دونو او بوټوبیځایه وهل (دیپلوم انجینر نیکزاد)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10400
دیپلوم انجینر محمد حق نیکزاد
دخبریدو نیټه : 2006-11-27

لیکونکی :دیپلوم انجینر محمد حق نیکزاد
  پس منظر: دمخه تر دی چي واصلي مطلب ته راسو ،دونو او بوټو پر اهمیت به یوه ځ نده رڼا واچوو.
 دمځکي پرمخ دوه سلطنته (د حیواناتو سلطنت او د نباتاتو سلطنت ) خدای (ج) پیدا کړیدي  چي پخپل مینځ کي نه شلیدونکي اړیکي لري او دواړه یو د بل لازم او ملزوم دي . ددوی تر مینځ ډیر توپیرونه موجود دي ،خو کلي توپیر یی دادی چي  نباتات مستقل ژوند لري او د حیواناتو ژوند طفیلي ژوند دی .دا خبره په دی معنی ده چي نباتات خپله غذا پخپله جوړوی ،اما حیوانات د خپلی غذا د جوړول توان نلري . حیوانات د خپل ژوند دبقا لپاره یادنباتاتو د خوړلوڅخه کار اخلی چی هغوته واښه خوړونکی حیوانات وایي اویا یو حیوان د بل حیوان د غوښو په خوړلوسره ژوند کوي چي دی ډول حیواناتو ته غوښه خوړونکي حیوانات وایي . داسي  حیوانات هم سته چي بیا دواړه خوری.
    نباتات د خپل ژوند د بقا لپاره په زیا ته پيمانه د عضوي موادو څخه چی سرچینه یي په مځکه کي نیاتي او حیواني پاته سوي مواد دي چی تر ورستیدو وروسته ورڅخه ګټه اخلي . یا په بل عبارت دغه عضوي مواد   د باکتریاؤ په واسطه په داسی موادو سره اوړي چي هغه په اوبوکي د انحلال قابلیت ولري یعني نباتات د عضوي موادو څخه په مځکه کي تر هغه وخته پوري ګټه نسي اخیستلای،تر څو چی په اوبو کی د انحلال حواص ونلري .دا کار په مځکه کي یوازي د باکتریاؤ پر غاړه دی چی په مځکه کي ژوند کوي .که چیري په مځکه کی دغه باکتریاوي کار ونه کړي اود ژوند شرایط ورته مساعد نسي د مځکي پر مخ نه نبات ژوند کولای سي او نه حیوان.
   ددی بحث اصلي موضوع دونواوبوټو د بیځایه وهلو څخه ساتنه اودهغو روزنه ده .په دی کار کی د انسان رول چي وني اوبوټي وساتي اوهغه و وزي یا هغو ته  د بی پروایې په سترګه وګوري قاطعیت لري.
 ونی اوبوټي هغه موجودات دي چي د انسان د ژوند په ټولو اړخونو کي د اهمیت وړ رول لوبولی او لوبوي یی او هغه داچی:
 1. دانسانانو د خوندور او ګټور خوراک  سرچینه ده.
 2. وني او بوټي په خپلو ډول ډول رنګونو او ګلانو سره د مځکی مخ ښایسته کوي او یوه زړه وړونکی فضا Aیي جوړوی چی په لیدو سره یي زړونه خاص قوت او تازه والی پیدا کوی .یا په بل عبارت د زړونو زنګ او غم ورکوي .همدا وجه ده چي د استراحت او ارام ژوند ځایونه هلته جوړوي ،چیری چي وني او بوټووي
 3. د انسانانو ناروغي کموي او ښه ژوند ورته بخښي
 4. چیري چي وني اوبوټي وي ،هلته نه ویوازی  د حیواناتو او مرغانو د ژوند او استراحت ځای وي ،بلکه د هغو په زیاتوالي کي مهم رول لري
 5. وني او بوټي نه یوازي مځکی ته ښکلا وربخښي ،بلکه د چاپیریال هوا هم تازه کوي .نسبتي لندبل او د ګرمۍ کموالی چي د ژوند د ښو شرایطو څخه شمیرل کیږی هم کنترولوي.
 6. دمځکي ساتنه کوی یعني،باد او سیلابونه نه پریږدي چی مځکه یوسي او هغه شاړه کړي
 7. د صنعت اومه مواد د ونو او بوټو څخه لاسته راځی .
 8. د کورونو په جوړولو ډیر مواد د ونوڅخه لاسته راځي او د کورونو ښه وسایل لکه موبل او فرنیچر دونو څخه لاسته راځي او داسي نوري ګټي هم لري .

  
 وني او بوټي هم لکه نور ژوندي موجودات ځانته ځانګړي ناروغې او افات لري او علاوه تر دی د ډول ډول طبیعي او غیر طبیعي ناوړه حوادثو سره لکه وچکالۍ، اورلګیدنی زلزلی او د انسانانو بی مسؤلیته چلند سره م خامخ کیږي ،خو انسان کولای سي چي د هغو په کنترول او له منځه وړو کی  د ځانه پوره وړتیا وښیی .دهر افت په م ابل کي کیدای سي چی یوه یا بله چاره وسنجوله سي ، خو د انسانانو د بی مسؤلیته چلند په مقابل کي ،په تیره بیا هغه انسانان چی د سیاسي واګي یی هم  په لاس کی وي ډیره مشکله ده د هغو لاس نیوی و سي .
 شنکي باغونه . نکي ځنګلونه ، شنکي دښتونه . رنګارنګ ګلونه ، د بلبلانو اوازونه ، ښکلي چینی ، ښکلي ابشارونه ...... اوداسی نور دا ټوله د ‍خدای(ج) هغه نعمتونه دی چي دونواوبوټو په وجود کي یي پیدا کړیدي او د انسانانو په اختیار کي یی و کړیدي .که چیری دغه ښکلاوی د انسانانو د خوا په علمي توګه د یوه منظم پلان په عملي کولو سره تنظیمي سي یعنی په شنو دروکی ،د چینو بغل ته استراحتګاوی ،هوټلونه جوړکړای سي  ، دغه موجوده خوند به یی څو چنده  سي ، نا وغۍ به ورکي سی او د هر انسانانو د خوند او برمه ډک ژوند به ولري  .
 دونو اوبوټو د روزني او ساتني شرایط:
 په کار داده  چي وني او بوټي باید د اسانانو د ضرورت او احتیاج مطابق وروزلي سي .یعني په هره اندازه چي د اسانانو ضرورت زیاتیږي ، په هغه اندازه او حتی تر هغه زیاتی باید و روزلي سي . د ساتني ش ایط یی دادي:
 دځیګلونو اوبوټو د روزني او ساتلو د قانون نافذیدل او د هغه عملی کول .
 د ځنګلونو او بوټو د ساتلو او روزلو دمرکزي او محلي ارګانونو فعالول او په تخنیکي وسایلو سره د هغو سنبالول .نه داچي تش په نامه وي خو د کار کولو درک یی معلوم نه وي
 د ونو او بوټو د روزني او ساتني د څیړني د مرکز جوړول
 وخلګوته د هغي انرژۍ برابرول لکه بریښنا او ګاز چي د ونو او بوټو د بیځایه وهلو څخه د خلګو لاس لنډوي.او که دا کار ونسي ،د خلګو لاس نیول ډیر ستونځمن او حتی د امکانه وتلی کار دی.
