عبدالله احسان
د ۲۰۰۶ د نوامبر پر شپږويشتمه نېټه د ډنمارک د سوبورګ په ښارګوټي کي د افغانانو د فرهنګ ټولني له
خوا د ارواښاد کانديداکاډمسين محمدانور نوميالي د مړيني په څلوېښتمه د هغوی پاک روح د دعا او يادغونډه
جوړه سوې وه .
غونډه ماځيګر پنځه بجې د
اکټر محمد اصف له خوا د قرآن کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پرانستل سوه ، لمړی ښاغلي صفر خواريکښ د ا
واښاد نوميالي د ژوند او اثارو په اړه وږغېد او ورپسې د افغانستان د تلويزيون پخواني وياند ښاغلي نصير سهام
دارواښاد استاد نوميالي د ژوند او اثارو په اړه وږغېد او دهغه سره خپلي پخوانۍ خاطرې د غونډي برخه والو ته
وړاندي کړې .
په دې غونډه کي ښاغليو : حاجي امين باوري او نجيب احمدزي له بلجيم ، حسن شور
اوعبدالله احسان له هالنډ څخه په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د جرګې له خوا د پلاوي په توګه ورغلي وو چي
د ټولني دمشرتابه په استازيتوب يې ښاغلي محمديوسف هيواددوست هرکلی وکړ.
ورپسې
دکوربه ټولني مشر ښاغلي زمري محقق د ارواښاد استاد په اړه خپله مقاله واوروله ، هغوی په خپله ليکنه کي د
استاد ژوند ، علمي هڅو او پر بېلابېلوبهرنيو ژبو او داستاد پر ځيرکتيا رڼا واچول . تر دې وروسته لنډه تفرېح وه
. او وروسته شاعر او ليکوال ښاغلي حاجي امين باوري لمړی په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې او
کندهار کي د بېنوافرهنګي ټولني په استازيتوب په لنډه توګه وږغېد، او د کوربه ټولني
دا هڅه يې وستايله اوبيايې په کابل کي د سلام فرهنګي ټولني دبنسټ ا ېښودونکي ښاغلي حاجي محمدجان باوري له
خوا رالېږل سوی پيغام ولوست .
ورسته ښاغلي سادات غونډي ته په خپله لنډه وينا کي پر
دې خواشيني څرګنده کړه چي د ارواښاد نوميالي په يادغونډه کي د کوربه هيواد له ز
ګونو افغانانو څخه يوازي شپاړسو تنو برخه اخستې ده ، هغوی وويل : که ارواښاد نوميا
ی په بل هر اولس کي زېږېدلی او لوی سوی وای نو په يادغونډه کي به يې په زرګونو کسانو ګډون کولای . ښاغلي سادات
خپله مقاله د ارواښاد نوميالي په ( وياړلې سجره ) نومي شعر پای ته ورسوله .
ورپسې
دراډيوتلويزيون تکړه وياند ښاغلي محمديوسف هيواددوست د خپلي وينا په ترڅ کي د
نيوکي په ډول وويل چي کلتوري ټولني بايد ددغسي ګوتو په شمېر اشخاصو په ژوند کي دهغوی د علمي خدمتونو او زيار
درنښت پرځای کړي تر څو هغوي په خپل ژوند کي د خپل کار پايله وويني نه داچي په ژوند يې څوک له حاله خبر نه وي او تر مړيني وروسته پسي اوښکي تويوو .
وروسته ښاغلي حاجي بيانخېل ته بلنه ورکړه سوه چي د نوميالي صاحب يادغونډي ته خپل شعر واوروي ،چي شعر
يې وستايل سو .
ورپسې ښاغلي ډاکټر نواب د سيستاني صاحب له
خوا رالېږل سوې مقاله ولوسته چي هغه هم په ( وياړلې سجره ) پيل کېده دغونډي برخه والو ته ولوسته ، او ورپسې ښاغلي
ننګ د ارواښاد نوميالي صاحب د هغې مقالې په اړه خپله خاطره واوروله په کومه کي چي ارواښاد نوميالي د (
انسانستان ) کلمه رانغښتې وه .
دچای او حلوا تر تفرېح وروسته د راډيوتلويزيون دنوميالي سندرغاړي استاد رحماني صاحب خپل کوچنيوالي هغه خاطره ياده کړه چي څنګه ارواښاد نوميالي د قرآن شريف دسبق پوښتنه ځني وکړه ، او بيايې يو شعر يې ورته وليکی . وروسته هغه پنځلس دقيقه ايزه ويډيو ټوټه نندارې ته وړاندي سوه په کمه کي چي ارواښاد کانديداکاډمسين محمدانورنوميالي په خپل خواږه مجلس ، او د الپي ليلا دکتاب څخه په خوږو کيسو او شعرونو او څو تخنه ونو بنډار تود ساتلی و . دا ويډيوي ټوټه ښاغلي استاد رحماني چمتو کړې وه .
غونډه دماخستن لسوبجو شاوخوا پای ته ورسېده .