په كابل كي د بوش په نامه د كلتورونو د يرغل بازار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10198
ميرويس جلالزى/كابل
دخبریدو نیټه : 2006-11-17

ميرويس جلالزى/كابل

د سرو بانجانو قورمه چې دوه كاله يې له ټاكل شوې مصرفې نېټې تېر شوې او د انرژۍ وركونكو پروتينو هغه بستې چې خرابې شوې نن په دې بازار كې پلورلو ته ايښودل وې دې.

په دې ښار كې هيڅ افغان په دې نه پوهېږې چې د بدن د غړو لپاره د تقويه كونكو غوړو په څه ډول كار واخلې او هغه كريم چې په امريكا كې يې تورپوستان د خپل بدن د پوټكې د غوړولو لپاره استعمالوې څرنګه او د بدن په كومه برخه  وموښې.

د جورج ډبليو بوش په دې بازار كي د بانجانو د قورمي نېټې ته څوك نه ګورې او په خوند_خوند يې بېله كومې وېري مصرفوې.

دا بازار وروسته له هغه د امريكا د ولسمشر په نامه ونومول شو چي امريكايي ځواكونو په افغانستان له بريد وروسته په غټه شمېره تاريخ تېر خوراكي توكې دې هيواد ته له ځان سره راوړ .

په دې خوراكي توكو كې د خوږو جوارو د دانو هغه قطۍ هم شاملي دي چي د امريكا د ټكزاس په ايالت كې يې بيه څلور امريكايې ډالرو ته رسېږې، په داسې حال كې چې په افغانستان كې يوازي په ۸۰ سينټه معامله كېږې.

يو افغان ځوانكى چې په دې بازار كې په خرڅلاو بوخت دى خپلو مسلمانو پېرونكو (مشتريانو) ته سوګند يادوې چې له دې ډول غوښې چې ده تازه راوړې ګټه واخلې، ځكه بيه يې ۳۰ سينټه ده او په اصل كې هم حلاله ده، په داسې حال كې چې د غوښې په دې بستې په انګرېزي ژبه ليكل شوي چي دا د خوګ غوښه ده.

هغه وايې دا بازار يوازي د بوش په نامه نومول شوى خو ټول هغه څه چې دلته خرڅېږې حلال دې.

"دا تور بازار ده"

نوموړى  وايې: دا بازار مخكې له دې د ۷ ستوري په نامه نومول كېده او يو وخت هم دلته يوازې څو زاړه او ړنګ دوكانونه وو چې خلګو به د تشنابونو په توګه ترېنه ګټه اخيسته.

دا بازار د ځوانكې په وينا وروسته له هغه له داسې شر و شور څخه ډك شو، چې موږ څو تنو ملګرو وغوښتل ويجاړ دوكانونه ورغوو او پكې هغه امريكايې مواد خرڅلاو ته وړاندې كړو چې له امريكايانو پاتېږې او كله چې مو دا هيله پوره شوه  بازار مو جوړ او ژوندى كړ نو پرې مو  د بوش نوم كېښود.

د دې بازار د پلورونكو له ډلې يو هم  ۱۳ كلن طارق عبدالله دى هغه وايې:

" بوش ډېر ښه سړى دى"

خلګ په افغانستان كې د هغه په بازار كي د خپل اړتيا وړ توكې په خورا ارزانه بيه تر لاسه كولاى شې"

په افغانستان كې  اوس د بوش له نوم سره ډېر خلګ اشنا دې.

په اتيايمه ميلادې لسيزه كې، هغه وخت چې افغانستان د پخوانې شوروي د ځواكونو له خوا لاندي شوى وو، هغه وخت هم په افغانستان كي د بريژنيف په نامه ورته بازار موجود وو.

بريژنيف يو له هغو كسانو وو چې د افغانستان د  اشغال امر يې صادر كړى وو.

د بوش بازار د كابل ښار د يوه له ګڼي ګوڼې ډګ واټ  تر څنګ د جمهوري رياست  ماڼۍ په ۱۰۰ متري  واټن كې پروت دى .

د دې بازار دوكانونه دېوالونه نه لري او له پورتنۍ برخې د ملګروملتونو د نښان په درلودنكو شنو او سپين رنګو ترپالونو پوښل شوى او ځمكه يې هم له ماتو شويو ډبرينو تختو جوړه شوې ده.

۶۲ كلن جمعه ګل چې يو وخت د افغانستان  د پوځ سرتېرى وو، د دې بازار د پلورونكو له ډلي بل تن دى.

