ليكوال: اعجاز سهر
ژباړه: عمر واحديار
هغه وخت چي عراق لا د امريكا
استه نه وو ورغلى، د عراق پر خاوره به د امريكا او متحدينو هوايي بريدونه روان وه، په پاكستان كي به د
صدام حسين نوم د خلكو له خولې ايسته و دوري هرځاى اورېده كېدئ او د صدام د ستايني په موخه به يې په دكانونو، كو
ونو آن په ټكسيانو او بسونو كي د هغه عكسونه ځړولي وه، خو د نومبر پر پنځمه چي د عراق شړل سوى ولسمشر صدام حسين
د مرګ په سزا محكوم سو، له تېرو وختونو خلاف پاكستانيان ټول خاموشه دي.
د پاكستان حكوم
ت، عوام، سياست پوهان، حتى د مذهبي ډلو هغه مشران چي د صدام حسين په مرستو يې مدرسې چلېدې او هر كال به يې په
سګونو زده كوونكو ته له عراق څخه د زدكړو لپاره تعلمي برسونه راتلل، هغوى هم د چوپتيا روژه نيولې
ده.
د باندنيو چارو وزارت وياندي مېرمن تسنيم اسلم د عراق د پخواني ولسمشر د اعدام په اړه
يوازي دونه وويل چي پاكستان د عراق د ولس د سوكالۍ او امن په غم كي دى.
د مذهبي ګوندونو
د اتحاد (متحده مجلس عمل) يوه مشر حافظ حسين احمد ويل مجرم ته سزا وركول ښه كار دى، خو چي د محكمې پرېكړه بې طرفه
او د انصاف پر بنسټ وي.
له حافظ صاحب څخه مي وپوښتل، په داسي حال كي چي ستاسو ګوندي م
درسو ته له عراق څخه پيسې راتلې، د مدرسو طالبانو ته مو علمي برسونه وركول كېده او له امريكې سره د عراق د
جګړې پر وخت مو صدام ته د يوه اتل په سترګه كتل، د هغه په حق كي مو غټي _غټي مظاهرې جوړولې، اوس د سزا وركولو
غوښتنه كوئ؟
حافظ حسين احمد صاحب ويل مظاهرې خو موږ له صدام حسين څخه د ملاتړ په موخه
نه كولې، بلكي موږ پر عراق د امريكايي يرغل مخالفت كاوه.
هغه تور ولګاوه چي كه خبره د قت
ونو وي، نو بيا خو د امريكا ولسمشر بوش او د انګلستان لومړي وزير ټوني بلېر تر صدام حسين ډېر كسان وژلي دي،
هغوى ته هم بايد سزا وركړل سي.
حافظ صاحب د دوى له مدرسو سره د صدام حسين د حكومت پر م
ستو هم پښېمانه سو، خو دونه يې ومنل چي د عراق، سعودي عربستان، ليبيا او ځينو نورو اسلامي هيوادونو له خوا دوى
ته ځيني تعلمي برسونه وركول كېده، او ويې ويل هغه هم د دغو هيوادونو د مشرانو له خوا نه، بلكي د ځينو ادارو د
غړو له خوا وركول كېده. نوموړي زياته كړه، دا هغه ګټه ده چي يوازي د دوى ګوند نه بلكي نورو ګوندونو هم تر
اسه كړې وه.
د پاكستان د خلكو (پيپلز) ګوند وياند فرحت الله بابر وويل، په دې كي شك نسته چي
صدام پر خپل ولس ظلمونه كړي دي، خو لكه څنګه چي هغه ته سزا وركول مهم دي، هومره په اوسنيو حالاتو كي د هغه
ژوندى پاته كېدل هم ضرورت دى، نو دې واقعيتونو ته په پام سره د پاكستان د خلكو (پيپلز) ګوند نظر دا دى چي اوس م
هال صدام ته د اعدام سزا وركول په عراق كي ډېري سياسي ستونزي راولاړولاى سي.
د نواز شريف
د مسليم ليګ ګوند د اطلاعاتو مشر احسن اقبال هم حافظ حسين احمد ته ورته نظر درلود، هغه وويل د صدام حسين مح
اكمه په شفافيت سره نه ده ترسره سوې. او د دوى ګوند چي كومي مظاهرې كړي وې، هغه د عراق پر ولس د امريكايي يرغل د
غندني په موخه وې.
له احسن اقبال څخه مي وپوښتل چي د صدام حسين موخه هم دغه وه، او د ام
يكايي يرغل پر وخت يې له هغوى سره مقابله كول؟
احسن راته ويل د دوى ګوند همدا اوس غواړي
چي بهرني يرغلګر له عراق څخه ووزي.
د نومبر پر پنځمه چي صدام حسين ته د مرګ سزا واورول
سوه، له پخوانيو وختونو خلاف نه په پاكستان كي چا مظاهره كړې او نه يې هم كومه غندونكې غونډه جوړ كړه، خو په
پاكستاني ميډيا كي د صدام حسين په اړه خبري هماغسي ګرمي دي.
