عبدالله پتمن/كابل
په دې ليکنه به ډېر خلک څه
فکر کوې خو د هر چا فکر يو شانته نه وې. او زه هم ملامت نه يم خلک ملامت دې هغه په دې چې کله دوى د ديموکراسې نوم
واورې نو خپل عنعنات شاته وغورځوې او د لوېديځوالو او نورو دودونه خپل کړې. ښه بېلگه يې د طلوع له ټلوېزون څخه خپ
ېدونکى سيريال تولسې دى. څو ورځې وړاندې مې د يو چا له خولې څخه واورېده چې چا په خپل زوى باندې د گاتم نوم ايښى دي.
گاتم يو هندى نوم دى نه افغانې، او داسې هم نه ده چې موږ د نومونو يا د دودونو کمى لرو هر څه لرو خو احترام ورته
نه لرو. ځکه خو تر اوسه پرديو هيوادونو ته احتياج يو. د بېلگه په توګه کله چې دسترخوان ته کښينو نو فکر وکړو، چې
کوم توليد زموږ د هيواد دى نو به مالومه شي چي ټول غذايي توکې به د پاکستان يا نورو هيوادو وي. او بيا له ځان س
ه فكر وكړو چې د پاکستان د جوړېدو ايله ۵۰ کاله کېږې او زموږ هيواد ۵۰۰۰ کلن تاريخ لري. او دې ته هم پام وکړو چې د
پاکستان بهرنى سياست د افغانستان لپاره څومره گټور او څومره په زيان کې دى. له دې هم سترگې نه شو پټولاى چې
پاکستان افغانانو ته ۲۵ کاله پناه ورکړه. خو نه! دا زموږ خپل حق وو ولې چې افغانانو پښتونخوا ته ګډه کړې وه او
پښتونخوا د افغانستان برخه ده، خو د مشرانو په تېروتنو سره دغه سيمه اوس د پردو تر ولکې لاندې ده او زموږ د بې
اتفاقۍ لامل ده چې هغه صرف په نوم د افغانستان ده او حکومت پرې پاكستان کوي. خير خبره سياست ته لاړه بيرته خپل م
ضمون ته راځم او دا پوښتنه کوم چې څومره افغانان ديموکراسې پيژنې او څومره نورو يې صرف نوم اوريدلې دى. په شريعت
او ديموکراسې کې څه فرق دى؟ باور لرم که چيرې شريعت هغه نظام چې اصلې شريعت دى رامنځته شې تو تاسو باور وکړئ چې
لوېديځ او نوره کفرې نړۍ به هم په خپلو هيوادونو کې دغه نظام راولې. موږ د داسې نظام لرونکې هم يو خو بيا هم پردو
دودونو او نظامونو ته مخه کوو ولې چې په نورو نظامونو کې بې شرمې او شيطانت کې زيات دى. كه فکر وکړو لوېديځ يا نورې
نړۍ چې د ښځو د حقوقو په اړه کوم قانون رامنځته کړى دا به د ښځې لپاره كافي وي او که هغه حقوق چي اسلام وركړي دي. که
په خپلو کورونو کې د لمانځه او قران په هکله پوښتنه وکړو نو ماشومان به مو څومره معلومات ولري. او که د هندې يا
لوېديځو سندرو او د تولسې سيريال په هکله پوښتنه وکړو څومره معلومات به ولرې. او بيا يې پرتله کړو چې افغانستان
ته د ديموکراسې راتلل پر ځاى او که بېځايه دى.