راپور: مختاراحمد انتقام
د روهي ادبي بهير ۳۲مه غونډه د روان
كال د لړم پر ۱۸مه د ماځيګر پر څلورنيمي بجې د ښاغلي قدرت الله لېوال لخوا د قرانكريم د مباركو آيتونو په تلاوت
سره پيل سوه.
پرانيستونكي خبري د ښاغلي عبدالاحمد محمديار پر غاړه وې ، نوم
وړي د خپلو اوږدو خبرو په لړ كي چي زياته برخه يې د بهير د برياوو په اړه وې وويل: روهي بهير ځكه يو بريالى بهير
دى چي پر ديني، ملي او فرهنګي ارزښتونو ولاړ دى. او دا يې د هغو خبرو خلاف بهير وباله
چي ويل سوي وه، دا بهير به ژر له منځه ځي، همدارنګه ده بهير له هر ډول سياسي اړخ څخه ليري وباله، خو دا يې هم
وويل چي ملي سياست بايد ولرو، همدا ډول ده د بهير تر دې ځايه رارسېدل د بهير برياليتوب وباله او ملګرو ته يې د م
باركۍ تر څنګ د پروخت راتګ هيله هم وښوول.
ورپسې مختار احمد انتقام د تيري اونۍ
اپور وړاندي كړ.
ملګرو راپور ډېر اوږد او له څه
ستونزوسره مل وباله.
ښاغلي حكمت الله سروش له راپور
ليكوال څخه هيله وكړه چي په راپور كي دي ګرامري ټكو ته ډېر پام كوي.
ښاغلي احسان
الله جرس د تيري اونۍ د اغلي شكيبا دا خبره په ياد ساتلې وه چي دې ويلي وه، جميل كرزى لومړى كس و او راپور
يكوال يې په دې ګرم وباله چي لومړى كس يې ياد كړى و، هغې كس نه و ياد كړى جميل كرزى يې
ياد كړى و.
ښاغلى محمديار په راپور كي دې ټكي ته
حيران و، چي چا خپله خبره واخيسته، نوموړي وويل چي بايد داسي ويل سوي واى چي جميل كرزي خپله خبره
واخيسته.
په دې راپور كي د شعر ويونكو نومونه د راپور په منځ كي ياد سوي وه او
ورپسې نور جريان، خو ښاغلي احسان الله درمل دا ښه ونه بلل چي په راپور كي لومړى ګډون
كوونكي ياد سوي او بيا نور راپور، ده وويل بايد ګډون كوونكي د راپور په اخير كي ياد سوي
واى.
ښاغلي محمديار د ښاغلي درمل كره كتنه پخه نه
كړه، بلكي ويې ويل چي په راپور كي ګډون كوونكي نه وه ياد سوي، هغه كسان ياد سوي وه چي شعرونه يې ويلي وه اوبيا
نوري خبري وسوې، ده زياته كړه چي د غونډي جريان همدا ډول وو نو په راپور كي هم بايد دا ډول وي لكه چي و.
ښاغلي ښوونكي مهدي خليق د راپور د اوږدوالي سبب دا وباله
چي په راپور كي ټول څه راوړل سوي وه، نه خاص ټكي، غوښتنه يې وكړه چي بايد په راپور كي خاص ټكي راواخيستل
سي.
تر دې وروسته ښاغلي جرس خپله هغه ليكنه چي په كي د ښاغلي سروش پر شعر كره
كتنه سوې وه وړاندي كړه، چي همدا كره كتنه تر كره كتني لاندي راغله.
لوم
ړى ښاغلي درمل كره كتونكي او د شعر خاوند دواړو ته ځكه مباركي وويل چي دواړه بريالي دي، په شعر كي د لوګي او
هينداري تناسب ته حيران په دې و چي هينداره روښانه او لوګى تور په دې كي د شاعر هوښياري څه ده؟
ښاغلي محمد يار په دې بيت كي هوښياري دا
وبلل چي شاعر له يو چا زړه وړى دى، ده زياته كړه چي كه هوښياري ونكړي نو زړه هم نه سي ځني وړاى.
