دخپریدو نیټه : 2013-05-31 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سیاسي فلسفه څه شی ده ؟ - پینځمه برخه
شریف الله دوست(سرواني)
دحقوقو اوسیاسي علومودپوهنځې محصل
دسیاسي فلسفې لار :
د سیاسي فلسفې په اصطلاح کي د [ فلسفې] ويي (لغت) دسیاسي مقولې دتګلاري بحث دی هغه چي دمسلې له ریښې سره تړاو لري . سیاسي کلمه هم دبحث وړ موضوع ده او هم یې ځانګړی تړاو راښیي . لکه مخکي چي ورته پام وسو سیاسي فلسفه دفلسفې له هغه څانګي څخه ده چي له سیاسي ژوند یا په بله وینا غیري فلسفي ژوند او بشري حیات سره هم نږدې اړیکه لري.
[سیاسي فلسفه] دسیاسي ټولني اړوند ده هغه داچي سیاسي ټولنه څه ده او کومي بڼي یې تحلیلي دي او باید څه ډول وي ؟
همدا ډول سیاسي فلسفه باید د [حکومت] دعلت او معلول اوعلیل ځاله اوسرچینه وګڼو .
ډیویډ میلر وايي : سیاسي فلسفه په ټوله کي درې ډوله اندونه په خپل ځان کي رانغاړي ،د بیلګي په توګه :
۱ : ښه او بد حکومتونه دواړه دانسانانو پر ژوند ژور اغېز ښندي په دې مفهوم که دحکومتدارۍ نظام ښه ؤ ټولنه دنیکمرغۍ په لور درومي پر وګړو مثبت اغېز لوېږي او که حکومتونه ګمراه او لارورکې پالیسي ولري ټولنه هم ور سره دبد مرغۍ په لور درومي او ټولنمېشتي ورڅخه تر منفي اغېز لاندي راځي .
۲ : داچي حکومت کومه بڼه ځانته غوره کوي له وړاندي څخه نه وي ټاکل سوي بلکه موږ پکښي دانتخاب حق لرو.
۳ : موږ کولای سو چي دا تشخص کړو چي هغه کوم څیزونه دي چي [ ښه ]حکومت له[ بد ]هغه څخه بیلوي او یا داچي موږ ولي یو سیاسي نظام او سیاسي واکمن ته اړتیا لرو ؟
نو وایو چي دسیاسي فلسفې اصلي موضوعات دادي :
څه ډول حقیقت ته رسېدل ، عدالت ، ټولنیزه اصلاح او بنسټیز خیر ، دازادۍ او مساوات څیزونه ، پر اخلاقي بنسټونو دسیاسي ژوند جوړول ، دحکومت دشتون اړتیا او وړتیا ، له سیاسي واک څخه د وګړو ملاتړ او دې ته ورته نوري سوژې تر څېړني لاندي نیسي .
(دبهاوالدین پازادګارد) په اند سیاسي فلسفه دلاندني تحلیل په پام کي نیولو سره راغونډولای سو :
۱ : دسیاسي سیستمونو او سیاسي پیښو انعکاس اوتحلیل .
۲ : دسیاسي عملیاتو ،موخو اوعاداتو سپړنه اوشننه .
۳ : موخو ته درسېدو لپاره اړین وسایل چمتو کول .
۴ : د سیاسي موقعیتونو او فرصتونو سیاسي عملیات ، او شنني .
۵ : دسیاسي الزاماتو او سیاسي مقصدونو اړوند بحث .
۶ : د ټولنیزو پرګنو اړوند بحث او دهغو تړاو له حکومت سره او همداسي د دوی دواړو ترمنځ دوه ګونې اړیکه .
۷ : د دولتي کنټرول او مراقبت اړوند بحث ، پر امنیتي ځواکونو باندي په هره ټولنه کي محلي ،اخلاقي او بدني فشارونه
سیاسي فلسفه او دسیاست دعلم فلسفه
پخوانیو پوهانو پوهه او حکمت پر دوه ډوله (علمي) او (نظري) باندي ویشلې وه او سیاست یې دحکمت یو عملي ډول بللی ؤ هغوی د فلسفې له زیاتونو څخه نه ږغېده او کوم سرلیک یې هم د [عملي حکمت دفلسفې] په نوم نه درلود .
د علومو فلسفه ټولیزه ده تر هغو علومو هغه چي یوازي د ارزښتونو سره سر وکار لري . د توصیفي علومو فلسفه چي تر عقلي علومو ټولیزه ، تجربي ، شهودي ، تاریخي او نقلي ده ،
هغه علوم چي دارزښتونو سره منطبق او پرتلیز دي لږ تر لږه د څلورو ډولونو لرونکي وي :
۱ : اخلاق
۲ : سیاست
۳ : ښکلا پېژندنه
۴ : د ادیانو پېژندنه
له کومه ځایه چي [سیاسي فلسفه] د صفت او موصوف په توګه په کار وړل سوې ده په پښتو ژبه کي په [سیاسي فلسفه] ژباړل سوې (نه) د [سیاست فلسفه].
