په بريتانياکي د ارواښاد نوميالي په ياد غونډه جوړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10001

دخبریدو نیټه : 2006-11-08

د٢٠٠٦ کال د نومبر د مياشتي پر پنځمه نېټه په بريتانيا کي د اوسېدونکو افغانانو د ټولني په نوښت  د خداى بخښلي کانديداکاډميسين محمدانور نوم يالي د پښتو ژبي متفکر ليکوال، څېړونکي او شاعر په ياد يوه ادبي او فرهنګي غونډه جوړه شوه.

 په دې غونډه کي د ارواښاد استاد نوميالي د کورنۍ د غړو په ګډون په لندن کي مېشتو ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو، ف هنګيانو، د ادب مينه والو په تېره بيا د ارواښاد استاد نوميالي مينه والو او دوستانو برخه اخيستې وه. غونډه د مازيګر پر څلورو بجو د لوېديځ اکټون د ټولنيز مرکز په تالار کي پيل شوه.

  د غونډي په پيل کي د جاويد حسين (عنايت) لخوا د قرآن عظيم الشان څو آیتونه تلاوت شول.     

ورپسې د افغانانو د ټولني مشر سيد جان کارواني د غونډي برخه والو ته ښه راغلاست ووايه او ارواښاد استاد نوميالي ته يې د عقيدت پېرزويني وړاندي کړې او د ارواښاد استاد نوميالي کورنۍ ته يې د صبر او زغم غوښتنه وکړه .

ورپسې د ټولني مرستيال سليم تايب له خوا د مرحوم نوميالي لنډ ژوند يک چي د دوستانو، کورنۍ او نورو سرچينو څخه راټول شوى و ولوستل شو.

 پوهاند مجاوراحمدزيار د ا واښاد استاد نوميالي پر شخصيت او د هغه د اثارو په ډله کي د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي پر اثر اوږد بحث او تبصره وکړه او هغه يې د پښتو ژبي دپاره مهم اثر وباله ښاغلي زيار زياته کړه چي محترم استاد نوميالي نه يوازي د پښتو ادبياتو ته وده ورکړې ده، بلکي هغه د نورو ژبو څخه د ترجمې لوړ استعداد درلود او دى يي د دې عصر د درنو يکوالانو څخه وباله.

 شهسوارسنګروال په خپل وار د هغه پر ادبي او علمي شخصيت رڼا واچوله او د ده د ژوندانه په هکله يې ژور معلومات ورکړل.

عبيدلله محک په خورا مينه استاد وستايه او د هغه د اثارو په ډله کې يې د الف ليله (زر او يوه شپه) اثر چي استاد په پښتو ژبه ژباړلى دى اوږده تبصره وکړه او د ده د شخصيت او تواضع ستاينه يې وکړه.

 افضل ټکور چي زيات وخت يې د استاد سره په ناستو او ولاړو کي تېر کړى دى ژوندۍ خاطرې واورو ې او وې ويل چي هغه تل د ليکني سره حتى د ژوند ترپايه مينه درلوده، استاد ډېر ښکلى خط درلود او زياته برخه کتابونه يې په خپل قلم په سټندرډ ډول ليکلي دي او د هغه پر ادبي او علمي شخصيت او د هغه پرځانګړتياوو يې پوره ويناوکړه.

ح بيب الله جانبدار هم د ده د شخصيت په هکله ويناوکړه او د ده ضايعه يې د ټولني ضايعه وبلله،

 تازه خان ويال د ده علمي او ادبي شخصيت ته اشاره وکړه او د ځينو شخصي خاطرو يادونه يې وکړه.

 اصل مير پتنگ هم د ده علمي شخصيت وستايه او هيله يې څرګنده کړه چي راتلونکي نسلونه د داسي نوميالي ځاى ډک کړي.

فدامحمد نظري د خپل ژوند ورسره خاطرې وويلې او د استاد کورنۍ او دوستانو ته يې زغم او صبر و غوښت. انجنير حسين عنايت د ټولني فرهنګي مسئول د هغه شخصيت وستايه او د ده روح ته يې يو ښکلى شعر ډالۍ کړ.

غلام محمد کامه وال هم د ده د اثارو په ځانګړې توګه د الف ليله د پښتو ترجمې ډېره ستاينه وکړه او د دې اثر په هکله يې د خپل ژوند ډېري مهمي خاطرې وويلې. او بيا عبدالناصر ريشا د ده زوم د هغوى د کورنۍ په استازيتوب ويناوکړه، د ټولني او گډون کوونکو څخه يې مننه وکړه.

ټولو ګ ونکو د استاد هڅي، هاند او نه هېرېدونکي خدمتونه وستايل او د استاد مړينه يې د افغان ولس لپاره يوه ستره ضايعه وبلله او ټول په دې باور دي، چي د استاد  ټولنيز ژوند او فرهنګي کارونه د اوسني او راتلونکي نسل لپاره د مشال حيثيت لري.

ټولو وينا والو د افغانانو له ټولني څخه د دې غونډي او د داسي نورو غونډو د ترتيب او تنظيم له امله مننه وکړه.

په پاى کي سليم تايب غونډه ډېره درنده او با ازښته وبلله او د گډون کونکو د صبر او حوصلې څخه يې مننه وکړه. غونډه کابوڅلورساعته اوږده شوه او د سيد کا واني په دعا پاى ته ورسېده.

                

            

د ارواښاد استاد نوميالي په اړه د جوړي شوي غونډي برخه وال