دځوانانودروزني کنفرانس اودسيستاني په وياړغونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10388
عبدالله احسان - هالنډ
دخبریدو نیټه : 0000-00-00

عبدالله احسان - هالنډ  ۲۶ - ۱۱ - ۲۰۰۶ 

ځوان نسل اوسالمه روزنه - علمي کنفرانس ::: له دې ځايه يې واورﺉ        دې کنفرانس ته رارسېدلي مقالې ه دې ځايه ولولی

دکانديداکاډم سين محمداعظم سيستاني په وياړغونډه :: په ږغ کي         

د ۲۰۰۶ کال د نوامبر د مياشتي پر پنځه ويشتمه نېټه د سويډن د ما موپه ښار کي د هغه هيواد دافغانانو د علمي او فرهنګي مرکز له خوا د ښاغلي حبيب الله غمخور په هاند او هڅودوې بېلابېلي علمي غونډي رابلل سوې وې .
لومړۍ غونډه د ماپښين له يوې بجې د ماښام تر اوو او دوهمه غونډه دماښام  پر اته بجې پيل اودشپې پريوه بجه پای ته ورسېده چي د سويډن اوسېدونکو افغانانو ترڅنګ د ډنمارک ، جرمني ، ها نډ ، بلجيم او فينلنډ اودسويډن ديوشمېر ليري ښارونوڅخه هم يو شمېر فرهنګپال افغانانو او د کلتوري ټولنو په استازيتوب ليکوالو او اديبانو برخه اخستې وه .
ځوان نسل اوسالمه روزنه - علمي کنف انس
داکنفرانس دافغانستان دراديو تلويزيون پخوانۍ تکړه وياندي اغ ې ثريا پکتيانۍ له خواپرمخ بېول کېدی ،لمړی دغونډي مشرتابه پلاوي اغلي اني شميت او ښاغليو: محمداقاشې زاد، کانديداکاډمسين محمداعظم سيستاني ،شهسوار سنګروال نيازي ،پوهنمل حاجي محمد نوزادي ،سعادت ګل اهنګ  او حسن شور ته بلنه ورکړه سوه چي خپلوټاکلوځايونوته تشريف راوړي ، ،پرانستونکې وينا يې چي په پرله پسې توګه په سويډني ژباړل کېده دافغانانو دعلمي او فرهنگي مرکزاو دوستۍ فرهنگي ټولنې دمشر ښاغلي حبيب الله غمخو  واوروله ، هغه دخپلو خبرو په ترڅ کي په بهر کي د ځوانانو پر بېلابېلوناخوالو وږغېداو دهغود حل لاري چاري يې روښانه کړې او زياته يې کړه چي وطنپرستي د شعارونو په څرګندولو سره ترسره کېدای نه سي بلکي دعملي ګامونو دپورته کولو اړتيا سته . هغه د غونډي له ټولو برخه والو مننه وکړه اودهغوی هرکلی يې وکړ.
ورپسې دمالمو دښار دهيلي ناحيې دانتېگريشن داداري مسؤلي ((اني شميت )) دمالمو دښار دچارواکو په استازيتوب دکنفرانس برخه والو ته دهرکلي په ويلو سره په خپله وينا کښي دسويډن دهيواد پر فرهنگي پاليسۍ او په ځانگړې توگه له ځوان نسل سره دهر اړخيزه کار په هکله لنډ معلومات ورکړ ل چي خبري يې په پرله پسې توګه له سويډني څخه پښتو ته ژباړل کېدې .
وروسته دافغا نستان دپياوړي ليکوال اوتاريخ پوه کانديداکادميسين محمد اعظم سيستاني دځوان نسل او سالمي روزني ع مي کنفرانس ته خپله مقاله واوروله ، چي په پرله پسې توګه په سويډني ژبه ژباړل کېده .

دعربي ژبي دتاريخ او ادبياتواو اسلامي علومو استادحسين سدايو په دخپلو خبرو په يوه برخه کي وويل : کله چي زموږ ستاسو له هيوادونو څخه دې هيواد ته يوځوان راځي نو دلمړي ګام داېښودلو سره ښويږي، ځکه داځوان له ګرموهيوادونو راغلی وي او دلته مځکه يخی وي ، دده سويډني خبري هم پښتوته ژباړل کېدلې.