( اوکانر) هم دخپل کتاب په سریزه کي لیکلي دي دهر علم فلسفه له دوو څانګو څخه بحث کوي :
(( لومړی دهر څه معرفت او پېژندنه دوهم دهغه پوهه او تګلاره .))
معرفت پېژندنه ، یا دپوهي نظریه ، له بیلابیلو لارو څخه د پوهي سپړنه کوي دپوهي دارزښت اړوند ټولنیز راپور ، دپوهي دکسب او لارو د څېړني پر ماهیت ، او د پوهي پر پیښو څار ، د پوهي تلنلاره اونور...
د ټولنیزو علومو دایرةالمعارف هم دټولنیزو علومو فلسفه دعلومو دتګلاري لکه ټولنپوهني ، انسان پوهني ، سیاسي علوم ، او ارواپوهني داهدافو لوستنه بولي . دپېژند بنسټ په کتو سره [سیاسي فلسفه] د [سیاست دعلم په ښه توګه جلا کولای سو ځکه چي سیاست فلسفه] لومړی درجه علم دی هغه چي دټول انتزاعي بحث ټولګه دسیاسي پدیدو(ښکارندو) اړوند په ځان کي رانغاړي په داسي حال کي چي سیاسي فلسفه په دوهمه درجه کي هغه پوهه ده چي دمطلوبه ډول تاریخ او میتودولوژۍ اړوند علم ته کتنه کوي، تر دې چي د سیاسي علم کلمه په سیاسي او کله په سیاسي علومو کي په دې پار(خاطر) سیاسي اسم جمع ژباړل سوی دی بیا نو کولای سو چي دسیاست دعلم فلسفه او دسیاسي علومو له فلسفې څخه هم وږغېږو .
ځیني پوهان په دې باور دي چي د[ سیاست فلسفه] په څرګند ډول نوی – اضافه مفهوم پر [سیاسي فلسفه] او [سیاست دعلم پر فلسفې] باندي نه دی او ټولي خبري په دې برخه کي په پورتنیو دوو سرلیکونو کي راغونډیږي تردې چي کله سیاست دسیاست علم یادیږي نو وایو د [سیاست فلسفه] بیله دسیاست دعلم - د- فلسفې له څانګي څخه بل څه نه ده .
دسیاسي فلسفې ډولونه :
[سیاسي فلسفه] د وخت له اړخه پر کلاسیک ،منځنۍ اومعاصر پېر باندي وېشل سوې ده ( کوینټن) دسیاسي فلسفې پر ورستي پېژند سربېره له [تحلیلي سیاسي فلسفې] څخه هم یادونه کوي او دا یې دوهمه درجه پوهه ګڼي.
(( له لویه سره فلسفه یو نیوکنیزه بوختیا ده تر هغه رښتني موضوع چي دهغه څېړنه ده ، تر ډېره پرخپلو ذهني تګلارو باندي خپل نظر غوړوي ځکه فلسفه باید یو څارونکی دنورو پر ټول فکري تګلارو باندي وبولو نه یوازي دنورو توپیري تګلاري .))
(( که په لنډه توګه ووایو سیاسي فلسفه داصلاحاتو دطبقه بندۍ ، سپړني اوهمداډول د برهانونو اوفکري جوړښتونو سمون دی ))
د کوینتن په اند :
[سیاسي فلسفه] عبارت ده له دوه ډوله سیاسي مباحثو له بیلوالي څخه یعني دواقعي سیاست بیلوالی د ایډیالوژیو د ارزښت له احکامو څخه .داړتیا له مخي سیاسي [تحلیلي] فلسفه یو ډول لارموندنه ده او نه باید د [سیاسي فلسفې] او [سیاست دعلم له فلسفې] سره ګډه سي.
((تحلیلي فلسفه دفلسفې یو مکتب دی چي تحلیلي مرام یې په دوهمه درجه کي راتلای سي هغه چي دمفاهیمو تحلیل او ژبي باندي رڼا اچوي .)) په ټوله کي سیاسي تحلیلي فلسفه (درې) غوڅي څانګي لري :
الف : انتقادي فلسفه لکه (کریټک) دفرانکفورټ مکتب .
ب : څرګنده او پېژندویه فلسفه .
ج : سپړنیزه(تحلیلي) فلسفه ، له دې څخه ږغیږي چي څومره ارزښتناک بحثونه دپوهانو داستدلالونو اډانې ته لوېدلي دي .
په دې برخه کي دژبي دسپړني دفلسفې (پرمختګ) دادی چي د دې لارموندني پلویان دسیاسي فیلسوفانو مباحثات دالفاظو پرسر یوه خوله نه بولي او په دې هڅه کي دي چي دتحلیلي فلسفې په ځواک دا ادعاوي په ثبوت ورسوي .
