رحیم گل څاروان
له دو
ت او ناټو ځواکونو سره د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د قومي مشرانو سوله ييزې خبرې او تړون، دغه پراخه و
سوالۍ د جنگ جگړو او پراخو وژنو څخه ژغورلې.
د موسی کلا و لسوالۍ د هلمند د مرکز لښکرگاه شمال لورته په څه
باندې سل کیلو مترۍ کې پرته پراخه سیمه ده چې سنگین، نوزاد، باغران او کجکي ولسوالۍ يې په شاوخوا پرتې دي.
د
بېنوا ویبپاڼې خبریال د رښتیا موندنې په موخه دغه ولسوالۍ ته ورغئ، په موټر کې مو پنځه ساعته مزل له سنگین
نه د موسی کلا ولسوالۍ تر بازاره وکړ ولې د لارې په اوږدو کې د هیڅ راز امنیتي ستونزو سره مخ نه شوو.
هر ځای
په هر کلي کې د خلکو گڼه گوڼه لیدل کېده، دغه ولسوالي تر ډېره کرهڼیزه ځمکي لري، خلک یې بزگران دي. دوی ټول د خپ
و کروندو په کر کیلې اخته ول.
د ولسوالۍ بازار ته په رسېدو مو هر دوکان ویجاړ لېده، لوی_لوی مارکیټونه نړېدلي
وه، د ايتلافي او ناټو ځواکونو په بمباریو درې په څلورو کې بازار د بمونو خوراک گرځېدلی وو، ان تر دې چې د ولسوالۍ
ستر جامع جومات هم له خاورو سره خاورې شوی وو.
دلته په پوره ډول سیمه يیز قومي مشران د واک په گدۍ ناست ول،
نه مو د طالب جنگیاليو سرتېري ولیدل او نه هم د ناټو ځواکونه.
د موسی کلا بازار ته تازه د اوسېدونکو لیکه ور م
اته شوې وه، عام وگړي په ورځنیو چارو اخته ول، د بازار د خلکو څېرې د خوښۍ او خوشحالۍ په نخرو کې نڅیدې.
دا سپین
ږیری محمد قاسم نومېږي د موسی کلا اوسېدونکی دی، ده را ته وویل زړه یې له دردونو او غمونو نه نور په چاودون
اغلی، د طالبانو او ناټو ځواکونو په جگړه کې یې ټوله شتمني لاسه ورکړې.
محمد قاسم وایي:" ورورکه! دلته ډېرې
بدې ورځې وې، دا گرده بازار چې په سترگو وینې، دا خلک چې ویني، دلته خلک نه ول جگړې وې، د امریکایانو بمبارۍ وې، د
گرشک تر بازاره موږ نه شو تللای، هره ورځ ټکان ول، زموږ گرده شيان تباه شوله، سرایونه مو ونړېدل په خیمو کې
شپې تېروو، عاجزې مومنانې مو په تکلیف دي".
نه یوازې محمد قاسم له دې بدو ورځو سرټکاوه، د بازار ټولو ښاریانو د
جنگ د شپو ترخې خاطرې اورولې، خو تر ټولو مهمه موضوع د دوی لپاره چې خوښي يې ور په برخه کړې وه، هغه موسی کلا و
سوالۍ ته د قومي سمه يیزو مشرانو، دولت او ناټو تر منځ وروستي سوله يیز تړون وروسته د امنیت راتگ وو.
حاجي
عبدالحلیم د موسی کلا د بازار اوسېدونکي له تړون وروسته د امنیت د راتگ په اړه داسې کیسه راته وکړه:" اوس الحم
دلله واک قومي مشرانو ته ورکړل شوی دى، په دې باندې ډېرخوښ یو، اوس امن دی، امنیت دی، دلته په موسی کلا کې د
ناټو او طالبانو جنگونه ول، اوس وضعه ارامه ده دخدای فضل دی هیڅ جنجال نه شته".
د موسی کلا ولسوالۍ مرکز د دغه
بازار په منځ کې دی، د ولسوالۍ په مرکز کې د افغانستان ملي بیرغ رپېږي، کله چې ولسوالۍ ته ورننوتلو د ولسوالۍ مرکز
راته په بیدیا ډول معلوم شو.