د هغه په وړاندې د لرګي په يوه كوچني مېز د ليمو، مڼو، آلوبالو، څو قطۍ وچ پوډر او د امريكايې پوځيانو څو جوړه زړې موزې ايښودل شوي دي.

نوموړى وايې هيڅ كله يې هم د اسلام د دين مخالف خواړه (حرام خواړه) نه دې خرڅ كړې.

محم دعمر د دې بازار له پېرونكو ځني يو دى، او د جمعه ګل له مېز څخه يو پلاستيكې پاكټ را پورته كوې او له جمعه ګل څخه پوښتې چې آيا په افغانستان كې د اناناس مېوه شنه كېږې؟

جمعه ګل ورته په ځواب كې وايې: نه! خو ډېره خوږه مېوه ده وايې خله!

په داسې حال كې چې جمعه ګل او ځينې پلورونكي ټينګار كوې چې هېڅكله يې هم حرام خواړه نه دې خرڅ كړې، خو ځينې يې بيا دا منې چې په دې بازار كې يې په سلګونو قطۍ هغه خواړه په خپلو معامله دارانو خرڅ كړې چې پرې په انګريزې ژبه جمبلايا ليكل شوې وو.

او جمبلايا هغه امريكايې خواړه دې چې په جوړښت كې يې د خوګ له غوښې هم كار اخيستل شوى.

دا خواړه په افغانستان كې مېشت امريكايې سرتېري خوري ځكه ډېري پياوړې دې.

د بوش په بازار كې ډېرى پېرونكې افغانان دې، خو په افغانستان كې ميشت بهرني وګړي هم په دې خبر دې چې په كابل كي د بوش په نامه يو بازار شتون لري او پكې به ني توكې خورا ارزانه پيدا كېږې.

په دې بازار كي نن د كمپيوټرونو پرزې نه ليدل كېږي، ويل كېږې د روان ميلادي كال په پيل كې وروسته له هغه چې د امريكايي ځواكونو د بګرام له پوځې اډې د كمپيوټر برېښنايې ماغزه ورك شول نو امريكايي ځواكونو له دې س ه سم  له ټولو هغو بازارونو چې پكې امريكايي زاړه توكې خرڅول كېږې د كمپيوټرونو پرزې وپېرلې.

تر څو خپل ورك شوي څيز ومومې په داسې حال كې چې د هغه له موندلو څخه تر اوسه هيڅ څرك نه دى لګېدلى.

له دې پېښې وروسته دې بازارونو ته د كم يپوټرونو پرزي نه دې راوړل شوي، خو ځيني نور داسي امريكايي  شيان بازارونو ته راغلې چې د  افغانستان د وګړو  درد پرې دوا شي.

يوه پلورنكي وويل: ما د خپلو وسايلو ه منځ نه يو د سونا ګرځنده حمام خپل كور ته وړى تر څو له هغه څخه ګټه واخلم او د خپل بدن وزن پرې كم كړم.

هغه وايې چې دا ګرځنده حمام په برېښنا چلېږې او زه يوازې هغه وخت له دې حمام څخه ګټه اخلم چې برېښنا ولرو او بس.

د امريكا د ولسمشر په نامه نومول شوى دا بازار دقيقاً د كلتوري ټكرونو يو مركز دى، خو خوشالي دلته ده چې ډېرى افغانان په انګريزي ژبه نه پوهېږې او ځينې چې پرې پوهېږي بيا د لوېديځوالو له ژوندانه خوند اخلې.

د پلازمېنې كابل په زړه كې د امريكايې بوش په نامه د دې افغاني بازار په ځينو هټيو كې يو ډول مخصوص كريم چې په امريكا كې د ښځو د بدن د غړو په پړسولو كې كارول كېږې هم د خرڅلاو پاره ايښودل شوي دې.

دا كريم ( يلشاباى بريسټ بيوټيفاينګ تريژر) نومېږي .

دوكاندارن يوازي دومره پوهېږي چي دا كريم امريكايې دې او په دې نه دې خبر چې دا د څه لپاره كارول كېږې.

۴۵ كلن ظفر شاه چې خپله يوه پښه يې د ماين په چاودنې كې له لاسه وركړې وويل: نه پوهېږې چې دا كريم د څه شې پاره دې؟ خو پېرونكې يې په ډېره خوښې او لېوالتيا اخلې او داسې ورځې خو هم كله_كله راځې چې دا ډول كريم په بشپړه توګه په بازار كې ورك  شي.

كله چې مو له ظفر شاه څخه وپوښتل ولي دا كريم له دې بازار څخه وركيېږ ې.

هغه وويل: زورو ه!  پېريان خو يې نه وړې همدا د كابل ځوانان يې وړې.