په بريتانياکي دعمل نړيوالي کميټې غونډه جوړه سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10458
سيدجان کارواني
دخبریدو نیټه : 2006-11-28

دنړيوالي عمل کم يټې مشر سيدجان کارواني

 

 دروان عيسوى کال دنومبردمياشتي پر٢٦ نيټه په لندن کي دعمل نړيوالي کميټېې فوق العاده  غونډه رابلل شوې وه.

غونډه چى سيدجان کارواني ئي مشري کوله دده په دعا اووينا پيل شوه . په غونډه کى ګډون کوونکو څرګنده کړه چى دنړى اوهيواد حالات په چټکى سره روان دى اوموږپه بهرکي ميشت افغانان نه يوازي چى دپيښود تړاوسره مينه لرو بلکى دافغانستان دپيښوپه شننه اونظرڅرګندوني کي پرته له دې څخه چى د کوم سياسي ګونداويا سازمان غړي يو  اويا مو په تيره کي کوم سياسي تړاو درلودى ، ګډ م ي،افغاني غبرګون ته جدي اړتياشته.

په غونډه کي پرته له دې څخه چي ددې کميټى داړوندچارو په هکله بحث اوپريکړى وشوې، دديو نددتحميلي اوفسخ شوې کرښي ددواړوخواووميشتوقومونوترمنځ دسولي اوامن جرګې په هکله هم خبرې وشوې او داسى وانګيرله شوه چى دداسي مهمي جرګې رابلل او جوړيدل دهيوادپه داسي حساس سياسي پړاو کي  چيرى چى زموږ دټولوافغانانو سرنوشت  ورسره تړلى دى،بايد د پاملرني اوداحتياط نه ډک ګام پورته شي. له دې کبله پريکړه وشوه چي دجرګې کميسيون ته دې  دبريتانيا څخه دعمل دکميټې اوميشتوافغانانو په استازيتوب څو تنه چى دهيواد دسرحدي سيمو،قومي جوړښت اوسياسي انډول استازيتوب کولاى شي په جرګه کي دګډون لپاره وروپيژندل شي.

په غونډه کي ټولوګډون کوونکو په خپل واردداسي نوښت هرکلى وکړاوپه تاکيد سره يي دداسي ګډ بين الافغاني نوښت چى دافغانانونژديوالي، يووالي اواتفاق ته لورى ورکوي، پ عملي اوپرله پسې کار ټينګاروکړ.

 

                              &nbs p;                               & nbsp;                              &nbs p;