مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د تاریخ د حرکت اصلي عامل

ژباړه: زاهدخلیلي

                  دتاریخ فلسفه (۱):

    
    تاریخ د وخت په اوږدو کې د انسان او ټولنې په شان حرکت کوي او دغه حرکت به اصلي حرکت وي یا هم انتقالي حرکت.
    ددغه دوه حرکتونو په اوږدو کې انسان د ژوند بیلابیل پړاوونه وهلي دي، چې انسان ته یې د خپل بد او وحشي شکل نه انساني شکل ته تغیر ورکړی او اوس یې د ځمکې پر مخ د انسان په شکل پیژنو او د هغو خصوصیاتو درلودونکی دی، چې پخوا یې نه درلودل.
    اصلي حرکت په اصل کې په خپل ذات کې یو ډول حرکت دی، مثلا میوه، چې په لومړي سر کې تخم وي، بیا غټیږي، بیا یې شین رنګ په زیړ رنګ بدلیږي او په پای کې له کاره لویږي، چې دا په خپل ذات کې ددغې میوې اصلي حرکت دی؛ ځکه چې حرکت یې نه دی کړی، بلکه په خپل حال پاتې شوې او په همغه ځای کې یې د یو حالت څخه بل حالت ته تغیر کړی دی؛ نو اصلي حرکت په خپل ذات کې یو ډول حرکت دی. په هر حال د انسان د ژوند د شکل حرکت د خپل لومړي حالت څخه اوسني حالت ته یو ډول حرکت دی. د وخت په اوږدو کې د انسان حرکت د ټولنیزو تحولاتو، تاریخي، فرهنګي، تمدني، نظامي او سیاسي تغیراتو مجموعه جوړوي او دا د تاریخ علم نه؛ بلکه د تاریخ موضوعات دي.
    اوس چې تاریخ د وخت په اوږدو د انسان حرکت دی (په فردي ډول وي، که په ټولیز ډول)، دلته دا سوال رامنځته کیږي، چې محرک څه شی دی؟. هغه کوم عامل دی، چې انسان ته په فردي یا ټولیز شکل، خارجي او داخلي شکل تغیر او حرکت ورکوي او پېر په پیر یې مخته بوزي او اوس د فلسفې په اصطلاح د تاریخ موټر (محرک) څه شی دی؟.

    د تاریخ موټر، د بیلابیلو عقائدو له نظره:
    مؤرخ ټاین بي د تاریخ موټر او عامل تعرض او دفاع بولي. ټولنپوه او د تاریخ د فلسفې بنسټ ایښودونکی ابن خلدون د دوه سیمو تر منځ اقلیم او اقلیمي تضاد د تاریخ محرک (موټر) بولي. ټول ریالیستان او فاشیستان چې نژاد او د وینې اصالت ته معتقد دي، نژاد د تاریخ اصلي محرک (موټر) بولي، څرنګه چې په تمدن کې هم ویل کیږي: نژاد د تمدن جوړونکی دی.
    شیللر وایې ( د تاریخ د حرکت اصلي عامل عشق او حرص دی). اقتصاد پوهان په انساني مسائلو او د تاریخ په فلسفه کې اقتصاد د اصلي عامل په توګه وړاندې کوي. مارکس او د هغه ځینې مخالف کپیټالستان هم اقتصاد د تاریخ د حرکت د اصلي عامل په توګه پیژني او په دې اساس یې خپله د تاریخ مشهوره فلسفه وړاندې کړې ده.
    ځینې فاشست او غیر فاشست مفکرین د انسان شخصیت او اتلولي د تاریخ د حرکت د اصلي عامل په توګه پیژني. مثلا کارلایل (انګریز لیکوال) په خپل کتاب (اتلان) کې د نړۍ د لویو شخصیتونو بیوګرافي په ترتیب سره ذکر کړې او په دې نظر دی، چې تاریخ د هغوی په لاس جوړ شوی دی. د دوی له ډلې څخه یو هم د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی، چې د تاریخ جوړوونکی اتل ګڼل شوی دی. امرنسون وایې: تاسو ماته د یو شخص بیوګرافي راکړۍ، زه به د هغه د عصر تاریخ د خپلې حافظې څخه ولیکم او دا چې تاریخ د لویو اتلانو د ارادو څخه پرته هیڅ هم نه دی.
نور بیا...
 مأخذ: فلسفه تاریخ، داکتر علي شریعتي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery