرض نه ښه کړل زه به هرکال ۱۰ روژی نیسمه اواوس هغه شخص دعمرپه اواخرو کلونو کی وی اودروژی دنیول توان هم په پوره توګه نلری نو دا شخص به سه فیصله کوی ایا روژه به نیسی اوکه نه .

په احترام


الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .

پوه سه چي د کوم چا پر ذمه باندي چي روژې وي (که هغه نذري وي او که د رمضان ) بيا د کلان سالۍ په وجه يې نسي نيولاۍ نو بيا به دغه سړئ فديه ورکوي .
فديه د هري یوې روژې دوه کيلو غنم يا د هغه قيمت دئ ، مثلا که پر يو چا باندي درې روژې پاته وي او د د عُمر دزياتوالي په وجه روژې نسي نيولاۍ نو ځموږ د امام أعظم (رحمه الله)  د مذهب دا حُکم دئ چي دغه سړئ به شپږ کيلو غنم يا د هغه قيمت ومسکينانو ته ورکوي .
(ردالمحتار ج۳ ص ۷۰ / بدائع الصنآئع ج۶ ص ۲۸۸۵/ الموسوعة الکويتية ج ۴۰ ص ۲۰۹ ) . 

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery