دخپریدو نیټه : 2012-06-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دتاریخ په اوږدو کي پښتانه پهلوانان په ارياناکي
شريف الله. دوست (سرواني )
(غرغښت ياګرشاسپ بابا)
1- برخه (له ننه ۳۰۰٠ـــ۳۵۰۰کاله پخوا)
غښتلي پښتون ټبر په آسياکي د خپل زړورتيا،غښتلتوب،پهلوانۍ ،هوښيارۍ،ځيرکتيا اوپروطن مينتوب سره نوم لري خو په څنګ کي يې ورسره په تاريخ کي زښت ډير ميرڅمنان(دښمنان) هم درلودلي دي د بيلګي په توګه ٨٠٠ــق.م)پيړئ شاوخواکي ددجلي اوفرات څخه راوړاسوي اثوريان چي هلمند، بست،ارغنداب سيند سره اواريانا يوشمېر برخي يي رانيولي اودپښتنوسره يي سختي جګړي وکړي خوواکمنۍ يي دوام ونه کړه همداډول (۴ ــ۵ ق .م ) کي دپارس هخامنشيان دهندموريايان،يونانيان،ساسانيان،عربان،چګيزيان،تيموريانو ازبکان ،مغلان،صفويان،انګريزان،روسان اوامريکايان ټول په خپل وار دپښتون نسل وژني اوددوي داصل اونسب ورکولوکي شومي مخي کارولي کرغيڼي کړني يي کړي دي حتى مغلواوانګريزانو خودخپلي واکمني پرمهال په خپلوکرغېړنو مخوسره ډيري هڅي وکړې ترڅودپښتنو اصل ورک اودوي يو بي کلتوره او ديوڅومحدودووپيړيوغرني بې تمدنه وگړي وښيي ،چي په دي ترڅ کي کله چا ديهودوسره تړلي کله دچا اوکله دچاسره خوزموږ دشلمي پيړي دهيوادتکړه اوپوهانو عالمانوددښمن بيهوده اوددښمن په جعلي تاريخونه او په تاريخ کي شخصي لاسوهني رسوا اوکره کړې او دايې وښودل چي پښتانه دنړۍ يوډيرغښتلي دخپل وخت شتمن ادبي ،اخلاقي ،په بشري ارزښتونو پوه او په خپل وار ډېر لرغوني او د متمدن ژوند په چاروپوه ټبردي او که په لنډو کي دپښتون ټبرتاريخي مخينه ته نظر وکوو له کومي ورځي چي بشردځمکي پرکره پښه ايښې پښتون هم دهغي ورځي تاريخ ته رسيږي افسوس چي په دې ورستيوپيړيو کي همدا دوخت غښتلى پښتون دنورو چالاکه سياست پوهانو له لوري د سيمو په منځ کي دسياسي لومو ښکار دى چي ددې لومو څخه ځان خلاصول ملت ويښووني ته اړتيا لري.
موږ هم پخپل وار دملي مسوليت په منلو سره زموږ دهيواد اوسيمي په لرغوني تاريخ کي د اريانا (=باختر=خراسان-افغانستان)د(پيشداديانو)دکهاله يونامتوکرړو،پهلوان اوغښتلي پښتون شخصيت ګرشاسپ (=غرغښت بابا) د ژوند حال راړو چي ترډيره يې ژوند اوژواک دهلمند په لرغوني اومتمدنه حوزه پوري تړلي دي هغه کروړ او نړي پهلوان (=ګرشاسپ بابا يا غرغښت د پښتنوله درې ګونو نيکه ګانوله ډلي څخه دي لکه اتريت،اترط،اترت،(=بيټني يا بيټ نيکه )سرند(سړبني ياسړبن نيکه اوهمداډول ګرشاسپ(=غرغښت نيکه)په دوي کي يي دورستي هغه دژوند ياد سپړو
دګرشاسپ بابا(=نسب) :
دګرشاسپ(=غرغښت)دپښتونتوب په اړه مدلل معلومات به لږوروسته راسي ،غرغښت بابا دشام ياسام(=تيري تا=اترت،اترط=بيټني)،زوي ،دي ددي پښت لړي تر دريم پښت پوري ؛تورکه،شيدسپ،تور،پوري جمشيدپاچاته رسيږي.(۱)[1] د گرشاسپ بابادنسب په ورکولوکي پښتون ضدعناصروډيرهڅي کړي دي ياخويې په پوره بې پامۍسره ددې سترشخصيت اوپښتون نيکه په هکله قلم چلولي دى. همداډول ګرشاسپ(=سام)غرغښت،نريمان،نرميش،نييرمنو،نيرم،غرښاسپ،ساما،غرشاسپ)په نومونوباندي يادسوي دى چي ويي پيژندونکود(غښتي ياکفچه آس )په نوم يادکړي.غرغښت بابا چي په پورتنيونومنويادسوي دي داترت ياثريت (بيټني)زوي دزال باباپلاراودرستم پهلوان نيکه اودسور آب (=سهراب)ورنيکه دي نوموړى داريانا دلرغوني حوزې هيتومنت (=هلمند = غور اوزنداور)له نامتواومشهورغښتلوپهلوانانوڅخه ؤچي په ورستي کي به دې ټولوپوښتنوته منلي ځوابونه وړاندي سي دغرغښت بابا يوبل ستاينوم (نرمئينو)دي چي په دري-پاړسي تاريخ او ادبياتوکي په (نريمان)اوښتي غرغښت(=ګرشاسپ بابا)په اويستا(=دزرتښت مذهبي کتاب)کي د(کرساسپه)په نوم يادسوي دي اوهمدانوم بيا په هندي متونو په ځانگړې توگه مهابهاراته کي (کرساسوه)راغلي دي داويستاد(زاميادشت )له ياداښتونوڅرګنديزي چي دغرغښت بابا نسب لړي پښتون پاچاه يما(=جم،جمشيد)ته رسيږي.اودشاهي فراوتاج درې ځله دده پرسرايښودل سوي دى ؛ يوځل منوچيتره(=منوچهر)
،يوځل فريدون اويوځل غرغښت بابا(=ګرشاسپ)ته رسيدلى دى.
(رام يشت)او(آبان يشت)چي په خپل ترتيب کي دپاچاهانونوملړراوړى دتريتونا(=فريدون )څخه وروسته کرساسپه(=غرغښت بابا ) پاچهي ته رسيدلى دى ،ګرشاسپ(=غرغښت)ښکلي،کلک،کروړ،زړوراوغښتلي ځوانؤچي دارياناددښمنانوپه له منځه وړولوکي يي ډيري هڅي او سرښندني کړي دي ،دنوموړي دفعاليتونوله ډګرڅخه يو هم دهلمندلرغوني حوزه ترهامونه چي سيستان هم ترخپل پوښښ لاندي راولي .،ارغنداب،
گندهارا اوهندوکش دسويل برخي وي اويستا(زمايشت)دنوموړي پهلواني اوکارنامي يوه يوه انځورکړې ده(۲)
دده له مهمولاس ته راوړونوڅخه يوهم دده دوروردقاتل (ګنداريوا)وژل دي .
چي دا ويستا دا بان يشت (۳۷)فقره کي يې يادونه سوې ده هغه چي له (هيتاسپه۳)دهغه دورور(ايورواک شايا)دقاتل نه يي واخيست اوهغه يي وواژه مړي يي په خپل ګاډي پوري وتاړه.
