دخپریدو نیټه : 2013-12-24 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د فلوجستون او انتي فلوجستون نظریې پیژندنه
راټولوونکې: عطاالله میرزاخیل
په اوولسمه زیږدیزه پیړې کی د کیمیا ځینو پوهانو داسې نظریه وړاندې کړه چی کله یوه ماده سوزي نو فلوجستون ازادوي نوځکه ېې کتله کمیږي چی دغه نظریه د فلوجستون په نوم یاده شوه خو ځینو نورو پوهانو لکه لاوازیه بیا د ازمایښتونو په اجرا کولو سره دغه نظریه رد کړه چی ددوې نظریه د انتي فلوجستون په نوم یادیږي دغو نظریو په کیمیا کې ډیر اکتشافات رامینځ ته کړل نوځکه ېې دغه ارزښت ته په کتلو دلته د کیمیا مینه والو ته ورپيژنم.
(لمړې برخه)
بیشرالمانې کیمیا پوه او طبیب وه چی په ۱۶۶۹ کال کې يې د سوزیدو په هکله نظریه څرګنده کړه هغه په خپل کتاب کې ټولو موادو کې د درېو اساسي عناصرو شتون څخه نوم اخستې چی د ثابتې خاورې یا جوهر چی د جامد والي اصل ده، سیمابي جوهر چی د مایع والي اصل ده او د اور اخستنې جوهر(روغني)چی سوزیدونکي موادو اصل ده.
د دې نظريې په اساس ټول سوزیدونکي مواد لږ یا زیات سوزیدونکي یا روغني مواد لري چی د سوزیدو په وخت کی ازادیږي او ایره چی د دوه نورو عناصرو څخه ترکیب شوې په ځای پریږدي،اشتال د بیشر شاګرد په ۱۷۰۳ کال کې د بیشر په کارونو کی اصلاحات راوړل او د فلوجستون نظریه یی وړاندې کړه. په ۱۷۲۳ کال کی یې د کیمیا د اساساتو تر عنوان لاندې کتاب چی د فلوجستون په هکله وه خپور کړ.
اشتال اور اخستونکی جوهر (چی د بیشر په وسیله پيشنهاد شوی وه )فلوجستون( چی د یوناني ژبې
چی معنی یې اور اخستونکی،د اور عامل ده)ونوموه. د هغه په نظر هره Phlogistos یاPhlox
سوزیدونکې ماده له دوه جزو اهک یا ایرې او فلوجستون څخه تشکیل شوې چی فلوجستون یې ډیره سپکه ،بی بویه،بی مزی .......اوپه سوزیدونکې مادې د بدلیدو وړتیا لري،هر څومره چی یوه ماده سپکه او اور اخستونکې وي په زیاته اندازه فلوجستون ازادوي،کله چی ماده سوزي نو فلوجستون ازادوي او اهک یا ایره چی نن ورځ اکساید نومول کیږي پر ځای پریږدي، د ډبرو سکاره،نفت او.......... په زیاته اندازه فلوجستون لري، سوزیدونکې غازهمغه فلوجستون ده، د هرې مادې تفاوت له بلې مادې سره د هغی د اهکو په اندازی پورې تړلې ده ولی په ټولو فلوجستون لرونکو موادو کې د فلوجستون اندازه یو شان ده.
اشتال او د هغه د نظريې طرفداران (لکه کاوندیش،پریستلي ،شنل)هڅی وکړې تر څو مهمې پروسې لکه سوزیدل،اکسیدیشن،د اوبو جوړیدل،په فلزاتو باندې د تیزابونو اغیز او نور چی پر هغه وخت کی د ورځې علمي بحث او د انګیزې وړ مسلې وې ددې نظريې په اساس توجیه کړي.
ددي نظريې په اساس ځینې کیمیاوي پروسې په دا ډول توجیه کیدای شي:
۱- د سوزیدلولامل :
ددې نظريې طرفداران پدې نظر وه چی کله د سوزیدو وړ ماده په هوا کې سوزي له هغی څخه فلوجستون خارجیږي، په پایله کې پاتې شوې کتله کموالی مومي.