اوبيا د عراق له کوردستان څخه دادبياتو استاد معيد عبدالستار په بهرنيو هيوادونو کي دکلتور او ځانګړې توګه د مورنيو ژبو پرزده کړه اودهغه پرستونزو په انګرېزي ژبه وږغېد.

وروسته په لندن کي دافغان ادبي جرګې مشر ښاغلي شهسوار سنگروال  خپله مقا ه واوروله هغوی دخپلو خبرو په ترڅ کي دکلتور پر ژوندي ساتنه ټينګار وکړ او ويې ويل چي ژبه د کلتو  دانتقال وسيله ده ، کله چي ژبه او کلتور دواړه ومري نو دهغه ولس جنازه هم دپرديو پر اوږو خاوروته ستنه سي . هغه په بهرنيوهيوادونو کي دافغانانو په کورونو کي دمورنيو ژبو اوسنی حالت مړژواند وباله او دايې يو ناورين وباله دخپلي مقالې په وروستۍ برخه کي يې خپل يوښکلی شعر هم ولوست .

ورپسې ډنمارک مېشتي ليکوال او اعر پوهنمل حاجي محمد نوزادي د ( اروپايي چاپيريال دځوانانو د سالمي روزني ستونزي ) ترسرليک لاندي مقا ه ولوسته ، هغوی دخپلوخبروپه يوه برخه کي دملالۍ مشهوره لندۍ وويله ( که په ميوند کي شهيدنه سوې ، خدايږو لاليه بې ننګيه ته دي ساتينه ) هغه وويل :  بهر مېشتو ځوانان دملالۍ چيغه ، دايوب توره ، دميوندغزا، دايوب تو ه، دننګ او شهادت دکلمو په مفهوم نه پوهېږي ، ځکه دوی اوس هره ورځ د وطن مينه دوطن د اوبو سره ترستوني نه تېروي . دښاغلي نوزادي ترخبرووروسته لنډه دچايو تفرېح اعلان سوه .

ترتفرېح وروسته په ايران کښي دادبياتو پخواني استاد ډاکتر معنوي دخپلو په سر کي وويل چي کاشکي يې پښتوزده وای او ناستوپښتنو ته يې په پښتوژبه خبري کړې وای ، د ټوکي په ډول يې وويل : حبيب اغا مرا پشتو ياد نه داده . نوموړي هم د ځوان نسل پرکلتوري اوروزنيزوچارو وږغېدی .

 ورپسې ښاغلي سعادت گل اهنگر د ( افغاني کلتور او په هغه کي د ځوانانو جذبېدل ) تر سرليک لاندي مقاله واوروله ، هغه وويل د ۱۹۷۸ کال د اپريل د پاڅون څخه وروسته افغانان بېلابېلو هيوادونو ته مهاجر سول،موږ بايد د هغه څه په وړاندي ودرېږو کوم چي دهيواد ځوان نسل د سياسي پوهي دترلاسه کولو څخه بې برخي کوي . که زموږ ځوان نسل دخپل هيوادپه اوږدمهاله ګټواودهغوی په ارزښت ونه پوهېږي نوڅنګه به وکولای سي دهيواد په روښانه راتلونکي کي برخه واخلي .