دغرغښت بابا ځاي:
غرغښت ياګرسپ ډيرشميرتاريخپوهانودوروکشا(۴)ددرياچي په ذريعه چي دهلمند سيند يي ورڅخه مراددي دسيستان(هلمند)له پهلوانانوڅخه بولي ،فرانسوي پوه ډارمسټټر ګرشاسپ(نئري مانوکرساسپو)يعني (ګرشاسپ نريمان)دکابل دداستانوپهلوان بللي دي.(۵)زماپه اندګرشاسپ(غرغښت نيکه)دهلمنددلرغوني سيمي داور(=زنداور،زمينداور)وه لکه يوځاي چي اسدي حط سي کابلشاه په ماته کي وايي:وانسوچوازشهو(داور*)سپاهسوي جنګ برد(اترط)کينه خواهدلته بي مقصد دداوردښارڅخه اوسني زنداوردي. لکه اسدي طوسي داځاي(*)زنداور =زمينداور= داور،بلادداور=جبل الزور=سوماګير)دزابل مرزبللي دي اواترت (بيټ نيکه)له همدي ځايه دکابل دجګړي په نيت را ولاړسوى دي منهاج السراج جوزجاني سام نريمان (ګرشاسپ=غرغښت بابا)اووروريي سور؟د(غور=زينداور +غور) دغرنيو سيموبولي اوفريدون له اولادي څخه يي بولي په زنداور کي دسورپه نامه يوغرهم سته (۱)اوهم داډول دسروان کلاپه مينځني نقطه کي هم يوکلي دسوراو(=سوريانو)په نوم سته .وګوري دهلمند تاريخي جغرافيه.)[2]
دغرغښت بابا بهرني جګړې:
ارواښاد استاد کهزاد دګرشاسپ بابا غرغښت او پښتونتوب يي په خپله عالمانه اوتحقيقانه ليکونوکي په پوره رښتني لايلوپه ثبوت رسولي
(۶)!ګرشاسپ (=غرغښت داترط(=اترت،اتريت ياشيخ بيټني دي چي لړي په څوپښته جمشيد ته رسيږي ،غرغښت بابا په ډير وغزګانوکي دخپل پلارسره ؤلکه هنديان،چينايان اوتوران(=ترکان او داوسني ايران ديوشمېر برخو وگړي، دنوموړي ځايونواوسيدونکي يي خپل تابع ګرځلي وه په ځينوجګړوکي به پلار اوزوي داميرپولاد بابا اوامير کروړبابا په څېر اوږه پراوږه وه چي پلار او زوي دواړه دپاچهى مقام ته رسيدلي دي(۷)
دګرشاسپ(=غرغښت بابا)آبادي په هلمندکي!
غرغښت بابا دهلمندپه کښتني برخه اوسني نيمروز زرنج کښي زښتي ډيري آبادى وکړې ددې آباديو لپاره يي دهند او روم څخه يې مهندسان راوستل فريکي کار يې دکابل په وگړو وکړ .دغرغښت بابا دمعماريواو اباديو يادونه دتاريخ سيستان نا څرګند ليکوال له ننه شاوخوا زرکاله وړاندي داسي کوي: ژباړه:مادسيستان ابادول دګرشاسپ په لاس چي داثرت (اترت ،اطرط)،بن شهر بن کورنګ بن بيداسپ (شيداسپ)،بن تور بن جمشيد الملک بن نونجهان(۸) =نوجهان)،بن اينجد بن اوشهنګ بن فراوک بن سيامک بن موسي (۹)بن کيومرث اودسيستان جوړول هغه ورځ وه چي ګرشاسپ دنړي پوهان راټول کړل (۱۰)ګرشاسپ(غرغښت بابا)په خپله ويناکي وايي :کله چي مرستي لپاره دا(فغانستان=اريانا)ختيځ ته ولاړ په بيرته راګرځيدوکي وايي چي دهيتومنت ,هيرمند(هلمند)سيندپه غاړه(لښکرګاه)کي ښا ر جوړوم(۱۱)
غرغښت باباپه ټول هلمند تر زرنج پوري ددي سيمي ساتونکي ؤ[3].غرښت بابا دجهان پهلوان په څير بيله شکه ګرشاسپ (=غرغښت پښتون)داويستاله افسانوي پهلوانانوڅخه دي اودشلمي پيړئ دپوهانوله څيړنوڅخه له ورايه څرګنديږي چي له ننه(۳۰۰۰-۳۵۰۰)کاله پخونوموړي پښتون پاچاه ؤ.
غرغښت بابا داويستاپه (يشتونو)کي يادسوي داډول په پهلوي اثارواوهم دنوموړي يادونه داسلامي دوري په کتابونوکي سوي لکه ابوالمويدبلخي ،دتاريخ سيستان ليکوال،اسد طوسي، دګرشاسپ نامي په نوم نظم کړي ده اوداسي نور......