[ تحلیي فلسفه] یو اکاډمیکه فلسفه ده چي د انګریز ژبو هیوادونو( انګلو- ساکسون) په پوهنتونو کي تدریسیږي تحلیلي فلسفه دقاره ای او یا اروپايي فلسفې په وړاندي ایږدي، دسیاسي فلسفې اصلي بنسټګر د کمبیرج فیلسوفان (برترانډ راسل او جرج اډوارډ مور) دي دا ډول فلسفه د دفلسفي څېړنو پلټنو ، روښانه کولو ، مانا دار کولو او ریاضي وار کولو باندي ډېر ټینګار لري لکه :
الف : جوړښتي مابعدالطبیعي تفکر ته دشک په سترګه ګوري .
ب : په دې باور لري چي ځانګړې تحلیلي تګلاره وجود لري او فلسفه یوازي له همدې لاري کولای سي باوري پایلو ته ورسیږي .
ځ : تر ډېره دفلسفي مسایلو له ورو(کرار) حل اوفصل څخه ملاتړ کوي .
د شلمي پېړۍ تحلیلي فیلسوفانو له آره خپله پاملرنه دهغو تصوراتو اړوند چي په ذهن کي شتون لري (نه) کوي بلکه پاملرنه يې پر ژبه ده هغه ذهني فکر کول له همدې لاري څرګندیږي او بیانیږي .
جان پلامناټس وايی :
اوس ددې مطلب په نظر کي نیولو سره چي سیاسي تحلیلي فلسفه سیاسي هغه ته مایله (نه) ده دې ټکي ته ځواب ورکوو چي دسیاسي فلسفې ډولونه کوم دي ؟ د سیاسي فلسفې تر ډلونو وړاندي د عمومي فلسفې په مشهور ویش رڼا اچوو :
په لویدیځ کي فلسفه معمولاً پر دوو برخو ( اروپایي فلسفه) او (تحلیلي فلسفې) باندي ویشل سوې ده تحلیلي فلسفه پخپله پر دوو څانګو منطقي او ژبني او کانټینتال ( کانټ ) فلسفه د څرګندي پېژندني ، اګزیستانسیالیزم(د وجود داصالت په مانا او هغه فلسفي مکتب چي لارویان يې د وجود سپړنه کوي ځکه چي ددوی په نظر وجود دماهیت پرمختګ دی) ، هرمنوتیک، دنویو مختاړو جریان لکه نوی توماس پال ، نوې کانټ پالي ، او نوی هیګل(۱۸۱۰ز) اندیز جوړښت او بنسټ ماتونه ده .
پورتني ویش پربنسټ ویلای سو چي [سیاسي فلسفه] هم کیدای سي چي تحلیلي اوغیري تحلیلي اوسي لکه :
ـ دښکاره پوهیدني فلسفه .
ـ تحلیلي سیاسي فلسفه .
ـ اګزیستالیستي سیاسي فلسفه .
ـ نوې کانټي (کانټ) سیاسي فلسفه .
ـ نوی هیګل سیاسي فلسفه دسیاسي فلسفې ډولونه او بیلګي دي . اوبل داچي هر مکتب کیدای سي خپله سیاسي فلسفه ولري د بیلګي په توګه دمارکسیزم سیاسي فلسفې مکتب او مارکیستي سیاسي فلسفه علاوه پر دې (( هر سیاسي مفکر کولای سي خپله ځانګړې سیاسي فلسفه ولري. ))
لکه څنګه چي هڅه سوې تر څو دسیاسي فلسفې حدود تحدید سي خوسیاسي فلسفه له خپل پیدایښته بیله کومه ځنډه زموږ تر ننني عصر لږ څه وړاندي پوري غوړېیدلی او پراخه سوې ده .
لیوشتراوس وایي :
(( نن ورځ که سیاسي فلسفه په بشپړ ډول له منځ نه ده تللې خو په احتمالي توګه د ځوړ او زوال په حالت کي ساه کاږي . ))
یو ټکی چي پوهان او دسیاست دعلم استادان دهغه په اړه سره یوه خوله دي دادی چي : دسیاسي فلسفې لوستنه ډېره ګټوره ده تر څو دسیاست مینه وال دسیاست په رګ – رګ پوه سي .
او د فیلسوفانو اړوند هم دابسنه کوي چي دمعاصرو څلورو تنو ۱ : برګسون ۲ : وایټهد ، ۳ : هوسرل ۴ : او هایډ ګر اثار د (هرماکوهن) نوي کانټي له اثر سره پرتله سي تر څو څرګنده سي چي سیاسي فلسفې هویت اوهاهیت په بشپړ توګه ترې روښانه سي.
نور هم سته