دا وخت نوبت تکړه ژورناليست او ليکوال ښاغلي محمديوسف هيواددوست ته ورسېد، هغه د خبرو په سر کي وويل چي زه سپيني خبري کوم رانه خپه کېږﺉ به نه . او بيا داسي بربنډ او مخامخ وږغېد هغه وويل په بهر کي د ځوانانو دسالمي روزني موضوع دونه ساده هم نه ده چي په دوو درو مقالو يې پوره کړو ، دايوه کمپليکسي موضوع ده چي زيان يې هم مور اوپلار او هم ټولني او هيوادته رسېږي . هغه وويل دا د افغانستان دبهرنيو چارو دوزارت او اط اعاتو کلتور وزارت مسوليت دی چي په بهرنيو هيوادونوکي سفارتونو او سياسي نماينده ګيو له لاري د بهرمي توافغانانوپه کلتوري وده کي برخه واخلي مګر بدبختانه دافغانستان دولت دغه مسوليت د خپل کار له ليست څ خه ايستلی دی . هغه زياته کړه چي موږ ارياناتلويزيون ته ناست يو چي يوه شخص جوړ کړی، هغه دولس څخه ګيله وکړه چي وايي  ارياناتلويزيون ۸۰٪ په پارسي خپروني کوي ، اياپه پښتنو کي داسي سوداګرنسته چي ارياناغوندي يو تلويزيوني چينل جوړکړي؟  د اطلاعاتو اوکلتور وزارت په دې برخه کي څه کړي دي ، داطلاعاتواوکلتور وزا ت بايد دې موضوع ته پاملرنه وکړي او خپل مسوليت اداکړي . هغه وويل چي مور او پلار بايددخپلوماشومانوکمپيوټر ،ټيلفون،فلمونه اوډي وي ډي ،اوچټينګ په پرله پسې توګه تعقيب کړي او له دې ځان خبر کړي چي اولادونه يې څه ډول فلم ونه ګوري ، له چاسره خبري کوي او له چاسره چټينګ کوي . اوڅنګه کېدلای سی چي موراوپلار لمونځ ونه کړي ، شراب وڅ ښي ، ناوخته په نشه حالت کي کورته راسي اوبياله خپل اود يوه سالم اولاد تمه ولري ؟ دښاغلي هيواددوست خبري ت پايه په چکچکو او تودواحساساتو بدرګه کېدلې .

وروسته هالنډمېشتي فرهنګپال ښاغلي ډاکتر ظفر لرغون هم د ځوان نسل په روزنه کي دمور او پلار پرمسوليت ټينګار کاوه او دخپلي ليکني په ترځ کي يې دطب له ليدلوري دماشوم پرروزنه د زېږېدلو ترمخه بيا تر ۶۵ کلنۍ پوري پراووجلاجلا برخو تشرېح کړاودهري دورې په اړه يې په لنډيز س ه وږغېد. او ورپسې  له هالنډ څخه دپوهنوال استادرسول باوري د( کډوال ، کلتوري ستونزي او دحل لاري) ترسر يک لاندي رالېږل سوې مقاله دليکوال او شاعر ښاغلي حاجي محمدامين باوري له خوا ولوسته سوه . اوبيا ښاغلي نجيب الله ذاخېلوال خپله مقاله ولوسته ، هغه وويل څرنګه چي دختيځ کلتور د لوېديځ له کلتور سره ډېر فرق لري نو له دې کبله د کورنيو اوځوانانو مسوليت هم دروند دی .دکنفرانس په دې برخه کي داسترالياڅخه د ښاغلي هدايت الله هدايت رالېږل سوې مقاله د ځوان شاعر ښاغلي نيازمحمدعقيل له خوا ولوستل سوه .

دکنفرانس وروستۍ مقاله په سويډن کي دپښتوژبي ښوونکي ښاغلي حسني د ( د ځوانانو په سالمه روزنه کي دمورنۍ ژبي اهميت ) ترسرليک لاندي خپله واوروله ، ښاغلی حسني دتېرو پنځلسو کلونو راهيسي په سويډن کي افغان ماشومانو ته دمورنۍ ژبي په درس ورکولو بوخت دی . هغه د هغي افغاني کورنۍ کيسه وکړه چي دمورنۍ ژبي د نه زده کړې له کبله ځوانان په غلا روږدي سوي وه ، کلونه و وسته تر ژورو طبي پلټنو وروسته دځوانانوکورنۍ ته ځوانانوته د هغوی د مورنۍ ژبي دزده کړي سپارښتنه سوې وه . ښاغ ي حسني وویل چي کله چي دې ځوانانو پېښور کي پښتوژبه زده کړه او بيرته راستانه سوه ، بيايې د هغه راهيسي عادي ژوندته مخه کړې ، هم يې خپل ځانونه پېژندلي او هم خپل کلتور. هغوی د مورنۍ ژبي زده کړه دسالمي روزني لومړنی اواساسي شرط وباله . نژدې دماښام اووه بجې وې دډوډۍ تفرېح اعلان سوه اوټولو برخه والو دکوربه ټولني له خواپه جوړه سوې مېلمستياکي برخه واخيسته.

د کانديد اکاډمسين ښاغلي محمداعظم سيستاني په وياړغونډه 

ددې غونډي نېټه اولمړنۍ خبري ددې پاڼي په پيل کي وليکل سوې اودغونډي چلوونکې بياهم دافغانستان دراديو تلويزيون پخوانۍ تکړه ويانده اغلې ثريا پکتيانۍوه . اوس به يې يوازي پرهغوجزياتووږغېږو کوم چي دراپور په لومړنۍ برخه کي نه دي ليکل سوي اويوازي زموږ دهيواد په دې ملي شخصيت ( ښاغلي سيستاني ) په وياړترسره سوه .