 دونو اوبوټود ساتني اوروزني اوسنۍ وضع:
 زموږ ګران هیواد افغانستان یو غرنی مملکت او د ارتو دښتونو څښتن دی چی د څارویو د روزني لپاره ډیر ښه شرایط لري .همدا علت دی چی د ډیری پخوا زمانی څخه زموږ زیات وګړی د کوچیانو په توګه ژوند کړی او لکه د هوا مرغان د هوا د څرنګوالي سره سم د یوه ځایه وبل ځای ته کوچ کړی،تللي اوراغلي دي . په تیرو ختونو کي ددوي ژوند ډیر خوندور او د برمه ډک ژوند ؤ.خو اوس د خلګو د بی پروایې ، د بیځایه لاس وهنو اود پردیو په لمسون د خپلو شخصی ګټو په نظرکی نیولو سره ،که دغرونو وني وی اویا د سمي وني وی ،هغه یی ټولی داسي له منځه یووړي چي نه یی بر پاته سوه او نه ریښې.  د افسوس خبره داده چی د هری ورځی په تیریدو سره غرونه د ونو او دښتونه د بوټو او وښو څخه خالي کیږي . علتونه ډیر دي خو اصلی علت یی  دادی:
 د ځنګلونو او بوټو د روزني او ساتني قانون تر پښو لاندي سویدی نو دا خبره به داسي ومنو چي قانون نسته .
 د ځنګلونو د روزني او ساتني مرکزی او محلي اورګانونه تش په نامه دي. هغه په دی معنی چی هغه فعا یتونه چی د ونو او بوټو د روزني او ساتني لپاره ضروري دي اثر یی نه لیدل کیږي .علت یی دادی چي ددی کار لپاره نه ماهر پرسونل سته ، نه ضروري وسایل اونه کافی بودجه .
 ونی او بوټي پر خپل سر وهلي کیږي ،خو د چا سره دا نظر او مفکوره نسته  چي یوه  ونه باید څه وخت ووهله سي او تر هغه وروسته باید څه وسي؟
 ددی کار نتیجه دا سوه چي  ترکومه ځایه چي لاس ور رسیږی شنه غرونه یی د ونو او شنه دښتونه یی د بوټو څخه خلاص کړل او اوس چی ست ګي څار کوي شین بوټی نه لیدل کیږی . هره خوا سپینه بیدیا او سپیری دوړي د مځکی څخه پورته کیږی .کله چی یو څو څ اڅکي باران وسي ،ددی پر ځای چی هغه مځکي ته ننوزی اومځکه خړوبه کړي ،خړ سیلابونه ور څخه جوړیږی او د نه منلو تاوانونه هم رسوي . کله چی باد را والوزی هغسی خاوري بادیږي چی څوک سترګي نسي رپولای . کله چی مځکه د سیلابونو او د باد د طوفانونو تر تهدید لاندی وی ،د هغی د تولید قدرت به څه وی ؟د ددی سره یو ځای به د انسانانو ژوند په داسي شرایطوکیي څه ډول وي؟ ددی او داسي نورو سوالونو په ځواب کي یو جواب سته او هغه داچي،، دبیچاره ګۍ او غربت د ژوند څخه ډک ژوند بل څه نسته ،،.
 ددی وضعي  اصلي علت :
 د ورځي په تیریدوسره دخلګو شمیر زیاتیږي او د هغو سره یو ځای بشري اړتیاوي هم مخ په زیاتیدو دی . د ښاری خلګو شمیر کوم جی ضروریات او خواهشا ت یی د کلیوالي خلګو په پرتله ډیر دی ورځ په ورځ زیاتیږي . د ډوډۍ پخولو اود کورونو د تودولو دپاره بل هیڅ شی نسته بیله دی څخه چی  وني چپه کړی او ددښت بوټي د بیخه وباسي او خپل ضرورت په پوره کړي اویا یی بازار ته دخرڅلاو لپاره یوسي او د خپل ژوند نوري اړتیاوي په پوره کړي په غرونوکی د ونو او په دښتونو کی د بوټو مخ پر خلاصیدو دي ،د خوړو د پخولو او د کورونو د تودولو نوري چاري هم نسته او که چیري وي لکه تیل او طبعي ګاز ،هغه په ډیره لوړه بیه د بهر څخه راوړه کیږی او هغه هم  که چیري سیاسي مناسبات ښه وی او ددوی په خوښه کار وسي ،تیل او ګاز راکوی ، ولي که چیري سیاسي مناسبات ښه نوي او یا ددوی په خوښه کار ونسي ،نو بیا نه تیل سته او نه ګاز.
