د دروېش دراني په وياړه مشاعره جوړه سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10415
خ يل الله سروري
دخبریدو نیټه : 2006-11-28

د روان لمريز کال د ليندۍ د مياشتي پر ٧ مه چي د نومبر د مياشتي د ٢٨ نېټې سره سمون خوري، په کندهار کي د پښتو ژبي د پېژندل سوي شاعر او ليکوال دروېش دراني په وياړ مشاعره جوړه سوه .
غونډه دماپښين پر ٢ بجې د کندهار په اطلاعات او کلتور رياست کي د ښاغلي حيات الله رفيقي په خبرو پيل سوه، چي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست په استازيتوب يې خپلي خبري وکړې، ورپسې ډاکټر طارق رشاد د ښاغلي دراني د شعر او شاعرۍ په اړه خپله ليکنه  ولوسته.
وروسته ښاغلي دروېش دراني کندهار ته د خپل راتګ  په اړه خبري وکړې او ويې ويل چي د ا يې لومړى ځل دى چي افغانستان ته راځي او بيا يې خپلي څو نوي اشعار وويل.
وروسته آزاده مشاعره پيل سوه چي په وار سره له کاناډا  هيواد څخه راغلي ځوان شاعر سعيد لودين، عبدالله ستوري، احسان الله درمل، سعيد زابلي، غلام سخي نوريوال، ولسي شاعر اخترمحمد دلستوخته او نورو ځوانو شاعرانو خپل شعرونه واورول. مشاعره د ماځيگر پر ٥ بجې د ماځيګرنۍ په خوړولو سره چي د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست له خوا برابره سوې وه پاى ته ورسېده.


د دې مشاعرې  عکسونه به څو ساعته وروسته پر ليکه سي