ښاغلي حبيب الله غمخور ته بلنه ورکړه سوه چي دغونډي پرانستونکې وينابرخه والو ته واوروي ، دنوموړي له خوالومړی ښاغلي سيستاني صاحب اوبيادهغه دکورنۍ ټو وغړو ته بلنه ورکړه سوه چي ددوی له پاره ځانګړي سووځايونوته تشريف راوړي . ورپسې يې لومړی د ښاغلي سيستاني اودهغوی له کورنۍ څخه اوبياله ټولو برخه والو مننه وکړه اوبيايې په سويډن کي د افغانانودعلمي اوفرهنګي مرکز پرلاسته راوړنوپه لنډيزسره وږغېدﺉ اونننۍ غونډه يې دهغولاسته راوړنويوه بېلګه وبلله ، ښاغلي غمخور  د (کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني يو منلی تاريخ پوه دی) ترسرليک لاندي خپله مقاله واوروله دښاغلي سيستاني ژوندليک ولوست اوزياته يې کړه چي نوموړﺉ په يکنو کي له رواني دري ژبي او ساده اصطلاح ګانو څخه کار اخلي تر څولوستونکي په اساني سره ګټه ځني ترلاسه کړ ي ، تر اوسه څلورويشت چاپ سوي کتابونه او دوه اويا رسالې لري ، چي ځيني يې پښتوته هم ژباړل سوي دي .

دپيغامونوپه برخه کي لومړی پيغام په هالنډکي دافغاني کلتوري ټولني استازي ښاغلي حسن شور ،په سويډن کي د ارياناافغان کلتوري ټولني پيغام جنرال سيد غلام ازر ، په کندهار کي د بېنوافرهنګي ټولني پيغام د هغې ټولني استازي عبدالله احسان کاکړ، د ښاغلي اکاډمسين اکټرمحمداکرم عثمان له خوا رالېږل سوی پيغام د سيستاني صاحب دزوم ښاغلي علي ابدالي له خوا ولوستل سو چي و وسته ښاغلی ابدالي خپله وينا هم واوروله ، اوورپسې اغلې حليمه فتميس ددريځ خواته راغله او ښاغلي سيستاني ته يې دسوغات په توګه په مالمو کي د افغاني ښځودټولني ډالۍ وړاندي کړه ، ورپسې په بلجيم کي دافغانانو دکلتوري ټولني پيغام د هغې ټولني دمشر ښاغلي نجيب احمدزي ولوست ، له جرمني څخه ښاغلي خليل ا له معروفي خپل پيغام، له هالنډ څخه ښاغلي ډاکټر ظفر لرغون خپل پيغام ،ښاغلي زاري د ښاغلي اسحاق نګارګر پيغام له لندن څخه ،ښاغلي احمدګل له اکسفورډ څخه د ښاغلي ډاکټرمجاوراحمدزيار پيغام ولوست  .