غرغښت بابا اوروستم پهلوان دارياناپه داستاني تاريخ کي دنړئ پهلوانان پيژندل سوي دنوموړي دپهلواني اوازه ترهند،چين،روم ,ترکي اواوسني ايران پوري اوحتي تريوشميرافريقايي هيوادونوپوري رسيدلي وه.كه په لنډه ووايوغرغښت د(پښتنو)دداستاني پهلوانانوڅخه شميرل کيږي چي دلومړي ځل لپاره داويستاپه (يشتونو)اوپه (بنداهش) کي يادسوي دي چي دوخت زمانه يي داچي دزرتشت ملګري بلل سوي دي (۳۰۰۰)کاله له نن څخه پخواشميرل کيږي (۱۲)
چون ګرشاسپ يال ي يلي برفراشت
سرنيزه ازچرخ ګردون ګذاشت
چه ازنوجوانان چي مردکهن
زګرشاسپ بودي سراسرسخن
بران پورش بفروزکام
نسرندازميان سران سپا
ګران مايه راکردګرشاسپ نام
کجاجاي داردبدين رزمګاه
[4](۱۳)حکيم اسدي طوسي وايي چي ګرشاسپ باباترڅوژوندي ؤ چانه كئ غوزار .
نور هم سته......
--------------------------------------------------------------------------------
[1]په اوستاکی ،نریمان اوګرشاسپ ټول نومونه اولقبونه دیومتن دی دګرشاسپ(=غرغښت بابا)
(۱)استاداحمدعلی کهزاد،غزغښت یاګرشاسپ ،دانش خپرندویه ټولنه،دریم چاپ ،۱۳۸۸.ش،مخ ۹.(۲)استاداحمدعلی کهزاد،دافغانستان لرغونی تاریخ،اودتاریخ انجمن څانګه
[2](۱)پوهاند علامه عبدالشکوررشاد بابا ،جغرافیایی یاداښتونه علامه رشاداکاډایی،۱۳۹۸،مخ ۳۵۰.
(۲)استاد علی احمد کهزاد ،دافغانستان لرغونی تاریخ،انجمن څانګه ۱۳۳۴،لمړی ټوک ،مخ ۰۲۸۱.
(۳)______hit asp
(۴)______vouraksha(هملند سیند)
(۵)د افغا نستان مخکی اثر ،مخ ۲۸۲.
(*)زنداور(زمینداور=اارض داور=بلادداور=جبل الزور=سوماګیر)دزابل مرزبللی دی اواترت (بیټ نیکه)له همدی ځای دکابل دجګړی په نیت راولا ړسوی دی.
[3] (۶)وګوری ګرشاسپ یا غرښت داستادکهزادلیکنه،لومړی چاپ ۱۳۵۷.
(۷)همدا اثر،دریم چاپ ۱۳۸۸.ش،مخ ۶۳.
[۸]ملک الشعراء بهار،دتاریخ سیستان په لمنلیک کی کاږی ،اصل یی نونجهان دی وروسته توږل سوی سراوړی ((جمشید بن ویجهان بن اینکهد بن اوشهنګ بن افراواک بن سیامک بن میشی .))ابوجعفر قدامه(ویوزجهان)لکلی دی ،ابن خردادبه لیدن چاپ،مخ ۲۳۴)نوبجهان اویوانهااونورډولونه یی هم لیدل سوی دی.په اویستاکی (ویونګهوت)راغلی په وروستی کی (ویونګهان)چی معرب یی (ویونجهان)دی سم روایت دی (.بهار)
[۹]دتاریخ سیستان لیکوال،ىموسی نوم غلط راوړی ،اصل یی (میشی)دی
[۱۰]تاریخ سیستان ،لیکوال ناڅرګند،(۴۴۵)هجری شاوخوا،مخ۳
[۱۱]کهزاد،غرغښت یاګرشاسپ،۴۲مخ.
(۱۲)کهزاد ،غرښت یا ګرشاسپ مخکنی اثر،۴۸مخ؟
(۱۳)ګرشاسپ نامه،حکیم اسدی طوسی.