خو ښاغلي خليق د هينداري او لوګي يو ځاى راتلل يو ښه تناسب و باله او په نوموړي بيت كي يې د طباق
صنعت ته اشاره وكړه.
ښاغلي محمديار د ښاغلي خليق د خبري پخلى ونكړ او په نوم
وړي بيت كي يې د طباق صنعت رد كړ او ويې ويل چي په دې بيت كي لپ او نشر
سته.
ښاغلي سعيد زابلي اول بيت ته په اشاره وويل چي په اول بيت راغلى په دويم
بيت كي يې څرګندونه راغلې.
ښاغلي درمل د ښاغلي زابلي د خبري په تائيد وويل چي
يو مفهوم دوه واري راغلى.
ښاغلى جان محمد صالح په دې نه و پوهېدلى چي په پنځم بيت
كي مخاطب څوك دى؟
ښاغلي محمديار د ښاغلي صالح د
خبري په ځواب كي وويل چي درېيم كس دا خبره كوي، خو ښاغلي خليق بيا وويل چي نه خپله ځان
ته خطاب كوي.
ښاغلي واصل حسنيار لومړى جرس وستايه چي ښه كره كتنه يې كړې وه خو دا
يې هم وويل چي كره كتنه يې هم بايد ښه روښانه او څرګنده واى.
انتقام بيا د هر اړخيزي كره كتني غوښتنه وكړه چي بايد موږ په كره كتنه كي د شعر تر څنګ، لنډه كيسه،
ژباړه،نثري ټوټه او نور څه هم كره كتني ته وړاندي كړو.
په پاى كي ښاغلي سروش ته
وار وركړل سو چي خپله نظر وړاندي كړي.
نوموړي له ښاغلي جرس نه مننه وكړه، د
ده په نظر چي كره كتونكي د ده ملګرۍ ته كتلي نه د ده شعر ته نو يې ډېر ستايلى.
وروسته مشاعره پيل سوه چي دې ښاغليو په كي شعرونه واورول:
سعيد زابلي، مم
تاز احمد مظلوميار، محمداسماعيل، ګران اغاالفتيار، قدرت الله لېوال، عبدالغني مفتون، نعمت الله منظور، سيد
حبيب الله روحاني، احسان الله درمل، جاويد همېش، سيد نور ساحل، حميدالله دويوان، محمد رحيم بيتاب او احسان
الله جرس.
د غونډي مېلمه له كاناډا څخه راغلى شاعر ښاغلى سعيد لودين و، په غونډه يې خوښي وښوول او زياته يې وستايل او د بهير غونډي يې د خورا ډېر اهميت وړ
وبللې،نوموړي د بهير مباركي وويل چي په برياليتوب مخته روان دى.
د غونډي مشر
ښاغلى جانان مومن و، نوموړي د غونډي د ارزيابۍ پر مهال په دې خوښي وښول چي ټول ملګري په بهير كي سره راټول دي،
همدا ډول يې هيله وكړه چي په كره كتنه كي بايد هرڅه راسي نه يوازي شعر او بايد چي كره كتنه دوام ولري. د غونډي د
ستايلو تر څنګ يې خپل شعر هم ووايه.
د يادوني وړ ده چي د كره كتني راتلونكي واري
ته به ښاغلى جاويد همېش د ښاغلي جرس پر شعر كره كتنه كوي.
ښاغلي قيام الدين
يادت ښاغلي حسنيار ته دوه ټوكه كتابونه ډالۍ كړي وه چي د ښاغلي خليق په لاس حسنيار ته وركړل سوه. د غونډي
وياند ښاغلى جان محمد صالح و، غونډه د ماښام پر شپږ نيمي بجې د دعا په ويلو سره پاى ته ورسېده.