د پاكستان هغه رسنۍ چي په انګ
ېزي، اردو، سندي او نورو ژبو خپروني كوي، ټولي صدام حسين ته د مرګوني سزا په اړه له توقع سره سم مطالب لري، چي
ځينو يې دا سزا يو خام او غلط كار ګڼلى دى.
ډېري خپروني په دې اند دي چي د صدام حسين محاكمه
او هغه ته د مرګوني سزا د وركولو موخه دا ده، چي د امريكا ولسمشر بوش غواړي له دې لاري د مشرانو جرګې او ولسي ج
ګې په منځ مهاله ټاكنو كي د خپل ګوند لپاره چوكۍ ترلاسه كړي.
په انګرېزي ژبه خپرېدونكي
ورځپاڼه ډان د ((يوه حيرانوونكې فيصله!)) تر سرليك لاندي په خپله سرمقاله كي كاږي، د صدام حسين يو جرم خو دا هم
وو چي پر كويټ يې يرغل وكړ او پر اېراني پوځ يې كيمياوي وسلې استعمال كړې، نو پر هغه باندي د ۱۴۸ كسانو د وژني تور
لګول ډېره حيرانوونكې خبره نه ده، خو اصلاً د صدام جرم دا نه وو چي محكمې يې تور پر لګولى دى، بلكي هغه
له امريكا څخه ياغي وو.
په اخبار كي راغلي چي د ملګرو ملتونو له اجازې پرته پر عراق د
امريكايي او برتانوي سرتېرو تر يرغل او د بعث ګوند تر حكومت وروسته، تر شپږ لكه ډېر عراقيان وژل سوي او ټپيان
سوي دي، او هيواد يې په كنډواله بدل سوى دى، خو د دې سزا د پلي كېدو ترشا نور مرګونه او ورانى هم ترسترګو كېږي.
په اخبار كي راغلي چي د نازيانو او يوګوسلاويا جنګي جنايتكاران پوځي محاكمو ته راكش
سول، خو صدام حسين ته په عراقي محكمه كي سزا وركول به دا پايله ولري چي له نوموړي به ((عربي شهيد)) جوړ
كړي.
يوې بلي انګرېزي ورځپاڼي The News ليكلي، امريكا غواړي وښيي چي دوى په نړۍ كي د
ديكتاتور نظام خلاف دي. خو دا نه سي هېرېداى چي صدام حسين خپله امريكا جوړ كړى وو او په دې كي هم شك نسته چي هغه
پر خپلو خلكو ظلم كاوه، خو هغه ديكتاتور مشران چي تر ده بتر دي او له امريكا سره ترڅنګ ولاړ دي هغه به څنګه
سي؟
د اخبار اداره په دې نظر ده چي پر عراق باندي حاكم بهرني پوځونه له خپلو ګټو سره ب
ابر د محكمې پر هره پرېكړه ژور اثر ښندلاى سي.
د پاكستان د ((نواى وقت اردو ورځپاڼه)) په يوه لنډه
سرمقاله كي كاږي، چي په امريكا كي د مشرانو او ولسي جرګو انتخاباتو ته په پام سره، ولسمشر بوش غواړي صدام
حسين ته د دې سزا په وركولو د خپلي ليونۍ جګړې د پاليسۍ لپاره د امريكايي ولس ملاتړ ترلاسه
كړي.
يوه بله اردو ورځپاڼه په خپلو خبرونو كي وايي امريكا آخر د عراق له پخواني ولسمشر سره
هغه څه وكړه چي توقع يې كېده، اخبار ليكي چي سياست پوهانو ته دا ډول سزا ګاني مجرم تر مرګ وروسته په خپل ولس كي
د يوه هېرو په شكل راڅرګندوي، دوى د خپلي دې ادعا د زبات له پاره د پاكستان د پخواني لومړي وزير ذوالفقار علي
بوټو يادونه كړې ده، او زياتوي چي بوټو د ډېرو كلونو له تېرېدو وروسته اوس هم د سياست پر ډګر ژوندى د
.
د انګرېزي او اردو خپرونو ځيني كالم ليكوال هم د صدام حسين د سزا لامل امريكايي راج ته د هغه
نه تسليمېدل ګڼي، چي چا د سركښ چا د مېړني او چا هم د باغي لقب وركړى دى.
د اسلام آباد په سوپر م
اركېټ كي د يوه پاڼ خرڅوونكي دكان ته ورغلم او له دكاندار محمدايوب څخه مي د صدام حسين د سزا په اړه پوښتنه
وكړه، هغه راته ويل، نن ورځ په دنيا كي د زړور سړي قدر نه كېږي. د هغه ترڅنګ مي له يوه بل ځوانكي امتيازاحمد سره
خبري كولې، ويل ښه نو كه صدام حسين ديكتاتور دى نو په مصر، اردن، سعودي عرب او پاكستان كي چي كوم كسان حكوم
تونه كوي هغه پرشتې دي؟ خو دا د امريكا پاليسي ده، يو ځل پر خوږو خوله وچړپوي چي خوند
يې ولاړسي نو يې توف كړي.