ترکوم ځايه چې زه سيستانی پېژنم (پوهاند م .ا. زيار )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10463
پوهاندډاکټرمجاور احمد زيار
دخبریدو نیټه : 2006-11-28

پوهاندډاکټرمجاور احمد زيار
يادونه : داليکنه په سويډن کي د ځوان نسل او سالمي روزني علمي کنفرانس ته ليکلی سوې وه .
د اعظم سيستاني په څېر د يوه ستر پوهنيز- څېړنيز قلموال په اړه دومره ويل او ليکل په کار دي، لکه څومره چې ده ويلي او ليکلي دي. زه پر خپل وار د ده د ستروالي کچ ومېچ نه يوازې د ده له لومړني نامه "اعظم" ، بلکې تر هرڅه له مخه له دويم يا کورني نامه «سيستاني» څخه اټکلولای شم چې له ستر تاريخي سيستان سره تړاولري او ددې لپاره يې ارزونه هم له همدغه ټاټوبي راپيلوم.
 هسې خو ده پخپله د يوه ډېرکاري تاريخپوهاند او ځمکپوهاند په توګه پرخپل ټاټوبي پنډوپېړ کتابونه ليکلي او خپاره کړي دي، خو زه يې له ژبتوکميز(اتنو- لېنګويستيک) ګوټپېره د هغه د پرتمين تېرمهال پر يوه لنډه يادونه بسنه کوم، که به څه هم د نورو ډېرو زړو او نويو پوهانو غوندې ورسره دی هم پوره سر ونه خوځوي او د خپلې ليد توګې پر کنډه يې سمه و نه خېژي.
سيستان، يا په ار نامه ساکستان او بيا يوناني وينګ Sakastana))د هماغو ساکانو له نامه سره غوټه دی چې لومړي هخامنشي واکمن کوروش(530 مز) يې مېړانه او جنګياليتوب ستايلي او په دويمه مخزېږدي پېړۍ کې يې له باختر او نورو سيمو څخه  نورو همټبرو له رالېږدېدنې سره د سترې ټولواکمنۍ(اېمپراتورۍ) بنسټ اېښی وو. د هندي اشوکا په لاس يې تر ړنګېدو را وروسته په منځني ارياني ژبپېر کې د پاتوړو(وارثانو) څرک د منځنۍ پښتود پاتشونوله مخې په ختيز سيستان، هېلمندوارغنداب او ورپسې د کسې غر په تړو او لمنو کې لګول شوی دی.
سام، زال، رستم، سهراب، کک کهزاد... هسې تش افسانه يي او اسطوره يي پهلوانان او جنګيالان نه ول چې نوماند فردوسي داستاني اتلان کړي او له دې سره يې خپل تاريخي- داستاني اثر«شاهنامه» پر يوه تلپاتې جهاني شاهکار اړولی دی، بلکې د رښتيا زباد شويو ساينسي افسانو په توګه هماغه رښتيي سکه توريالي او رزميالي ول چې يو نيم زر کاله وړاندې يې پارسي تربره د تورې او مېړانې منښته او مننه کړې وه، هغه تربور چې کله يې له دوی سره تربګني او دښمني راواخېسته، ټولواکمنې ساکې« زرينې» يې ټولې سوبې او بري له مرګ ورپاتې کړل.
او زه هم دادی نن، دوه نيمې زرۍ راوروسته د هماغه لرغوني ساکستان، په بله وينا، سيستان يو فرهنګي اتل ستايم چې د هماغو رښتينو جنګي اتلانو رښتينی نمسی دی، هسې خو يې له هماغې کمکينې نه سر سپينېدنه هر شاهنامه لوستي ته مور زېږی سپينسری «زال» ور پر زړه کوي چې ښايي ستر فردوسي د داستاني لوبغاړي يا کرکټرپه توګه د ښه ترا جوتونې لپاره په خپل نوښت له موره سپينسری رازېږولی وي!
هو، زه هغه رښتينی سيستانی يادوم چې د هغه لرغوني برميال و نوميال او بيا ښېراز و سمسور سيستان له ورانو ويجاړو کنډوالو را پورته شوی او راغوټکی شوی او د لومړي ښوونځي په نامه يې هملته د پړندو خاورو او سپېرو سالو پرغونډيو له ګردو اقتصادي او اقليمي ستونزو او کړاوونو سره پای ته رسولی. په پای کې يې هم د يوې برابرۍ له مخې دا کابولاسته راوړې چې د هېواد د پلازمېنې په شپېنيو ښوونځيو(ابن سينا او دارا لمعلمين) کې  منځنۍ او بيا د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتوپوهنځي په تاريخ و جغرافيا څانګه کې لوړې زده کړې بشپړې کړې.
زما او د ګران او منلي سيستاني دوستانه علمي او فرهنګي اړيکي او راکړې ورکړې، له څانګيز او انديز توپير سره سره له څه ناڅه ورته ژوند توګو او مخينو(سابقو) تومنه اخلي:
په ډېرلږتوپير موږ دواړو ورته ستونزمنه وړکينه او ځلمينه ترشا پرې اېښې، کټ مټ مو د کابل په هماغو دوه ګونو شپېنيوښوونځيو او بيا پوهنځي کې د دوه کلو او دوو ټولګيو په واټن زده کړې تر سره کړې او په يوڅه لږشانې توپير، ما له ښوونځي او ده له پوهنځي مهاله ليکوالي کړاو او ازمېښت ته رادانګلي او په ورته پرله پېيلوهاندوهڅواوکاروزيار موږ هريوه ورته د خپلې خپلې پوهنيزې-څېړنيزې څانګې په چوکاټ کې وده وش ورکړي دي. په دې کې هم څه اړنګ بړنګ نشته چې په لومړيوکې زموږ د دواړود سختو ليکوالي هلوځلو او بيا پکې د پرله پسې پرمختګ و پرمختيا انګېزه او لامل اقتصادي تنګسيا وه. ما لاورسره په شعرو شاعرۍ کې هم ګوتې وهلې او په دې ډول ترې زما لاسباړه يوڅو ټنګې زياته راتله.  
لکه څنګه مې چې له مخه يا ده کړه، سيستاني زموږ د جنګ و جهل ځپلي هېواد يو منلی او وتلی سترپوهاند او بيا تاريخپوهاند او له دې سره کانديد نه، بلکې په ټوله مانا بشپړ او پوره اکادېميسن، په بله وينا، اکادېميک شخصيت دی. ده په کړن کې د کابل پوهنتون يا ننګرهار پوهنتون تر يو شمېر تش پرنامه P.H.D لرونکو، او په ځانګړي ډول«کانديد نووک» پوهاندانو ميدان وړی او ځان يې ټولو ته زباد کړی دی.
له ګردو دوستانه ګيلو ناندرو سره سره ستر سيستاني پوهيال او فرهنګيال ته لا اوږد، يېبرور روغ او نېکمرغه ژوند غواړم، د قلم توره يې تېره او برېښانده!

په ټوله پښتني- افغاني مينه او لورېينه
ستاسې پاسللی زيار، اکسفورډ،20-11-06