فلوجستون ⁺ ایره→ــــتودوخه ،هواــــــــــــــ سکاره
ددې په باره کې چی ولې بې له هوا څخه د سوزیدوعملیه صورت نه نیسي پدې اند وو چی فلوجستون په خپل سر د سوزیدونکې مادې څخه نه جلا کیږي بلکی یو ځای ته اړتیا لري یعنی باید د یوې بلې مادې په مخ چی همغه هوا ده جذب او تثبیت شي تر څو د جذب عمل شونتیا ومومي،پدې لحاظ د سوزیدو د عملي لپاره د هوا شتون اړین ګڼل کیږي.
ددې پوښتنې په ځواب کې چی ولی په هوا کی سوزیدل ورو خو په خالص اکسیجن کې زیات سریع دي او په سر تړلي لوښي کی ودریږي پدی اند وو چی څرنګه هوا په زیاته اندازه فلوجستون لري په ارامه سره، اکسیجن چی فلوجستون نه لري په سرعت سره فلوجستون جذبوي او د سوزیدو د عملې د سرعت لامل ګرځي، په سر تړلي لوښي کی څرنګه چی د هوا اندازه محدوده ده په سرعت سره له فلوجستون څخه مشبوع کیږي.
۲- د تکلیس یا فلزاتو د اکسیدیشن لامل:
ددې نظريې طرفداران پدې اند وو چی فلز یوه مرکبه ماده ده ، د فلوجستون اوفلزي اکساید (کالس) څخه تشکیل شویده، کله چی په هوا کی ورته تودوخه ورکړل شي فلوجستون ورڅخه جلا کیږي او هوا ته جذب کیږي او خپله په فلزي اکساید تبدیلیږي چی یو ساده جسم یا عنصر ده
کالس= د فلز اکساید→ــــتودوخه +هوا ـــــــــــــ(ـد فلز اکساید)فلز
ددې په هکله چی کله فلوجستون له فلز څخه خارج شي پاتې شوې کتله د فلز له کتلې څخه زیاته ده ځینې پدې اند وو چی لامل یې د فلوجستون زیات سپکوالې ده،پدې لحاظ کله چی د سوزیدونکې مادې څخه خارجیږي د هغې مادې په کتله زیاتیږي خو ځینې بیا د فلوجستون لپاره په منفي کتله قایل وو.
۳- د زغالو په وسیله د کالس(فلز) ارجاع کیدلو لامل:
ددې نظرې طرفداران پدې نظر وو چی څرنګه فلوجستون د انتقال او نقل وړتیا لري،کله چی د فلز اکساید چی فلوجستون نه لري د فلوجستون لرونکې مادې لکه ډبرو سکارو په ګاونډیتوب کې قرار ونیسي د تودوخې په شتون کې نو له زغالو څخه فلوجستون خارجیږي او ددې په ځای چی د هوا پر مخ چی تر یوې اندازې له فلوجستون څخه غني ده جذب شي د فلز اکساید ته جذبیږي او د هغه پر مخ تثبیت کیږي اوهغه په فلز بدلوي
فلز →-----تودوخه-------------(فلوجستون=)سکاره+کالس
۴-د فلز- اسید د تعامل لامل:
ددې نظرېې طرفدارانو د خپلو پلټنو په لړ کې موندلې وه چې د تیزابو او فلز له تعامل څخه اشتعال موندونکې غاز ازادیږي او د حاصل شوي محلول له تبخیر څخه مالګه په لاس راځي.دوې پدې اند وو چې اشتعال موندونکې غاز همغه فلوجستون ده او مالګه هم د اسید او کالس ترکیب ده ،ددې طرز تفکر په اساس د القلي او تیزاب تعامل په لاندې ډول لیکلې شو
سوزیدونکې غاز+مالګه→اسید + فلز
فلوجستون+اسید+کالس→اسید+کالس+فلوجستون
۵- د اوبو د تشکیل لامل:
ددې نظريې له مخې اوبه د فلوجستون او د اور د هوا مخلوط ګڼل کیده او پدې اند وو چې اوبه د هغې جز او محتوا ده چی د شعلې په اغیز ورڅخه جلا کیږي، لدې امله کله چی د اشتعال موندونکې هوا مخلوط (فلوجستون) او سوزیدونکې هوا د شعلې یا جرقې په ګاونډ کې قرار ونیسي اوبه بیرون ته بیرته ورکوي.
نور بیا