نن دنومبر ۱۸ نيټه دشنبي ورځ دکندهاردطبي ډاکترانودټولني په نوښت دافسرده ګي ياDepression په هکله علمي کنفرانس دښاغلي ډاکترمح مدهاشم وفا دکندهاردطب دپوهنځي استاد لخوا ترسره سو. څرنګه چه د۳۰کالو جګړي په نتيجه کي دافسردګۍ يا Depression پيښي زيات ليدل کيږي ، نوموړي ټولني لازمه وبلل چه دډاکترانواوطبي کارکوونکو دمهارتونو دلوړولو په موخه پورتنی کنفرانس ترسره کړي ، په نومړي کنفرانس کي ۲۵ پنځه ويشت ډاکترانو برخه اخيستي وه ،دکنفرانس په وروستي ب خه کي دکابل دطب پوهنځي استاد ډاکترعبدالرزاق منظم خپل تجارب دنوموړي ناروغي په هکله ددوستانوسره شريک کړه .