دج ال ابادڅخه دډاکټرفضل رحيم تګيوال دپيغام په ګډون دښاغليو: له لندنه دشهسوار سنګروال ، ډنمارک څخه ديوسف هيواددوست،کندهار څخه د ولي شا طبيب ، جرمني څخه د پياوړي ليکوال او ژباړن ښاغلي محمدشريف بهاند،او انجنير شېر ساپي ،مالموکي دمحمدرفيق شمس ، کاناډاڅخه د پروفيسرعبدالخالق رشيد، پوهاندډاکټرسيدخليل الله هاشميان،افغان رسالې مشر ښاغلي احمدشاهوتکي،په ډنمارک کي داوسېدونکو افغانانو دشورا، د اتريش له وياناڅخه د افغان ولس کلتوري ټولني،له لندن څخه د افغانانو ددوستۍ دانجمن اويوشمېر نورو هغوټولنواو فرهنګپالونومونه واخيستل سوه کومو چي دې غونډي ته پيغامونه اومقالې رالېږلي وې او دوخت دلږوالي له کبله خپاره نه سوه ، ښاغلي غمخور ژمنه وکړه چي راغلي پيغامونه او مقالې به په ويبپاڼوکي خپروي . دغونډي ديوشمېربرخه والو له خواښاغلي سيستاني صاحب ته سوغاتونه ډالۍ سوه ، ښاغلي سيستاني صاحب هم د ويناوالو له منځه ځيني په خپل يوه يوه کتاب ونازول . ورپسې ښاغلي حبيب الله غمخور دپښتنو ددود سره سم ښاغلي سيستاني صاحب ته بګړۍ ور وتړله ، او دميرمن سيستاني څخه يې دمنني په ويلو دګلونو ګېډۍ ډالۍ کړه ، ښاغلي غمخور وويل چي دميرمن سيستاني دزيار ، همکاريواوپه ګډژوندکي دملتيابرکت دﺉ چي ښاغلی سيستاني صاحب شپه اوورځ په ليکلو او لوستلو بوخت دی ،دغونډي ټول برخه وال سيستاني ته ددرنښت په څرګندولو سره پرخپلوځايونو ودرېدل ،ورپسې ښاغلي سيستاني له ښاغلي غمخور او دټولني له ټولو غړو او دغونډي له برخه والو مننه وکړه ، اوښاغلي غمخور ته يې يوه غټه ګلدانۍ ډا ۍ کړه . دفينلنډ هيوادڅخه راغلي دارياناتلويزيون ځوان خبريال ښاغلي صالحزاده ديوې خندوري ټوکي په اورو وسره دغونډي علمي برخه پای ته ورسوله ، اومشاعره پيل سوه . ښاغلي غمخوردغونډي چلوونکې تکړه وياندي ث ياپکتيانۍ ته دګلونو ګېډۍ ډالۍ کړه.

دښاغلي سيستاني صاحب په وياړ داجوړه سوې مشاعره چي دځوان شاعر اوتکړه وياند ښاغلي قدرت الله حليم له خواپرمخ بېول کېده دلس کلني شمع شېرزاد له خواپه شعر ويلو پيل سوه او ورپسې ښاغ يو : پوهنمل نوزادي ، حاجي امين باوري ، محمدقدوس رحمتزﺉ ،ځوان شاعر هيوادشېرزاد،ځوان شاعر نيازمحمدعقيل ،ځواني زرلښت حبيب دصديق کاوون شعر ،نجيب احمدزي دارواښاداسحاق ننګيال شعر ،ولايت خان ځدراڼ او عبدالس ام اندړ په زړه پوري شعرونه واورول .

ترمشاعرې وروسته دښاغلي حبيب الله غمخور له خوا جوړه سوې ډالۍ دبېنوافرهنګي ټولني استازي عبدالله احسان کاکړ ته وړاندي اودمنني په څرګندولو سره ومنله سوه .ددې سره سم دم اخستن پر پاو باندي يوولس بجې د پنځلس دقيقو له پاره د تازه مېوې خوړلو تفرېح اعلان سوه . تر دمي وروسته ښاغلي ام ان الله اميري دخپلوځوانو او هنرمندوزامنوسره ښکلي او په زړه پوري سندري وويلې ، اوځوانانو مست اتڼونه وکړه . دموسيقۍ دپای سندري ځوان ، تکړه او بريالي هنرمند بهيرجان اميري وويلې ، داوخت نو ګړۍ دشپې يوې بجې ته نژدې کېده او دلومړۍ غونډي دپيل څخه پوره دوولس ساعته تېر سوي وه ، نه يوازي داچي دغونډي برخه والو ستړيانه وه حس کړې ، بلکي لا يې نور هم دغونډي داوږدېدو غوښتنه کوله . خوښاغلي غمخور يې په ځواب کي ويل چي مافکرنه کاوه چي تاسو ته تر دوولس ساعتونو وروسته بياهم ستړيانه حسوی ، که داسي خبر وای نوتالار به مي د ۱۲ پر ځای به دڅلوريشتوساعتو له پاره نيولی وای . ښاغلي غمخور دغونډي په پای کي خوږژبي هنرمندښاغلی امان الله اميري ، ځوان هنرمند بهي جان اميري ، ورور يې چي مسته تبله يې ږغوله دګلونو په ډاليو ونازول .

که يې نوري خپروني دکاپي اوبياخپرېدو نيت لري نودي داخځ په ډول بېنواټکی کام نوم نه هېروي !