 زموږ په اوسني شرایطوکي ارزانه انرژی د بریښنا انرژی ده او دا ځکه چي زموږ ګران هیواد ددی نعمت څخه برخورداره دی چي لوړ لوړ په واورو پټ غرونه او مست مست سیندونه لری، کیدای سي چي پر هر سیند باندي د ډیر لوړ طاقت د بریښنا د انرژۍ د تولید بندونه جوړکړای سي .داکار څو ګتي لري:
 1.  د ارزانه د بریښنا د انرژۍ خاوندان کیږو
 2. هغه سیلابونه مهار کیږي چي د ځاني او مالي تاوانونو سبب کیږي
 3. په دغسي بندونو کي د ماهیانو د روزلو پروژی جوړیږي
 4. د خلګولپاره د سیل او تفریح مرکزونه جوړیږی
 5. ډیری اړي مځکی تر اوبو لاندی کیږی
 6. ترمځکی لاندی اوبو سطح لوړیږي چي په نتیجه کي د چینو او کاریزونو اوبه یریږي
 7. بیکاره خلګو ته کار او بی مځکو خلګو ته مځکي پیداکیږي او داسی نور .

 ددی ضرورت نسته لکه په ځینو نورو هیوادونو کي داوبو په ایشولو (د بخار بریښنا) سره بریښنا تولیده سي او داچي مصنوعي بندونه جوړکړای سي .موږ د بریښنا د تولیدولو ډیر ارزانه امکانات لرو ،خو یو شی نلرو او هغه داچي په قانوني او حقوقي حاظ د پانګوالو جلب او جذب و پانګي اچوني ته .
 ددی علت چاره  :
 داخبره و هرچاته  معلومه ده چي هر علت ځانته خپله چاره لري او په دی کار کي کومي نوي اختراع ته ضرورت نسته. اساسي خبره داده چي د حکومت له خوا دداسي سیاست غوره کول پکار دي چي یو داسي قانوني او حقوقي اساس کښیږدي چی داخلي پانګه ل ونکي خلګ دی خبری ته وهڅوي چي د باندني مرسته کونکو او پانګه اچونکو شریکانو سره دبندونو جوړولو او د بریښنا د شبکو د غځولو په برخه کي پانګي واچوي، تر څو وکولای سي هغه ګتي او نوري تر لاسه سي چي پورته ورته اشاره وسوه .
 زموږ هیواد ددی کار پوره ظرفیت لري چي د بندونو په جوړولو سره به نه یوازی زموږ داخلي اړتیاوي پوره کړای سي ، بلکه موږ کولای سو چي د بریښنا انرژي و ګاونډیو هیوادونو ته هم واستوو اووکولای سو ددی اوسنی  پر بل تکیه د انرژي د بحران څخه ځانونه وجغورو.   
 خلاصه، خبره داده چی دداخلي او نړیوالو پانګه لرونکو د جلبولو د پاره باید تر ټولو لمړی قانوني او حقوقی بنسټ جوړکړای سي .په دوهم قدم کي باید داسي پروژی جوړه نسي چي په هغو کي داخلي پانګوال سهم ونلري او یا دا چي په هغو کي د داخلي کارګرانو د روزني امکانات موچود نوي .
 یوه د خوښۍ خبره داده چي اوس حکومت ددی تکل لري چي د خصوصي سکتور په تقویه کولو کي یی تر یوه حده حرکت کړیدی او په دی حصه کي نړیوال ملاتړ هم ورسره دي .نو اوس زموږ محترم پانګه لرونکي خلګوته داخبره متوجه ده چی د سالم جرءت څخه کار واخلي او خپل مالي امکانات د مملکت په تولیدي چاروکي ولګوي او د ښځو د سنګار بکسونو او د کوچینیانو د پلاستیکي شیانو او اورټکانو څخه ډډه وکړي 

 (کورمي د سیند پر غاړه دی د تندي مرمه )