عبدالمجید د موسی کلا ولسوالۍ اوسنی ولسوال او قومي مشر د موسی کلا سپین ږی
و او قومي مشرانو ته په جرگه گۍ کې غږیده زما هم ورته غوږ وو، دغه مشران له ناټو سره په هوکړه شوي تړون خوښ ول،
دوی ټولو د خدای شکر ویسته او د امن په راتلو خوښ ول.
قومي مشر او د موسی کلا ولسوال عبدالمجید راته وویل:" د
سږ کال د جوزا له میاشتې را وروسته د موسی کلا ولسوالۍ خلک سره کښیناستل، قومي مشران یې سره راټول کړل، خلکو
وویل چې نور غواړو په امن او امان کې واوسېږو، مونږ ٥٠ کسیزه قومي مشران دلته دې ولسوالۍ ته راغلو، دلته ب
تانویان پراته ول، مونږ ورته وویل دا خلک دا ولس نور غواړي په امن او امان کې و اوسېږي، برتانویانو ته مو وویل
واک قدرت دلته دې قومي مشرانو ته وسپارۍ تاسې له دې ځایه څخه ووزئ، برتانویانو را ته وویل طالبان به څنگه شي؟ م
وږ ورته ویل تاسې واک ولس ته ورکړئ، هیڅوک به وسله وال ونه گورئ، همدا وه د روژې په ٢٥ یې راسره تړون وکړ، ب
تانویان ولاړل اوس امن او امنیت دی طالبانو ته مو هم وویل چې اوس نور تاسې دلته دې ولسوالۍ ته مه راځئ، دلته
ومي مشران او ولس دی، دوی خپل کارونه په خپله کوي.
په دې اړه چې طالبان په موسی کلا کې شته که نه؟ قومي
مشر او ولسوال عبدالمجید راته وویل:" دا ټول زموږ د مخالفینو تبلیغات دي، چې را پسې کوي يې دوی نه غواړي واک یې
ه لاسه ولاړ شي، تاسې خبریالان يې وینئ تاسې ووایاست طالبان شته د چا سره وسلې شته"
د دې راپور خبریال په
ټوله موسی کلا کې وسله وال ونه لیده، له ولسوال عبدالمجید څخه مې وپوښتل ستاسو مخالفین څوک دي؟ ده راته
وویل هغه څوک دي چې پخوا یې د موسی کلا دولتي ځمکې خرڅې کړې، رشوتونه یې اخیستل گټې یې وې اوس یې چې واک له لاسه و
اړئ نو اوس په کابل او نورو ځایو کې تبلیغات کوي چې په موسی کلا کې طالبان دي، غواړي زموږ پروسه خرابه
کړي.
یوه تن سپین ږیري چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي را ته وویل دلته په دې موسی کلا کې پخوانۍ اداره خاینه
وه ډیر بد بد کارونه یې وکړل زموږ ځمکې یې وپلورلې خلک له تیرې ادارې هم ناراضه ول.
د طالبانو د شتون په اړه مې د
موسی کلا بازار له ځینو اوسېدونکو څخه وپوښتل هغو ټولو ویل طالبان نه شته. د موسی کلا ښوونځی د زده کوونکو پرمخ
وروسته له اوږدې مودې پرانیستل شوی زده کوونکي ښوونځیو ته ځي.
کمال الدین د موسی کلا د منځني ښوونځي د اتم ټو
گي زده کوونکی دی، دی وایي له تړون وروسته دادی اوس ایله ښوونځي ته ولاړى، خو دی له ستونزو سر ټکوي:" استادان
نه شته، کتابونه نه لرو مکتب مو وران شوی دى".
موسی کلا اوس بیارغونې ته اړتیا لري، روشن کمپنۍ ورته د گرځنده
تلیفون د برابریدو ژمنه کړې، د ماین پاکولو یوه خیریه موسسه د ماینونو د ورکولو لپاره ورغلې، خو د نورو خیریه
موسسو او یا انجوگانو د مرستو درک په موسی کلا کې نه بریښي سره له دې چې قومي مشران د مرستندویو ادارو د ورتلو
خبره کوي او له حکومت څخه غواړي چې مرستې ورسره وشي.
موسی کلا ښایي یوه بېلگه وي د دولت، خلکو، ناټو یا بهرني
ځواکونو او طالبانو لپاره داسې بېلگه چې یاد شوي څلور واړه لوري ترې ښه گټه اخیستی شي.
د موسی کلا انځورونه به ژر خپاره شي.